سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبژبه او لیکدوداورمړي د پښتو ژبې خپلوانه ژبه | څېړنه او سپړنه: رحمت الله...

اورمړي د پښتو ژبې خپلوانه ژبه | څېړنه او سپړنه: رحمت الله حکیمي

سریزه

ژبه ده، چې د وګړو ترمنځ پر افهام او تفهیم سربیره د افکارو د تبادلې چاره ترسره کوي، چې د تاریخ په بېلا بیلو پړاونو کې د خپل چاپېریال د اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو پېښو سيوری پرې خپور وي، ژبپوهان یې د همدغو حالاتو پر رڼا کې څېړي او د نورو ژبو سره یې د مغایرت او ورته والي له اړخه اړیکي په پام کې نیسي، همدغه تحلیلونه د ژبې قدامت او پوخوالی راښيي، ما هم اوریدلي وو، چې اورمړي ژبه د پښتوژبې سره نږدې اړیکې لري دا دی له ښه مرغه په اورمړي ژبه باندې د قدرمنې استادې داکترې زرغونې رېښتین زیور له خوا د سیمنار دپاره علمي موضوع راکړل شوه، ما هم موضوع ته پام هغه بارزې نقطې لکه د اورمړ قوم پېژندنه، داورمړي او پښتو ژبې اړیکې ،  داورمړي ژبې ګرامري کتنه او داورمړي لهجې ورته او مغایر ټکي په لنډ او تحلیلي ډول تشریح کړي او دامې روښانه کړې چې ایاداریاني ژبو له ډلې څخه اورمړي دپښتو سره څومره خپلوانه ده ؟ ګرامر یې څه وړ دی او لهجوي ځانګړنې یې څه دي؟.

موضوع خورا لویه ده، دلته یوازې په لنډ ډول پورته پوښتنو ته ځواب پیدا کوو، په دې لیکنه کې د دې ټکي د صدق دپاره چې (اورمړي ژبه په اریاني ژبو کې د پښتو سره بیخې خپلوانه ده چې ځینې یې د پښتو لرغونې بېله شوې لهجه بولي.) بیلا بیلا دلایل په د اورمړي ژبې د ګرامري اډانې څخه را ایستل شوي او د خپل ثبوت دپاره ترې استفاده شوېد اورمړي ژبې د ښه پېژندنې دپاره لومړی د دغه ژبې ویونکي لوستونکو ته ورپېژنو ځکه یاده ژبه د اورمړقوم ته منسوبه ده؛ نو پیل د اورمړ قوم له پېژندنې کوو وروسته د موضوع کلیدي نقطې تحلیلوو.

د قدرمنې استادې نه په مننې چې خپلوې مشورې د موضوع په څېړلو او تخنیکي برخو کې راڅخه نه سپموي.

په ادب

حکیمي

اورمړقوم

اورمړیان  داریایي نژاده اتنیکي ګروپ په ختیځه برخه کې په دوه سیمو کې میشت دي لومړی دبرکي برک ولسوالۍ په شاوخواکې دعبدالصمد خان ، نصرالله خان او تقي کلیو اوکورنیو کې اوسیږي چې شمیر یې سلو کورنیو ته رسیږي ، دویم دپاکستان په دوه صوبو (سرحد اوبلوچستان ) کې خواره وازه لیدل کیږي چې اکثره یې د وزیرستان په کاڼیګرام کې دي داقوم دپښتنو لخوا داومړ، ژبه یې اورمړي او استوګنځی یې اورمړ بلل کیږي، (( تاجکانو بیا یاده ژبه اورمړي اوټاټوبی یې برکي برک ښودل شوی او په خپله اورمړیان ځانونو ته اورمړ خپلې ژبې ته اورمړي او استوګنځي ته ګرام وايي . ))  (۵ : ۳۰ )

لیدن لومړنی سړی وو، چې د (اسیایي څېړنو) په (۱۱ ) ګڼه کې یې د کاڼیګرام او برکي برک اومړ اروپایانو ته وروپېژندل نوموړی لیکي یاد قوم په غوربند ، بامیانو او کندز کې اوسي دوی اور لمانځونکي ؤ ځانګړي مذهبي مراسم یې په اور اولوګي ترسره کول دمراسمو په پای کې به د مذهبي مشر لخوا دغه اور مړ کیده .

هانري والتر بیلو لیکي: ((برکیان دهغه یوناني اسیرانو نماینده ګان دي، چې د هیرودیت له بیان سره سم د مېلاده شپږپېړۍ مخکې د پرشیا دپاچا (داریوش هیستاسپیس ) لخوا دلیبیا بارکي څخه باکتریا خاورې ته راولېږدول شول، د باکتریا هغه ګوټ چې دهیرودیت لخو ا یاد شوی یا بارکیان ورته رالیږدل شوي داسې ښکاري  چې اوسنی بغلان به وي، ځکه هلته د برکي په نامه یوکلی موجود دی؛ خو په اغلب ګومان دلیکوالو په اند د لوګر ناوه (برکی) د بارکیانو لومړی ټاټوبی دی، خپله بارکیان په دې اند دې، چې دوی د( لوګر) د ناوې په همدې اوسني ټاټوبي کې د غزني د ستر ټولواک سلطان محمود لخوا ځای په ځای شوي.))  (۲ : ۵۴ )

دوی یوښکلی توکم دی، کړه وړه یې له هرچا ښکلي دي، برکیان خپلې مورثي ځمکې او کلاوې اوکلي لري، دوی اساساً په کرهڼه او د پسوپه روزنه بوخت دي، که څه هم زیاتره یې په منظمه اردو کې خدمت کوي، ځينې یې بیا ازاده سوداګري کوي، دوی پخوا یوه غټه قبیله وه چې د هندوکش په شمال کې له کندز او اندراب څخه رانیولې بیا د لوګر تر ناوې او د کابل تربتخاکه او د سلیمان د لړۍ (کاڼیګرام) پورې یې سرترپایه دملک پراخه خاوره نیولې ده، چې ټول شمیر یې د شلو او دیرشو کورنیو ترمنځ اټکل شوی دی.

زموږ د دایرة المعارف په استناده اومړ د خرښبون په پنځو زامنو کې کشر زوی دی، اورمړي خپله نسبي شجره خرښبون بن سړبن بن قیس عبدالرشید ته رسوي، د څوکنو میا عمر بیا د اورمړ په شلو زامنو کې یو زوی کاڼیګرام یادوي ښایي د کاڼیګرام د غره نوم هم له دې ځایه اخیستل شوی وي د یادې قبیلې لاندې پنځه څانګې په کاڼیګرام کې میشتې دې.

۱ ــ خیګني ۲ ــ خرم جاني ۳ ــ ملاتاني ۴ ـــ بیګني او ۵ ــ  حراني

د اورمړو په روایت دوی د اندخوی نه خپاره شوي ، په جنوب کې اوس هم یوځای د (برکي) په نامه موجود دی، دوست محمد دوست شینواري په دغه موضوع کې سپین ږیری دین محمد اورمړ غږولی هغه وايي: ((د اورمړو طایفه سیدان دي، چې د دوه وروڼو میري برک او میري برکت اولاده دي د بریمن (یمن) څخه ترکستان ته راغلي لومړی ورور یې په اندخوی، دویم یې په مزارشریف کې ښخ دی.))  (۳: ۱۷۸ )  

خو د ډېر احتمال له مخې د وزیرستان کاڼیګرام اورمړ دبرکي برک څخه کوچیدلي.

د اورمړ قوم وجه تسمیه:

د (اورمړ) کله له دوو خپلواکو مورفیمونو څخه جوړه ترکیبي کلمه ده، چې ( or  ) د اور او اتش په معنا او( mar ) د مړه کیدلو او ګولو مفهوم لري، اورمړیانو د اور پرستش کاوه اودمذهب ځانګړي دودونه به یې لرل ، په هفته کې به یوځل نر اوښځې د اور پرستش دپاره راټولیدل او دعبادت په اخر کې به د مذهب لارښوونکي اور مړ کاوه او په عین وخت کې به یې داناره (اورمړ) له خولې څخه وتله؛ نو اورمړ پښتو کلمه ده چې اورمړیانو به اور ګلولو دپاره استعمالوله ( ۳ :  ۱۷۶)

پورتنۍ نومونه د هغه اړیکو منعکس کوونکې ده، چې په (۱۶) میلادي پېړۍ کې اورمړ د روښانیه فرقې سره تړي.

په لنډ ډول ویلای شو چې نمونه یې د دې قوم له دودیزو مذهبي ځانګړنو او د هغه وخت د حالاتو سره ټینګ تړاو لري.

اورمړي ژبه

کله چې موږ د اورمړي ژبې خبره کوو، ورسره سم مو دباختر( ختیځي اریانا) نوم مخ ته راځي او وایو چې اورمړي ژبه د باختري (ختیځې) اریاني ژبو په جنوب ختیځ څانګې پورې اړه لري، باختر د افغانستان د یوې لرغونې سیمې نوم دی، چې د شمال لخوا دغیسار ترڅوکې د جنوب لخوا د هندوکش پورې غځېدلی دی د دې سیمې مرکز د افغانستان لرغونی تاریخي ښار بلخ ؤ، چې په بیلابیلو پړواونو کې د باختر، باکتریا، بخداد او بلهیکا په نومونو یاد شوی.

د قبل المیلاد دریمه  پېړۍ کې یوناني جغرافیه پوه ایراتوسفین ویلي: ((د هندوکش په جنوبي لمنو کې پروپامیسا، د دوی جنوب خواته اراخوزیان له هغوی پسې لاجنوب خواته ګیدروسیان ژوند کوي، چې لمنې یې تراباسینه پورې رسیږي دپاروپامیسا سره له لوېدیځي خوا د اریایانو پورې او د اراخوزیا او ګیدروسیا سره د رنګیاناپولې نښتې دي، د اراخوزي ، رنګیاني او ګیدروسي ژبو کوم اثار تر اوسه په لاس کې نه لرو؛ مګر دمحقیقینو په عقیده اورمړي او پراچي دهمدغه اریاني ژبو څخه دي )) .  ( ۳: ۱۷۰ )

د مارګنسترن په قول اورمړي ژبه د افغانستان د جنوب ختیځ (کابلستان ) دلرغونو ژبو پاتې شونې ده.

د بیلیو د یوه روایت له مخې دپښتنو ورکزي، اپریدي، وزیر، خټک او خوږیاڼي قومونه د اورمړله توکم څخه دي؛ نو په همدې اساس هغه پښتانه چې ځان ته اورمړ وايي کیدای شي د وخت په تیریدو سره یې خپله ژبه اړولې او اوس په نګه پښتو خبرې کوي، په هرصورت د اریانادایرة المعارف په استناد اورمړ دپښتنو د یوې لوې قبیلې نوم دی، چې د کیسي غره په لمنو کې اوسیدل وروسته بیا لوګر او وزیرستان ( کاڼیګرام ) ته وکوچیدل.

په نتیجه کې ویلای شو چې اومړي ژبه داریانا دجنوب ختیځې څانګه پورې اړوند ده، چې دلوګر په برکي برک په سیمه کې رواج ده، پخوا په پاشلې توګه دمزارشریف، کندز، وردګ، غزني، کندهار په ځینو سیمو کې، کابل کې دهبوري برکي شهر را برکې، بتخاک، خورد کابل او د وزیرستان په کاڼیګرام سیمو کې مروجه وه، چې د پښتو ژبې سره خپلوانه ده.

اورمړي ژبه دپښتو ژبې خپلوانه د ه

اورمړي ژبه څو سوه کاله پخوا له پښتوڅخه جلا شوې، کله چې موږ د یادې ژبې ګرامر اریاني ژبو سره مقایسه کړو نو لیدلای شو چې دپښتو ژبې سره زیاته خپلوي لري، کله چې موږ د خپلوۍ خبره کوو طبعاً به یو خپل دبل خپل خصوصیات لري؛ نو اورمړي ژبه هم دپښتو ژبې سره په لاندې مواردو خپله بللای شو :

  • اورمړي ژبه دپښتو ژبې په ورشو کې را لویه شوې .
  • د پښتو ژبې سره ګډ کانسونیت توري لري  لکه (ب، پ، ت، ټ، ج ، څ ، ځ، د ، ډ ، ژ ، س ، ش، ښ ، غ ، ف ، ک ، ګ ، ل ، م ، ن ) لري .
  • د اورمړي ژبې شپږ واولونه ( u,i,a,á,e,o  ) د پښتو ژبې د خپلواکو توروغوندې دي .
  • ځینې کلمې یې دپښتو سره ورته والی لري لکه دپښتو ( اغوستل( اغوندل ) ، شین ، سرواښ (تڼی)، پوول، غلبیل، غر، ستوري، شوده، وینه (خون)، زیات) کلمې چې په اورمړي کې په (پرغون ، شین ،واښ ، پوي،  غلبیل، ګري، ستژي ، ښیپۍ ، ښون ، زوټ ) تلفظ کیږي چې د دواړو ژبو کلمې دتورو او ریښو له مخې ورته والی لري چې دپښتوژبې لهجوي ورشو یې ورته والی لا جوتوي ، دبېلګې په ډول زموږ په ځینو کې سیمو کې شیدو ته ( پۍ ) وايي چې داورمړي د( ښېپۍ ) کلمې سره په دویمه هیجا کې ورته ده ، او (زوټ) کلمه اوس هم په پکتیکا کې ولسي خلک کټ مټ دزیات ، زور او فشار دپاره استعمالوي وايي ((احمد په زوټه نارې وهي.))  شین په دواړو ژبو کې درنګ دپاره یو ډول ویل کیږي.
  • بله داچې د دواړو ژبو کډ کور اریاني ژبې دي چې په هندو اریاني ګروپ کې واقع دي .
  • دپښتو غوندې یې صفت له موصوف نه دمخه راځي لکه ( šer  klanak ) (ښه هلک )
  • دزمان اومکان قیدونه یې دپښتو ژبې سره ورته دی لکه (  šan ) نن ورځ ، (prán ) پرون ورځ دمکان دپاه (inde ) دلته او ( wal ) هلته .
  • په بعضو ځایونو کې یوه کلمه دپښتو سره په لږ تغیر راځي لکه :

کاڼیګرامي              لوګري پښتو

پوټ                      پوټ پټ

موخ                      موخ مخ

ستوړ                    ستوړ ستړی

د اورمړي ژبې ګرامري کتنه

د یوه رسا مفهوم دوړاندې کولو دپاره هره ژبه ځانګړې اصول او قواعد لري، اورمړي ژبه هم ځینې ګرامري اصول لري چې د جملو په اوډنه کې ترې کار اخیستل کیږي:

  • د اورمړي ژبې خپلواک غږونه :

اورمړي ژبه شپږ خپلواک غږونه لري چې عبارت دي له (u,i,a,á,e,o) چې په کلمو کې یې ونډه په لاندې ډول ده.

۱ ــ (a ) : زه ( az )، نجلۍ (duka  )

۲ ــ   (á) :  (áta ) میرمن   ۳ ــ (e ) : ( kem ) کم ۴ ــ ( O) : ( xronok) وږی

۵ ــ ( i) : ( dri) ویښتان ۶ ــ  ( u ) : ( buk  ) بود ، ؤ .

  • داورمړي ژبې کانسنیتونه :

د اورمړي ژبې بېواک غږونه د پښتو ژبې سره ورته والی لري په لاندې ډول دي:

۱ ــ  شونډیز:  (b ) ب ، (p ) پ ، ( m ) م ، (w) و

۲ ــ غاښیز: ( t ) ت ، ( d ) د  ، ( ǰ ) ځ ، ( n ) ، (l ) ل ، ( r ) ر ، ( s ) س ، (z ) ز ،(c) څ

۳ ــ  ورین: (č) چ ، ( j ) ج  ، ( š ) ش ، (ž ) ژ ، ( y ) ی .

۴ ــ  شونډیز غاښیز : (f  ) ف

۵ ــ  وروستی تالوییز: ( k  ) ک ، ( g ) ګ ، ( x ) خ ، ( ɣ  ) ع .

  • صفت یې هم د پښتو غوندې له موصوف نه دمخه راځي لاندې ځاګړتیاوې لري .

۱ ــ  د اسم ټاکونکی دی لکه: (er  klanakš ) ښه هلک .

۲ ــ دشمیر، جنس او حالت ورستاړي نه مني په درې ډوله دي.

الف ــ عادي صفت (er š) ښه

ب  ـــ  تفضیلي صفت: د عادي صفت سره د (tar) وروستاړي په یوځای کیدو سره جوړیږي لکه (aklanak  ofo di startar ) داهلک له هغه نه لوی دی .

ج  ــ عالي صفت : په توصیفي او تشریحي توګه څرګندیږي یعنې د (zot) کلمې په تکرار چې قیدي کلمه ده او دزیات معنی لري جوړیږي لکه (aklanak  zot zyat store ) داهلک ډېر زیات لوی دی .

  • اعداد یې په دوه ډوله دي الف ـ  اصلي اعداد ب ــ ترتیبي اعداد  

الف ــ اصلي اعداد : eš ( ۱ )، do (۲) ،  oš (۳) ، c ár   (۴) ، penj (۵ )  ، xo (۶ ( ، wo (۷)  ،axt ( ۸ ) ، ne (۹ ) ، das (۱۰) ، andas š (۱۱) dwásl (۱۲ )

ب ــ  ترتیبي اعداد: اصلي اعداد چې په واول پای ته رسیدلي وي د (won ) ورستاړي په نښلولو سره جوړیږي  لکه (dowon ) دوهم، (owonš ) دریم  

اوکه اصلي اعداد په کانسونیت پای ته رسیدلې وي په دې صورت کې دترتیبي اعدادو دجوړولو دپاره د (om) ورستاړی نښلي لکه: (c árom ) څلورم، (axtom ) اتم .

  • ضمیر: ضمیر یې دلومړي ، دویم او دریم شخص دپاره په لاندې ډول جوړيږي :

    مفرد                        جمع

۱ ــ  (az ) زه               máx ) موږ

۲ ــ (tu ) ته                  (tos ) تاسو

۳ ــ ( at ) دی                (an) دوی

  • قید : دهغه معنوي تړاو له مخې چې دفعل سره یې لري لاندې ډولونه لري:

الف : زماني قید ـــ  (anš ) نن ورځ ، (prán ) پرون ورځ ،( asol ) سږ کال ، (omš ) مخکې ، (pec ) وروسته .

ب : مکاني قید : ــ  (inde ) دلته ، ( wal ) هلته ، (pabega ) پورته .

ج  : دمقدار او کمیت قید : ـ  (zot ) ډېر ، ( kem ) کم

  • داضافت توري :

(ki )     marzá  ki  wa dek       ( ورور ته یې وکتل . )

(di )      afo gada di erzak       (هغه له کوم ځای راغی.)

(ni)              spok aner ni         (سپی یې په کور کې دی.)

(gadi)  ketáb am qalam  gadi gon  ( کتاب مې دقلم سره کښېږده.)

  •  ادات : په اورمړي ژبه کې لاندې ادات ډېری داستعمال وړ دي .

الف : تائیدي ادات : (waya)  بلې

ب  : دنفې ادات    : ( na ) نه

ج  : فعلي نفې ادات : (nek )  نې

د  : دممانعت کولو ادات : ( mak ) مه

(۱: ۷۵۵ )

داورمړي ژبې لهجوي مغایرت او ورته والی

دفونیټیکي خصوصیاتواوجغرافیایي ماحول  له مخې اورمړي ژبه دوه ځانګړې پېژندل شوې لهجې لري : الف ـــ  دلوګر اورمړي . ب ـــ دکاڼیګړام اورمړي

روښانه ده ، چې هره ژبه دخپل چاپیریال څخه اغیزمنه وي، دخپل محیط اړوند پېښې په کې منعکسې کیږي مثلاً په کاڼیګرامۍ لهجه کې  دوزیري پښتو لغات ښکاري ؛ خو دلوګر اورمړۍ دفارسي سره نږدې پاتې شوې او له دې ژبو څخه اغېزمنه ده، دلته په دواړو لهجو کې فونیټیکي تغیرات په ګوته کوو .

  • دلوګر اورمړي لهجې (sh)  او (ž ) غږونه ساتلی په اورمړي کې غوښې ته ( غوشه ) اوپه کاڼیګرامي کې ( غواسه ) بلل کیږي ؛خو دنورو ژبو څخه په اخیستل شویو لغاتو کې بیا د(ش) تلفظ یوشان دی لکه ( شیطان )
  • محیطي تاثیراتو په کتلو سره دلوګر اومړي کابل ته نژدې ده دفارسي ژبې څخه اغیزمنه ده اودکاڼیګرام اورمړي دپښتوژبې څخه اغیزمنه ده چې تاثرات یې په کلمو کې هم لیدل کیږي مثلاً په لوګرۍ لهجه کې (ړانده ) ته  کور اوپه کاڼیګرامي کې هونډ وايي .
  • په دواړو لهجوکې ( زورکۍ ، زور ، ب ، پ ، ت ، ټ ، ج، چ، ځ، د ، ډ ، ژ ، ړ ، س ، ش ، ښ ، غ ، ف ، ک ، ګ ، ل ، م  ، ن ) یوشان تلفظ او لیکل کیږي .
  • په کاڼیګرامي اورمړي کې یوخاص غږ شته چې په اریایي ژبو کې نه دی موندل شوی تلفظ یې د( ږ) او ( ښ) ترمنځ کیږي په هغو کلمو کې وجود لري چې دلوګر په اورمړی کې په ( ش) سره تلفظ کیږي .

کاڼیګرامي                 لوګري معنی

ږی ، ښی ؟                  شو درې

ښي  ، ږیس ؟              شیس دیارلس

ږواږ ، خواښ ؟            شرین خوږ

سوږ  ، سوښ ؟             سوش سور

  • د(ښ ) توري تلفظ په دواړو لهجو کې داسې دی ، چې دکاڼیګرام ( ش ) په ( ښ) اوښتی دغه اړون په هغو کلمو کې لیدل کیږي چې په لرغونواریایي ژبو کې غالباً د(خش ) غږدرلود :

کاڼیګرامي     لوګري    اوستا پښتو

شین         ښین   خشینه شین

شیو         ښو             خشبه شپه

  شیپي       ښیپي خشویپه    شوده یا شیدې

  • د کاڼیګرامي لهجې د (س) غږ بدلیدل دي په (ش ) باندې.

کاڼیګرامي          لوګري    معنی

سن                   شن        نن

ګس                  ګیشی  غاښ

سندس                شندس   یوولس

مګر پورته قاعده ډېره عامه نه ده ، ډېر ځله په دواړو لهجو کې ( س) یوشان تلفظ کیږي لکه د(تاسو ) کلمه چې په کاڼیګرامي لهجه کې تیوس اوپه لوګرۍ لهجه کې توس ویل کیږي.

  • بل څرګند توپیر په دواړو لهجو کې دادی چې په کاڼیګرامي لهجه کې د( واو معروف او واومجهول) دمخه د( ي) توری راځي :

لوګري         کاڼیګرامي        پښتو

پوز                   پیوز          خوله

روژ                  ريوژ            ورځ

شوک                 شیوک             شو

توس                   تیوس            تاسو

دو                      د یو       دوه

 د پښتوژبې سره د اورمړي ژبې د کلمو فونټیکي مغایرت:

  • په دواړو لهجو کې د کلمې دسر ( ګ) په پښتو کې په (غ) اوړي لکه:

  کاڼیګرامي         لوګري پښتو

ګنم                    ګنم غنم

ګس                   ګیشی غاښ

ګری                  ګری غر

  ګیوی               ګوی غوایی، غوا

  • دپښتو هغه کلمې چې دسر توری یې (ل ) ولري په اورمړي دواړو لهجو کې په (د ) اوړي لکه :

کاڼیګرامي          لوګري پښتو

دروه                 دووه لور

دس                   دس لس

دراغ                 دراغ لارغه ، لرغونی

  • ځینې ځای په دواړو لهجو کې  دپښتو د(څ ، چ ) تورو په مقابل کې د( ک ) غږ راځي لکه :

کاڼیګرامي          لوګري  ښتو

کوک                    کوک څوک

کیرژي                   کیرژی چرګه

که                        که چه

  • په ځینو ځایوکې دپښتو د( ړ ) غږ مقابل په دواړو لهجوکې  ( ل ) راځي لکه :

کاڼیګرامي                لوګري پښتو

زال                         زال زوړ

زلي                         زلي زړه

نوویلای شو  چې په اورمړي ژبه کې دباختري ژبې دخاصو غږونو ( څ، ځ، ښ ) موجودیت داثابتوي چې داژبه یوه باختري ژبه ده او بیا په هغه کې دپښتو غږونو (ټ ، ډ ، ړ ، ڼ) غږونو موجودیت داښيي چې اورمړي دپښتو یوه لرغونې بېله شوې لهجه اویا ورسره بیخي خپلوانه ده .

لنډیز

افغانستان د خپل ستراتیژیک موقیعت له مخې دبې شمېره اریايي ژبو د زوکړې ، ځوانۍ او پرمختګ کهول دی، یادې ژبې د پښتو ژبې سره نسبي اویاسببي خپلوي لري، چې ځینې یې مړې او ځينې یې تر ننه پورې ژوندی پاتې دي.

هره ژبه دخپل چاپیریال له حالاتو سره سمه وده کوي، یو هم له اریایي ژبو څخه اورمړو ته منسوبه ژبه اورمړي ده ، چې دپښتو ژبې په ورشو کې یې خپوړې کړې، د دې ژبې له وګړو سره یې ناسته ولاړه کړې، په خپله آره سټه کې دواړه داریایي ژبو له کوره راوتلي؛ نو په همدې اساس د فونټیکي او فونمیکي ځانګړنو په اساس دپښتو ژبې سره په ډېریو ځایونو کې ورته والی اوڅه ناڅه توپیرونه لري، توپیرونه یې داسې دي لکه دیوې ژبې د لهجو ترمنځ رنګارنګي؛ خو په اصلي او بارزه نقطه کې  يې د پښتو سره ډېری ځانګړنې ګډې دي نو ویلای شو چې اورمړي ژبه داریایي ژبو په کتار کې هغه ژبه ده چې دپښتوسره ډېره خپلوي لري، دیادې ژبې ویونکي اوس هم په لوګر او دوزیرستان په کاڼیګرام کې میشت دي.

هیله ده چې لیکوال دپښتوژبې دقدامت ( پوخوالي)، دنورو ژبو سره یې داړیکو هره خوا په څېړنیز ډول راوسپړي، اودخپلې ژبې دپاره کره، ټولمنلي او علمي اصول وضع کړي،له یوې خوابه مو مورنۍ ژبې ته په لوړو سترګو ګورو له بله اړخه به مو دپښتو ژبې او ادب ژبنۍ خوا غني کړې دي .

اخځلیکونه:

۱  ــ اریانا دایرة المعارف ، دافغانستان علومو اکاډمي ، ددایرة المعارف دمرکز ریاست ، نبراسکا مطبعه ، کابل افغانستان ، (۱۳۸۶ ل ) کال .

۲ ــ  بیلیو ، هانري والټر ، دافغانستان دایتنوګرافي په باب یوه پلټنه ، دکاندید اکاډمیسن محمد انورنومیالي ژباړه ، علامه رشاد خپرندویه ټولنه ، کندهار (۱۳۹۰ ل ) کال .

۳ ــ شینواری، سرمحقق دوست محمد دوست ، دافغانستان ژبې او توکمونه ، ګودرکتاب پلورنځي ، ننګرهار (۱۳۹۳ ل ) کال .

۴ ــ شینوار ، سرمحقق دوست محمد دوست ، داورمړي ژبې ګرامر ، کابل مجله ، (۱۳۵۰ ل ) کال دلړم او لیندۍ ګڼه .

۵  ــ شپون ، څېړندوی وجیه الله ، دلرغونو ژبو سره دپښتو ژبې اړیکې ، مومند خپرندویه ټولنه (۱۳۸۹ ل ) کال .

1 COMMENT

  1. گران حکيمي
    ناسمه لارښوونه او ناسم اخځونه (نه اخځليکونه)اورمړي او پراچي د افغانستان له سوېل ختيزو ژبو څخه گڼل کېږي چې له شمالختيزو ژبو لکه پښتو او شل پېنځويشت پاميري ژبو د سرتمغږونو(غ-ل-و)پر خلاف د لوديزو آرياني ژبو لکه پارسي سمناني،کوردي، بلوڅي… ژپو له ( گ-د-ب ) سره همغږي لري، د بېلگې په توگه زموږ د (غوا-لور- ورور) چې پارسي (گاو-دختر- برادر) لري. استاد مورگنستيرن پرې پنډوپېږ کتابونه کښلي او فرانسي شارل کيفر هم همداسې درواخله – ډاکټر خليل اورمړ په اکادېمۍ کې په سر څوندی دی. هيله ده له همهغه سره دغه تېزس وليکي! ستاخواخوږی زيار

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب