شنبه, اپریل 20, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونخپل شی مه پردی کوه | استاد سعدالدین شپون

خپل شی مه پردی کوه | استاد سعدالدین شپون

دلته هره شپه تلویریون کې ذهني مسابقې ته ورته پروګرام دی چې /جیا پر ډي/ یې بولي. درې کسه ورکې ګډون کوي. په دې کې جغرافي، تاریخي، سیاسي، علمی او هر قسم پوښتنې کېږي. دا پروګرام کابل کې هم رواج وه. یو شی چې ما ته ښکلی ښکاره شو، دا دی چې په لسو کې اته پوښتنې خامخا د امریکا په باب دي. دا څو لسیزې یې زه او ماشومان ګورو. ماشومان یې د زیاترو پوښتنو په ځواب پوهېږي او زما یواځې په ځینو عمومي پوښتنو سر خلاصېږي، مٍثلا د نیپال پلازمینه څه ده، یا د لېبیا پایتخت څه دی.

کله چې وینم امریکایان د خپل ملک، له ادبیاتو نیولې تر جغرافیې او بیرغ او ایالتي قوانینو پورې د هر څه په باب کافي معلومات لري نو یو قسم نا امیندګی را ته ودرېږي.

تېره هفته مې په یوه مقاله کې په کرېلې او مړه غوني څو کرښې لیکلې وې. یارانو په تبصرو کې د خپل ملک په پیداوارو عجیبه بې معلوماتی ښودلې وه. یوه ویل چې کرېړه پنجابي سابه دی او تر څو کاله دمخه چا په ننګرهار کې نه پېژنده. ګویا وار دمخه یې دا خواره کی سابه تکفیر کړی و، مانا د آی اېس آی د دسیسې زېږنده ده. حال دا چې د کرېلې د غلا کیسه ما څلور لسزې دمخه چې دا خبرې نه وې، په سره رود کې اورېدلې وه. بل مبصر بیا زه ملامت کړی وم چې کرېړه او مړه غونی مې یو شی بللی، حال دا چې ما یې تریخوالی مشترک ګڼلی و. بل یار بیا په ما په غوسه شوی چې دستمبول ولې لیکم . ویل یې چې دست انمول دی. په خدای قسم چې ما د دستمبول توری ګرد سره نه و یاد کړی. چې فکر مې ورته وکړ د اوباما مثال یې را یاد کړ چې خپل حریف، رامني، ته یې وویل، ګورنر صیبه ته بس زما خبرې تکراروې خو هغه هم غلط. تر اوسه فکر وړی یم ، خپله مقاله بیا بیا لولم چې ودې شي چې زمانه په سهوه کې  چېرته دستمبول لیکل شوی وي.

په کرېړې هم ځکه ژر پېښ شوی یم چې د پوهنتون په کالونو کې موږ د افغانستان کلو او بانډو ته استول کېدو چې په خاصو موضوعاتو څېړنه وکړو. زه یواځې نه وم، رسول امین، حکیم تڼیوال، غلام غوث شجاعي او نور، حتی منجاور احمد زیار، ټول لکه ستن خوړلي اونۍ اونۍ، او کله لا څو څو ځلي په پښتني علاقو ګرځېدو. دا د هغه وخت د پوهنې د چارواکو نوښت و، په دوې کې ډاکټر صیب قیوم خان مخکښ و. نو دا کرېړه، په هماغو کالو کې ما د سره رود د جبارخېلو د یوه خان په کور کې وخوړه. د کرېړې د غلا کیسه مې له هماغه خدای بښلي نه واورېده. نو دا یار چې تبصره کوي چې کرېړه پنجابي شی دی او خلک نه پېژندله، ما ته یې دا متل را یاد کړ چې له حجه زه راغلم، خبرې یې ته کوې. پاتې شوه د دستمبول خبره، هغه یې له ځانه وايي. ښايي یو څه معلومات ور سره و، هسې یې غوښتل چې د لوستونکو سره یې شریک کړي ،چې همداسې نا ویلې پاتې نشي.

زما اصلي اندېښنه دا ده چې زیاتره لوستی افغانان د واشنګټن د پایتخت او د واشنګټن د ایالت فرق کولی شي خو که د خپل وطن د ولایتونو، فاریاب، جوزجان، نیمروز پوښتنه ورنه وشي ګونګي پاتې کېږي.

ځینې یاران مې ملامتوي چې پښتو پښتو ډېره لرې خې چې د کار ځای راشي بیا پاړسک شې. دوی رښتیا وايي، پاړسي میرات مړې خوند راکوي، شاعران یې د نښې مینځ ولي. په تېره شېخ سعدي چې یوه نجومي ته یې ویلي وو: تو چي داني که در کواکب چیست؟ چون نداني که در سرای تو کیست؟ مېوه خورې د جوزجان ، خبرې کوې د واشنګټن.


د استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د نومبر په ۱۷ مه په تاند کې خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب