پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeادبلنډه کیسههېنداره (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني 

هېنداره (لنډه کیسه) ګل رحمن رحماني 

 د کلا دروازه خلاصه وه، ګل مکۍ ترور انګړ ته ستړې ستومانه راننوته، د تازه واښو درنې پنډې یې غاړه وچه کړې وه،  ساه یې بنده بنده کېده، له ټول وجود نه یې خولې را ماتې وې، د زړې کلا په کونج کې د لرګینې پنجرې له شا نه د زېړې غوا رمباړه اوچته شوه، لکه ګل مکۍ ترور ته چې د خپلې وږې ګېډې فریاد رسوي او شنه واښه غواړي.

      پنډه یې په لار کې ګوزار کړه ، د خټینې برنډې په زینه کې یې دېواله ته بې سېکه ډډه ووهله، د برنډې د مخې دېوالونو ته یې پام شو، ټول په سپینه خاوره را موښل شوي  او لا هم لانده وو، د خاورو بوی ورباندې خوږ ولګېده، هغې ته دا بوی ډېر اشنا و، د پېغلتوب او ځوانۍ د وختونو ګڼ یادونه یې ورسره تړلي وو، لاس یې تندي ته کړ، د زاړه پړووني په پیڅکه یې خولې وچې کړې او څو اوږدې ساګانې یې وېستلې.

   وړاندې د دېواله بېخ کې اېښې هېندارې ته یې پام شو، یوه زړه ښځه وه، سپین وېښتان یې د تندي په ګونځو تار تار را خواره وو، خولو یې لوری بدل کړی و، په تندي یې داسې کلک چسپېدلی و لکه توپان وهلې مرغۍ چې پر څانګو ځان کلک کړی وی، د بوډۍ خوله وازه وه، په شونډو یې تروشې خولې لګېدې، ساه یې ایستله، پاسني دواړه غاښونه یې له لاندینۍ شونډې راوتلي ښکارېدل.

        په هېنداره کې ناسته بوډۍ کټ مټ دې ته ورته وه، موسکۍ شوه، هلته تصویر هم ورته وخندل،  په ډېره سختۍ ورپاڅېده، ددې خپله اینه وه، څنډو ته یې د لرګي پخواني چوکاټونه نه وو، د ټیکري په پلو یې ترې د خاورو او اوبو ور څڅېدلي څاڅکي پاک کړل، څو درزونه په کې را ښکاره شول، بېرته یې هلته کېښوده، شاته راغله، په زینه کې یې ډډه ووهله او په خپ غږ یې نارې کړې: 

 سپوږمۍ… سپوږمۍ

       یوه وچه ډنګره ښځه راووته، لاسونه یې په خاورو لړلي وو، په مخ یې هم د سپین خاوري څاڅکي او خاپونه ښکارېدل، له ویښتو یې کوچنی  خېرن دستمال تاو کړی و او مټې یې بډ وهلې وې.

 راغلې، واښه دې راوړل؟

بوډۍ د شنو واښو اېښې پنډې ته ګوته ونیوه او په نیولي غږ یې وویل

هو، هاغه دي…

-اوس نو څه ته انتظار یې، نه ګورې چې غوا رمباړې وهي، ور وایې چوه. 

بوډۍ خپلې وچې ژبې ته اشاره وکړه

-چای …

نږور یې غوسه شوه

 -وی زړې! نه ګورې چې لاسونه مې سخت بند دي، خټې کوم…

بوډۍ بېرته اېښې هېندارې ته وکتل، خپله وچه ژبه یې ژر ننویسته، په تندي یې لاس را تېر کړ، شخې ګوتې یې په خولو لندې شوې،  جړ وربل یې بیا سره را ټول کړ، غلې شوه.

نږور یې له لومړۍ زینې را ښکته شوه او په تنده لهجه یې وویل:

-دا سرخوړلې ایینه دې بیا کوټې ته راوړې وه، ما خو هغه بله ورځ کادانې ته وړې وه، تا ویلي وو چې د پلار د لاس نښه مې ده کنه د وخته به مې له کړکۍ ډېران ته غورځولې وه، څه پېغله خو نه یې چې هره شېبه دې دا تور ګلالی مخ په کې ګورې، نن په اخر ځل درته وایم چې بیا یې هلته کوټه کې ونه وینم.

غوا بله رمباړه وکړه

امبااااااا…

سپوږمۍ غوسه شوه.

-درته وایم چې پاڅه، غوا له سهار راهیسې ناره ده، اوبه مې هم نه دي ورکړې، لور مې همدا مخکې ویده کړه، پرې را ویښه به یې کړې، سیفو زوی مې له ښوونځي راځي، وږی به وي، کادانې ته ورشه، چرګانو به هګۍ کړې وي.

   سپوږمۍ بېرته ننوته، خواښې یې بیا په هېنداره کې خپله څېره ولیده، همغه هېنداره وه، خو همغه وخت نه و، د یوې شېبې لپاره یې داسې حس کړه لکه هېنداره چې په یوه ژوندي موجود بدله شوې وي، دې ته نږدې راغلې وي،  غواړي دا په غېږ کې ونیسي او تېرې زمانې ته د بیا ستنېدو بلنه ورکوي.

+++

         تازه تازه ورباندې د ځوانۍ هوا  راغلې وه، کلی غریب و، خو خوښ او اباد و، مینه، خواخوږي او خوشحالي وه، یو سهار په برنډه تېرېده، د کړکۍ ایینه کې یې خپلې څېرې ته پام شو، ووېرېده لکه کوټه کې یې چې بل څوک لیدلي وي، خو بل څوک نه و، دا خپله وه، په خپل ځان یې مینه راغله، په دواړو لاسونو یې جړ وربل را جوړ کړ، خپلې غاړې ته یې وکتل، عجیبه فکرونو واخیسته، په سبا یې بیا ځان ته پام شو، په منډه لاړه، په کوټه کې یې د پلار واسکټ را ځوړند و، جیب ته یې لاس کړ، ږمنځ، مسواک او د نسوارو قوطی په کې وو، د نسوارو قوطی یې ترې را ویوست، منډه یې کړه، بام ته وخته او هلته یې د قوطي په هېنداره کې خپلې څېرې ته وکتل، ښکلې شوې وه، سترګې یې غټې شوې وې، اننګو کې یې سره رنګونه ښکارېدل، عجیبه احساس یې وکړ، څو شېبې ناسته وه، غږ شو.

-لورې! وه سپوږمۍ لورجانې، څه شوې؟

په منډه له بام بوټۍ را ښکته شوه، پلار یې له کادانې را وتلی و او په انګړ کې سرګردانه ګرځېده.

-څه دې ویل لالا؟

-قربان دې شم لورې! څه مې نه ویل،  هغه زما د نسوارو قوطۍ دې نه لیده؟ 

دې هم ژر یې ور وړاندې کړ

-دا دی…

پلار یې تعجب شو

-نو په دې دې څه کول؟

-اینه مې په کار وه، په تندي مې تازه ننکۍ را ختلې وه.

پلار یې موسک شو او د سپوږمۍ غوږ یې تاو کړ

-نام خدا، لور مې پېغله شوې ده، نور نو هېڅ غم نه لرم، باید په اخندزاده صاحب یو ښه د نظر تاویز هم ورته وکړم.

دوې ورځې وروسته بیا دا کیسه تکرار شوه، همداسې د میرجان اکا د نسوارو قوطی څو ځله ورک شو، بله ورځ مازدیګر ناوخته چې هغه له بازاره راغی، نو له سودا سره یې سپوږمۍ ته یو بل څه هم راوړي وو، په یوه پلاستیکي کڅوړه کې په کاغذونو کې تاو شوي وو، سپوږمۍ ته یې له نورې سودا وړاندې ورکړه.

-واخله لورې دا یې خاص ستا…

سپوږمۍ په وارخطايي پلاستیک پرانېست، کاغذ یې ترې لرې کړ، د لرګي په چوکاټ کې نوې او رڼه هېنداره وه، د لومړي ځل لپاره یې خپل ټول مخ په یوه لویه هېنداره کې ولیده، خپله څېره یې خوښه شوه، خو سخته ووېرېده، لکه بل څوک چې ګوري، لویه شوې وه، د پلار په شونډو یې هم موسکا وغوړېده او لور ته یې وکتل، دا شرمندونکې شوه او هېنداره یې له مخې لرې کړه، پلار یې را نږدې شو، لور یې په تندي ښکل کړه، اسمان ته یې وکتل، لکه کوم پټ اسماني راز چې بیانوي.

   -شکر خدایه! مکۍ لور مې ستره شوې، سمه د ښکلا ملکه ورڅخه جوړه  شوې ده، زما زوی او لور ده، خدای به یې ورک شوی ورور هم را پیدا کړي، هېڅ به پوه نه شي چې هغه ماشومه او شوخکۍ مکۍ اوس په داسې ښکلې ښاپېرۍ بدله شوې ده…

تر شونډو لاندې یې نور ډېر څه هم ویل، خو ګل مکۍ نه اورېدل، د پلار لاسونه یې مړاوي شول او دې هم مخامخ کوټې ته منډه کړه.

      بیا ډېرې ورځې تېرې شوې، خبره میاشتې او کال ته ورسېده ، ریباران را مات شول، سهار او ماښام به کړکۍ ته نږدې خپلې هېندارې ته ولاړه وه، مور یې ورته ډېر نصحتونه وکړل، اوس پوهېده چې راتلونکی څه ته وايي او پلار یې ولې ددې په اړه اندېښمن وي، دې ته اوس د مور او پلار ددې خبرې مانا هم څرګنده شوې وه چې لور د پلار په کور کې مېلمنه او د بل کور امانت وي، په خپل بخت پسې ځي، رنګ رنګ سوچونه به یې کول، د راتلونکي ژوند په نوم به یې  یوه نړۍ جوړه کړې وه، نه پوهېده چې ولې ددې نړۍ هر څه د بر کلي پر اسلام الدین را څرخېږي، اخر یې د قسمت ستوری هم د اسلام الدین د هیلو په اسمان کې وځلېده، همغه زلمی چې د کلي ټولو نجونو به یې صفتونه کول او دې به هم کله کله په خیال کې د هغې دنګه ځواني انځوروله.

یوه ورځ یې د واده له نوو لوښو او کالیو سره نوې هېنداره هم په بکس کې کېښوده او ددې په څېر د نوي کور مېلمنه شوه، هېنداره یې  د خپلې خونې په دور کې ولګوله، د اسلام الدین نه خوښېده، ویل یې زړه ده، خط شوې، زه به تر دې نوې او ښکلې درته راوړم، خو دې ټینګار کاوه چې دا هېنداره یې د پخوانیو وختونو ملګرې ده، ځکه همغسې پاتې شوه، څو ځله یې درز وکړ، دې له مریو پوښ ورته جوړ کړ، یو ځل یې د انګړ منځ کې د زدالو ونې له ډډه څخه په راوتې سرېښناکه کنډ سرېښ کړه، بیا یې ورباندې الفي وڅڅول، خو له کاره لوېدو ته یې پرېنښوده او د ماتې ګومان نه ورباندې کېده.

     همداسې کلونه تېر شول، پلار او مور یې همغسې د ورک زوی د راتلو په ارمان کې وفات شول، دا خپله هم د درېیو اولادونو مور شوه، په تورو زلفو کې یې سپین ولګېدل، په مخ او لاسونو کې یې ګونځې پیدا شوې، دوې لوڼې یې واده شوې، خپل یوازیني زوی ته یې واده وکړ، هر څه بدل شول، یوازې هېنداره وه چې هغې ته به یې په چوپه خوله د تېرو زمانو کیسې کولې، د ځوانۍ وختونه، د اسلام الدین خیالونه او تصویرونه، د ژوند ناخوالې او لوړې ژورې، کور ته یې د  نږور سپوږمۍ راتګ، ورسره یې په کم وخت کې د زوی ګلاب الدین او سپوږمۍ بدلون، له کور نه یې د لوڼو بېزارېدل او بیا یې د سختو او ترخو ورځو پیل، ټول د یوه بشپړ ژوند داستان و، کله کله به یې حس کوله چې د کوټې هېندارې یې دا هر څه خوندي کړي او دا څاري، د تندي تورې کونځي او وچ سوي پوست به یې کله کله له څېرې ځان را ټول کړ او د پینځوسو کلونو وړاندې ګل مکۍ به په کې را څرګنده شوه.

+++

 د غوا له یوې رمباړې سره د هغې د سوچ او خیال لړۍ پرې شوه، د غوټۍ تند غږ و.

    بدرنګۍ بوډۍ! بیا لکه کونګ په ویښه خوب وړې یې، درته ومې نه ویل چې غوا وږې ده، پخوا به دې تر دې وخته درې څلور پنډې واښه راوړل اوس دې له یوې سره واڼې تښې او په زینه کې خوب وړې یې.

    سترګې یې وموښلې، سر یې له دېواله را پورته کړ، هېندارې ته ورنږدې شوه، سترګې یې سرې وې، تندی یې خولې و، خېرنې خولې په کې ډنډ ښکارېدې، د پیکي سپینو وېښتانو کې یې د مڼې د ونې یوه ژېړه پاڼه بنده وه، ګوتې یې ور اوچتې کړې، دې وخت کې کړنګ شو، د ترخې درنه او لنده جارو د هېندارې په منځ لګېدلې وه، لاس یې تکیه کړ او پا څېده.

 دا دي پاڅېدم لورې!  پاڅېدم، رمباړې خو ددې سرخوړلې عادت دی.

خاورې پاڅېدې، په دې غم وهلې هېنداره دې خدای اسماني تندر را پرېباسي چې هېڅ زړه دې  ورڅخه نه صبرېږي. 

 – هو، دا دی را پرېوت را پرېوت، تندر نو تور وي که سپین …

  په چټکو قدمونو وړاندې لاړه، د هېندارې ټوټې په برنډه خورې ورې وې، په یوه له نورو لویه ټوټه کې یې  وروستي ځل خپل مات او نیمګړی تصویر ولیده، لږ ورته تم شوه، خو بل قدم یې د وړو ټوټو له پاسه کېښود، خرپ شو، له وړو ټوټو سره  لویه ټوټه هم میده میده شوه، په سترګو یې تیاره راغله، لکه د هېندارې ټولې تېرې پارچې چې ددې په زهیر زړه پاشل شوې وي.

۱۳۹۸، د تلې ۱۰مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب