یکشنبه, مې 5, 2024
Homeداسې هم شتهساینسشوکاڼی یا تالک څه ډول ډبره ده؟ | عنایت الله سهاک

شوکاڼی یا تالک څه ډول ډبره ده؟ | عنایت الله سهاک

تالک چې په افغانستان او په تېره بیا په ننګرهار کې شوکاڼي بلل کېږي اصلي نوم یې تالک دی او کیماوي فارمول یې مګنیزیم سیلیکیت دی  Mg3 si4o10 (OH)2)magnesium silicate)

په طبعي ډول د ډبرې په شکل موندل کیږي چې خورا ډیر نرم وي او د نرمښت اندازه یې دومره ده چې د ګوتو په  نوکانو هم د توږلو وړده د همدې نرمښت د خاصیت له وجې د نړیوال کلک والي یا سختوالي د درجه بندۍ په جدول کې، چې د (موهس) جدول یې بولي، په لومړۍ شمیره کې راځي (د سختوالي درجه یې یو ده ) دغه ډبره په خپل کیماوي ترکیب کې مګنیزیم او سیلیکان لري نو ځکه ورته مګنیزیم سیلیکیټ وایي. پورته یې کیماوي فارمول ذکر شوی دی.

 شوکاڼی په طبعیت کې په مختلفو رنګونو موندل کېږي؛ لکه سپین، خړ، ژیړ، ګلابی، زرغون، اسمانی یا آبی او بی رنګه. په ننګرهار کې تر دې دمه اکثره سپین او ژیړ رنګونه موندل شوي او اسختراجیږي او بیا همدا په قاچاق ګاونډي هیواد پاکستان ته ځي او هلته له پروسس وروسته د پاکستان په نوم اروپایي هیوادو او امریکا ته صادریږي.

د شوکاڼي ګټې:

کله چې شوکاڼي یا تالک استخراج شي بیا یې په پوډرو بدولوي (میده کوي یې) او دغه پوډرشوی تالک بیا په مختلفو برخو او اجناسو کې کارول کیږي لکه د مخ په کریم یا پوډرو کې، د ماشومانو پوډرو کې د ربړ په جوړولو او د رنګ، کاغذ او پلاستیک او داسې نورو په جوړولو کې ترې ګټه اخستل کیږي.

 په ۲۰۱۶ میلادی کال د شوکاڼي یا تالک د تولید اندازه د نړۍ په  لاندې هیوادو کی داسی وه.

سره له دې چې امریکا د کال ۶۶۰ میتریکه ټنه تالک تولیدوي خو بیا هم د ضرورت وړ شوکاڼي یا تالک ۳۵٪ سلنه د پاکستان او ۳۴٪ سلنه له چین څخه واردوي چې له پاکستان څخه د صادر شوي شوکاڼي ډیره اندازه د افغانستان د شوکاڼي ده چې دې هیواد ته د داعش، طالب او ځایي زورواکو لخوا په قاچاقی ډول لیږدول کېږي. دا چې تیره اونۍ د امریکا  یو راپور خپور شوی چی ګواکی د ننګرهار شوکاڼي د دولت د مخالیفینو لخوا په غیر مسلکی ډول استخراجیږی او بیا ګاونډی هیواد پاکستان ته لیږدول کیږی چی هلته بیاد پروسس وروسته د پاکستان لخوا د پاکستان په نوم امریکا او اروپایی هیواده ته صادریږی چی له همدی درکه د کال په میلونونو ډالر تر لاسه کوی . داچی ولی د دولت مخالفین او ځایی زورواکی دغه ډبری استخراجوی یواځنی علت یی ددغی ډبری جورښت او د تقاضا  ده چی بهرنی هیوادونه یی لری دغه ډبری ديری نرمی وی او په ډیر ساده وسایلو د کندولو وړ دی نو ځکه ورته هغوی زړه ښه کوی تر څو په ډیره اسانۍ ډیری پیسی تر لاسه کړی .  دا چی افغانستان په طبعی زیرمونه  یو غنی هیواد دی که چیرته دولت  دغه طبعی منابع یا کانونه په مسلکی ډول وکیندی او په هیواد دننه یی پروسس او بیا یی نوری نړۍ ته صادر کړی دا به نه یواځی د دولت په کلنی عاید کی میلیاردونه ډالر راجمع کړی بلکی  هیوادوالو ته به مو په کو دننه کار زمینه براره کړی چی دا د هیواد په اقتصادی او امنیتی وضیعت مستقیأ مثبت تاثیر ولری

عنایت الله سهاک (په هند کی د معدن انجینری محصل)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب