جمعه, اپریل 26, 2024
Homeروغتیاتر ۲۴۵ پورې به د نړۍ څلورمه برخه وګړي په خورا چاغښت...

تر ۲۴۵ پورې به د نړۍ څلورمه برخه وګړي په خورا چاغښت اخته شي

تاند- له یوې نوې څېړنې سره سم، چې روانه اوونۍ د اتریش په ویانا کې د ۲۰۱۸ کال کانګریس ته وړاندې شوه، د نړۍ په هرو ۴ تنو کې به یو د چاغښت په ناروغۍ اخته شي.

د روغتیا د نړیوالې موسسې (WHO) له لوري په دې څېړنه کې ویل شوي چې تر ۲۰۴۵ م کال پورې به د نړۍ د ټول نفوس په سلو کې ۲۲ په خورا چاغښت یا اوبیس (obese) اخته شي.

تر ۲۰۱۷ پورې په اوبیس ۱۴ سلنه انسانان اخته وو او په دوهم درجه چاغښت، چې تر ۲۰۱۷ پورې ۹ سلنه انسانان اخته ول، په هرو ۸ کې به یو پرې مُبتلا شي.

په راپور کې د روغتیا د نړیوالې ادارې له معلوماتو څخه په استفادې او د هر هیواد نفوس او د وګړو عمرونو ته په کتنې سپارښتنه شوې چې په نړۍ کې د چاغښت د مخنیوي لپاره باید داسې تدابیر غوره شي چې تر ۲۰۴۵ پورې د دې ډول کسانو سلنه له ۱۰ تر ۱۴ سلنې ډېره نه شي.

د چاغښت ستونزه تر ټولو ډېره په امریکا کې ده. د دغه هیواد په ۲۰ ایالتونو کې تر اندازې د زیاتو چاغانو شمېر تر ۳۰ سلنې اوړي او په درو ایالتونو لکه ارکنساس، ویست ویرجینیا او میسي سي پي کې د ۳۵ تر ۳۶ سلنې ترمنځ ده.

په څېړنه کې ویل شوي چې دا ډول کسان عموماً تر خپل طبیعي وخت ژر مري او په راز راز ناروغیو اخته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب