جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیامناسب خوب وکړئ چې روغ واوسئ

مناسب خوب وکړئ چې روغ واوسئ

 خوب د انسان د ژوند يوه برخه ده، له دې پرته ژوند تېرول ناشونې دي. خوب د الله ج يو له بې مثله نعمتونو څخه دی الله تعالی فرمايی: (خوب ستاسو لپاره ارام او سکون دی).

هر هغه موجود چې کار کوي، غړي يې په حرکت کې وي او ذهن يې بوخت وي نو هرو مرو ستړی کيږي؛ د ستړيا د له منځه وړلو لپاره خوب کول يو مهم او اړين کار دی. خوب د انسان په ژوند کې يو مهم عنصر دی چې انسان پرته د خوب له کولو نه نشي کولای خپل ژوند مخ ته بوځي. انسانان او حيوانات کولی شي د ورځې له ستړيا څخه وروسته د خوب په کولو سره خپله ستړيا له منځه يوسي او د سبا لپاره بېرته هغه تللې انرژی لاسته راوړي.

خوب د انسان د ذهني او جسمی ارامتیا لپاره اړين دی. الله ج شپه او خوب د انسان د سکون او ارامتيا لپاره پيدا کړې ده.

الله(ج) فرمايي؛ ژباړه:( او همدغه ( الله ) هغه (ذات) دی چې شپه يې ستاسې لپاره جامه او خوب يې د ارام او ورځ يې د پاڅېدو وخت و ګرځوله).

هغه کسان چې خوب يې منظم دی، د روغتيا له لحاظه غښتلي او سالم دي .

د ا سمه ده چې ډېر خوب کول هم بدن ته زيان رسوي خو لږ خوب کول هم دوه چنده ضرر لري؛ نو غوره به دا وي چې په خوب کې تعادل وساتئ. خوب بايد نه له خپلې اندازې زيات وشي او نه کم د اوسني طبابت څېړنې ښيي چې د خوب لپاره تر ټولو ښه او مناسب اندازه (۷ يا ۸ ) ساعته دی. يعنی که يو انسان د شپې (۷ يا ۸ ) ساعته خوب وکړي نو دی به يو نورمال کس وي.

خو ځينې کسان دي چې د شپې لخوا لس يا دولس ساعته خوب کوي دوی همیشه خوبوړي او غير نورمال کسان وي او دوی تل په دې هڅه کې وي چې يو ارامه ځای پيدا کړي او خوب وکړي، دوی زیاتره وختونه په رواني ناروغيو اخته وي.

ځينې داسې کسان هم شته چې دشپې لخوا هېڅ خوب نه کوي بيا په ورځ کې خپل هغه خوب پوره کوي چې دا تر ډېره پورې ښه کار ندی ځکه کوم خوب چې د شپې انسان ارامه کوي هغه خوب د ورځې انسان ته سکون نشي ورکولی. په ورځ کې هم خوب کيږي خو د شپې لخوا د خوب ځای نشي نيولی.

ځينې وختونه زه د شپې په کوم محفل کې وم او يا خپلو ملګرو سره شپه په ويښه تېره کړم ، بيا چې دوه ورځې په مسلسله توګه هم خوب وکړم خو هغه عادي حالت ته مې په اسانه نشم بېرته ګرځېدلی.

ساینسپوهان وايي: د شپې له لسو د سهار تر څلورو بجو خوب کول د ورځې په رڼا کې د ۱۲ ساعتونو خوب سره برابره دي. یعنی د شپې خوب ځانته ځای لري او د ورځې ځانته.

منظم خوب کول لاندې ګټې له ځان سره لري:

 منظم خوب انسان ته ذهني او جسمي ارامتيا وربښي .  انسان له رواني اړخه نورمال ساتي.  د انسان فکري تعادل پياوړي کوي.  د سر دردۍ مخنيوی کوي.  حافظه قوي کوي.  مناسب خوب کول د مخ غونجوالی کموي.

ساینسپوهان وايي:( ښه خوب او زياتې اوبه څښل د مخ غونجوالی ورکوي).  د خوب پواسطه د انسان ذهن ريفرش کيږي.  که يو انسان ډېر په غوسه وي او دی ويده شي نو وروسته له خوبه به د دې غوسه ختمه شوي وي.  خوب انسان ته انرژي ورکوي. د خوب کموالی کولی شي انسان په لاندې ناروغيو اخته کړي: • کم خوب کول انسان په رواني ناروغيو اخته کوي. • کوم کسان چې کم خوب کوي تل ګنګس او ګول وي. • هغه کسان چې لږ خوب کوي سم فکر نشي کولی او په تصميم نيولو کې تل پاتې راځي • لږ خوب کول یو ډول وېره او د سر درد پيدا کوي. • بې خوبه نسان تل خفه وي.

• ساینسپوهان وايي: چې د خوب کموالی نه يواځې چې د عصبي ناروغيو لامل ګرځي بلکې د انسان دماغ هم وړوکی کوي. په اروپا کې ديو تحقيق په پایله کې څرګنده شوه چې ۳۵٪ خلک د خوب کموالي څخه په پيدا کېدونکې ناروغيو اخته دي. د سهار له لمانځه نه وروسته خوب کول بې ګټې دي او که وخت لرئ؛ د ورځې لخوا د ۱۱ څخه نيولې تر ۲ بجو په موده کې د نيم ساعت يا يو ساعت لپاره خوب وکړئ نو خوب کول د انسان لپاره يو ضروروي او مهم عنصر دی ترڅو انسانان وکولی شي خپل ستړيا د خوب په واسطه له منځه يوسي او د سباه لپاره يو با انرژي او يو روغ شخص په تو ګه خپلې چارې پرمخ بوځي.

ځينې وختونه انسان ډېر د ستړيا احساس کوي نو په دغه وخت کې هم خوب کول انسان ته له لاسه تللي انرژي بېرته ورکوي. خوب مو په وخت کړۍ تر څو يو روغ او نورماله کس واوسئ. خوب مو دې ته چمتو کوي چې ډېر کار او لږې خبرې وکړئ. که غواړئ روغ او سالم دماغ ولرئ؛ نو د خوب پوره کولو ته وخت ورکړئ او د خوب کموالی بې اهميته مه ګڼئ.

محمد یاسین ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب