تاند (جمعه د تلې ـ میزان ۲۵مه) پکتیکا کې ځايي سرچینې وایي چې، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د دغه ولایت په انګور اډې سیمه کې طالبانو پر پاکستاني پوځیانو بریدونه پیل کړي.
سرچینې وايي، طالبانو دا بریدونه وروسته له هغه پیل کړل، چې پاکستانیو الوتکو د دغه ولایت په ارګون او برمل ولسوالیو هوايي بریدونه وکړل.
ځایي خلک وایي طالبان او پاکستاني پوځیان پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي؛ خو تر اوسه د دغو نښتو د مرګ ـ ژوبلې او زیانونو په تړاو جزیات نه دي شریک شوي.
خو ځینې سرچینې بیا وایي چې ، د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو کې د پاکستان پوځي رژیم په هوايي بريدونو کې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ ملکیان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د سرچينې په خبره، په ټپیانو کې شپږ ښځې هم شاملې دي.
طالبانو هم تر اوسه د خپلو جنګیالیو له لوري پر پاکستاني پوځیانو د بریدونو په اړه رسنیو ته معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له ۴۸ ساعته اوربند وروسته پاکستان د پکتیکا په ارګون او برمل ولسوالیو باندې هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.