چهارشنبه, مې 1, 2024
Home+د مینې بې ځایه هڅه (کره کتنه) || مرسل امیري

د مینې بې ځایه هڅه (کره کتنه) || مرسل امیري

رنسانس چې په اروپايي ادب کې کوم هنري روح پوکړی و، په هغه کې ترټولو لوړ ځای ډرامې درلود، خو له نږه اخلاقي او مذهبي موضوعاتو څخه د انګریزي ډرامې را ایستل او بشري احساساتو او عواطفو سره په ګډولو کې یې د ویلیام شکسپیر لوی لاس و.

د شکسپیر د هنر د پوهاوي لپاره د هغه د شخصیت اوټول اثارو لوست اړین دی. دلته زه د هغه په ژوند، اثارو او د ډرامو له ډلې څخه (د مینې بې ځایه هڅه) په نوم  ډرامې بحث کوم هیله ده چې تاسو درنو ته د منلو وړ وي.

  ویلیام شکسپیر

  ویلیام شسکپیر (William Shakespeare) په (۱۵۶۴ز) کال د اپریل په (۲۳ ) مه نېټه د انګلستان په سټراټفورډ ښار کې زېږېدلی، د پلار نوم یې جان او د مور نوم یې ماري اردن و. د شکسپیر زده کړې نیمګړې وې، ځکه چې هغه د ژوند مخ ته وړلو لپاره ښوونځي پرېښود او له قصاب سره شاګرد شو. خو دومره یې له ادبیاتو سره مینه درلوده، چې کله به قصاب غوا ذبه کاوه نو ده به غواګانو ته شعر ویل، نو ده په دې برخه کې پرېمانه طبیعي وړتیا درلود، هغه کله چې (۱۸) کلن و په یوې (۲۵) کلنې جلۍ د(Anne Hathawar، ان ها تاوېر په نوم زړه وبایله او په (۱۵۸۲ز ) کال کې یې ورسره واده وکړ، چې د واده ثمره یې په کال (۱۵۸۳ ز ) کې یوه لور او په کال (۱۵۸۵ ز) کې یو هلک او یوه نجلۍ، چې دواړه غبرګوني وو. له واده څخه وروسته لندن ته ولاړه او هلته یې په تیاتر کې د ننداره چیانو اسونه ساتل، ورو ورو یې تیاتر ته لاره ومونده او خپله یې هم یونیم نقش لوبوه او د پردې تر شا یې ځيني کارونه کاوه، دغه کارونه د ته ډېر ګټور ثابت شول او ده په ډارمو کې خورا تجربه لاس ته راوړه. په دغه وخت کې شکسپیر منظومې قطعې هم  ولیکلې چې د ده د شهرت لامل شو هغه د لومړي ځل لپاره په ( ۱۵۹۴ز) کال کې د ملکه الیزابت مخ ته په یو کمېډي ډرامې کې کار وکړ او په (۱۵۹۷) کال کې ده خپل لومړۍ کمېډي ډارمه  (د مینې بې ځایه هڅه) په نوم ولیکه او د ملکې مخ ته یې ولوبوه، تل د ده ډارمې د ملکې په ملاتړ نندارې ته وړاندې کېدې. کله چې په ( ۱۶۰۳ز) کال کې ملکه الیزابت وفات شوه نو د شاهي کورنۍ بدلون د شکسپیر د کار خنډ ونه ګرځېده او هغه شاوخوا شل کاله د ډرامو په اسمان کې لکه یوه ځلانده ستوري په توګه وځلېده او د تیاتر د نړۍ شاه ونومول شو. بلاخره هغه په (۱۶۱۶ز) کال کې وفات شو اومقبره یې د اسټراټفورډ ښار په کلیسا کې دی، د هغه د مرګ په اړه هم ډول ډول کیسې شتون لري؛ خو به ډېر روایاتو کې راغلي چې هغه ته زهر ورکړل شوي وو. موږ به هېڅ کله هم په دې راز پوه نه شو،چې ویلیم شکسپیر څنګه ومړ.  د ده هماغه پخوانی کور اوس هم په همغه بڼه ساتل شوی او کال په کال د ده په یاد هلته د نړۍ ادیبان غونډه نیسي.

د یوه شاعر، لیکوال، اداکار او ډرامه لیکونکي په توګه د شکسپیر د ژوند حقیقتونه مبهم او نامالوم دي.

د شکسپیر د هنر د پوهاوي لپاره د هغه د شخصیت او ټولو اثارو مطالعه ضروري ده. ځکه چې تاریخي، کمېډي، تراژيدي یې لیکلي او شاوخوا شل کاله  یې په دې برخه کې کار کړی هسې خو شکسپیر په ډرامو کې سیاست او تاریخ ډېر راخیستی. خو هنري ارزښتونه یې پرې کمزوري کړي نه دي. او په خپلو ډرامو کې یې هنري ارزښټ په ښه توګه ساتلی. او د یو هنرمند په توګه د نړۍ د لویو پنځګرو په څېر دی هم تر ښکلا، مینې او خیر و شر وانه وښت خو د ده دقت او نوښت ته هیڅوک ونه رسېد. شکسپیر انګلیسي ادب ته خلک حیران کړل، ځکه چې د مکتبي ادب (د لیکوال مراد لکه چې کلاسیستان دي) پلویان لا د مارلو له جګړه ییزو موضوعاتو وزګار شوي نه وو چې له عامو وګړو یې یوه معمولي سړي شهرت وننګاوه. دا هغه شکسپیر و چې ګرین یې په ضد فتوې ورکولې.

ویلیم شکسپیر (۱۶۱۶ـ ۱۵۶۱) په انګلیسي ډرامو کې یوه نړۍ واله څېره وه، د ویلیم ډرامو او کردارونو نړۍ وال شهرت ترلاسه کړی. د شکسپیر فعالیت او کار تل د زده کوونکو، لوبغاړو، تلویزون او تیاتر له خوا ستایل شوي. عادي خلکو، د شکسپیر کړنو او ډرامو ته هم ډېره مینه ښودلې. شکسپیر ډېرې په زړه پورې کیسې لیکلي چې تر اوسه هم لوستل، لیدل او هم لوبول کېږي، ځکه چې هغه په هرې موضوع باندې لیکنې کړي دي. هغه د پاچا، ملکې او شهزادګۍ په اړه لیکنې کړي. هغه ډېر ښایسته شاعري هم کړې. د شکسپیر کردارونه دومره اغېزناک ول چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې ځانته مینوال پيدا کړل. یو مطالعه کوونکی یا د هغه کردارونو ویوونکی دومره په تخیل کې غرقېږي چې هېڅ ګومان نه کوي چې دا یو واقعیت دی که کیسه. شکسپیر په هر ډول لیکنو کې مهارت درلود. ماشومانو لپاره، ځوانانو لپاره، سیاسي، فلسفي، تاریخي، کامېډي، رومان، شاعري؛ هغه په هر ډګر کې خپل بخت ازمایلی او بریالی شوی هم دی.

کرکین پراسیس او دورهم په (۲۰۱۰م)  کال کې وايي: یو مطالعه کوونکی دې تل دا په یاد وساتي چې زموږ موخه یوازې د شکسپیر په اړه معلومات راټولول او د هغه کردارونه خلکو ته وړاندې کول  دي، او دا بحث څرګنده کول، چې شکسپير په خپلو ډرامو، لیکنو او شاعرۍ په برخه کې څرنګه پرمختګ وکړ.

د شکسپیر بریالیتوب یوه نړۍ واله موضوع ده، چې هغه یو ځنځیر په توګه پوړ په پوړ خپلې لیکنې کړي او بریالیتوب ته رسېدلی دی. له پیدايښته نيولې تر ځوانۍ او بیا له ځوانۍ نیولې تر مرګ هغه د ژوند په هره برخه کې یو بریالی کس و اود عمر په هر پړاو کې یې خپلې  ګټورې  لیکنې ټولنې ته وړاندې کړي. د شکسپیر لیکنو د هغه ژوند ډېر بدل کړ او له ځمکې یې اسمان ته وخېژوه. هغه څه چې شکسپیر یې له یو عادي انسان څخه یو نړۍ واله څېره جوړه کړه  هغه دا وه چې شکسپیر ډېر په مستقله او مسلسله توګه لیکنې وکړې او همدا خبره د شکسپیر د بریالیتوب لامل شو، چې ډېر ادبي لیکوالانو تر اوسه داسې پرمختګ نه وو کړی، څنګه چې شکسپیر وکړ.

هغه په انګلیسي ژبې کې تر ټولو روان، ساده او واضح لیکنې کړي. شکسپیر لیکنې دوه ځانګړنې درلودې. یو دا چې هغه عمیقه مطالعه درلوده او بل د هغه عام خلکو سره مینه وه، چې د هغه لیکنې یې ډېرې ساده او روانې کړې وې. د شکسپیر نظمونه او ډرامې تر اوسه هم په انګلیسي ادبیاتو کې یو ځانګړی ځای لري او د اروپا په ټول تعلیمي نصاب کې لوستل کېږي او د نړې په ټولو ځایونو کې د تعلیمي نصاب یوه برخه ده. د شکسپیر ډرامې په ټوله نړۍ کې ژباړل شوي او تمثیل شوي دي.

 د ویلیام شکسپير اثار 

بن جانسون د شکسپیر هم دوره لیکوال و جانسون په دې شهرت درلوده چې د هرچا ستاینه یې نه کوه، خو هغه د شکسپیر په اړه داسې وايي: زما دا سړی خوښېده او هغه لپاره لکه نور غوندې د بت پرستۍ ترحده احترام کوم.

پروفیسور مولټن د شکسپیر کمېډي په اړه وايي (دشکسپير کمېډي د راګونو هماهنګي دی، چې ژوند پکې له خوښيو او غمونو دواړو ډک دی.

د شکسپیر له مړینې وروسته د نوموړي د اثارو کومې ټولګې شتون نه درلوده، خو په (۱۶۲۳ ز ) کال کې د شکسپیر د هیات له غړو څخه د جان همسنګز او هنري کاندل په نومونو دوه تنو د شکسپیر (First Folio) په نامه د ټولو ډرامو اصلاح شوی اثر چاپ کړ.

شکسپیر د عمرپه (۵۲) کلنو کې (۳۷) ډرامې، (۱۵۴) غزلې، قصیدې او نور منظوم قطعات ولیکه. ده په خپل ډارمو کې سیاست او تاریخ ډېر اخیستی خو هنري ارزښتونه یې نه دي هېر کړي. د ده ډرامې په درې برخو وېشلی شو.

۱ـ تاریخي ډارمي

۲ـ عشقي، خندنۍ (کمېډي) ډارمې

۳ـ تراژیدي ډارمې

۱ـ تاریخي ډارمې:

شکسپیر ته خپل نندارچیان ډېر مهم وو، نو د هغوی دلچسپۍ لپاره یې د انګلستان له تاریخ څخه ګټه واخیسته چې خواصو (دربار) او عوامو کې لوړ نوم وګټه. د ده تاریخي ډارمې دادي:

۱ـ اتم هنري (درې ټوکه) دغه ډارمې کې د انګلیس تاریخ نظامي کارنامې راغلي چې د تاریخ تقلید تر هنر رنګه ډېر تیز دی.

۲ـ دویم ریچارډ (دلته شکسپیر تاریخ په تراژيدي اړولی دی)

۳ـ څلورم ریچارډ (دې کې هم  تاریخ په تراژيدي بڼه وړاندې شوی)

۴ـ څلورم هنري( په تاریخي ډارمو کې څلورم هنري ډېر خوندور دی)

۵ـ پنځم هنري

۶- شپږم هنري

شکسپیر تاریخي ډارمې د (هالنشید) د تاریخونو له مخې لیکل خو کمېډي کولو دود یې د ده خپل و.

۲ـ عشقي، خندنۍ (کمېډي):

شکسپیر تر تاریخي ډارمو مخکې هم کمېډي ډارمې لیکلې وې.

۱ـ د مینې بې ځایه هڅه (شکسپير لومړنۍ ډرامه ده، چې درباري ژوند او مهذب دودونه یې پکې انځور کړي دي).

۲ـ څلورم هنري (چې دا یو تاریخي ډارمه ده، خود فالسټاف تر کرکټره وروسته شکسپیر پښه کمېډي ته ټینګه کړې).

۳ـ د ویرونا دوه اشراف (لومړنۍ روماني یانې عشقي کمېډي ده)

۴ـ د تېروتنې کمېډي

۵ـ  د بدغونې ښځې ایلول.

۶ـ د اوړي د نیمې شپې یو خوب (دا په لومړنیو کمېډیو کې یې یو شهکار دی).

۷ـ هسې شورو زوږ.

۸ـ څرنګه چې ستا خوښه وي.

۹ـ دولسمه شپه (په دې ډارمې کې د سمندري ناورین ځپلو خویندو او ورونو کیسه ده).

۱۰ـ  د وینزو سوداګر.

۱۱ـ که پای سم و، هرڅه سم دي.

۱۲ـ کوچ د کوچ لپاره.

۱۳- رومیو او جولیټ

۴۱- توپان

۳ـ د شکسپیرغمیزې (تراژيدۍ):

د شکسپیرغمیزو(تراژیدیو) کیسې هغه وخت خوله په خوله ګرځېدې. د ده غمیزې دا دي:

۱ـ هملټ (د پوخوالي د همدې دورې تراژيدي ده. د دې ډرامې اتل د یو پوهاند او مینه وړي شاه زوی دی، چې خپلې ځانپالۍ او تذبذب له لاسه په عملي ژوند کې پاتې شي).

۲ـ ارتلو (دلته ارتلو یو مراکشي مشر دی، چې د ایګو غوندې شیطان سړي د شیطانۍ  غیبت له امله خپله پاکلمنه او وفاداره ښځه وژني).

۳ـ واکمن لییر(لییر د انګلستان پخوانی واکمن دی، چې په احساساتو راشي نو خپله واکمني په دوو لوڼو ووېشي).

۴ـ انټوني او کلابتره (ډرامه د کلابتره په مینې څرخي )

۵ـ کوري واولینس.

۶ـ میکبڅ\ میکبث\ میکبت (په دې ډرامې کې د میکبڅ او د مېرمن میکبڅ د قدرت هوس او د خپل واکمن پرضد سرغړونه انځور شوی دی).

۷ـ د ژمي کیسه (دلته پنځګر د تورات او انجیل لسو حکمونو ته پام کړی).

۷ـ زوال (د شکسپیر وروستۍ ډرامه ده، چې د بشري فطرت دواړه خواوې (ښه اوبد) انځوروي او اخر کې نېکي میدان ګټي، چې پیغام یې د انساني ارزښتونو تبلیغ دی).

شکسپير انګلیسي تراژيدي بنسټګر نه دی، خو ترمعراجه یې رسولی دی. ده انګلیسي ډرامې له کلاسیکي زولنو خلاصه کړه، د شکسپیر تراژیدي عموما د یوه ستر سړي د ژوند یوه ستونزه رانغاړي چې پکې د خپلو کمزوریو او تېروتنو له لاسه ښکېل وي. د ده غمیزې یوازې په ستونزو خبرې نه کوي بلکې د بشري ستونزو په هواري کې پرعقل ټینګار کوي.

هغه وحت رښتیا پالنه (ریالیزم) نه وه خو شکسپیر په دې پوه و چې د خیال باز ته د رښتیاوو زده کړه ورکړي. شکسپیر د لرغونو ډرامو پرخلاف انسان د ارباب الانوعو ګوډاګی نه بولي، بلکې انسان ته د یو ځواک په سترګه ګوري او د سړي خپل عمل د لارې مل وګاڼه.

د شکسپیر په عشقي او کمېډي ډرامو کې مینه، رنګارنګي او ظرافت ډېر دی، د ده ډرامې زیاتره د تفریح لپاره وې، د ده ډرامې له کلاسیکپالنې پاک دي، د شکسپیر روماني ډرامې خونده ډګ فضا، موسیقي او مینه خو لري لري ترڅنګ یې طنز هم لري.

زه دلته غواړم د شکسپیر د مینې بې ځایه هڅه (تلاش بیهوده عشق) اثر باندې خبرې وکړم.

   د مینې بې ځایه هڅه (تلاش بیهوده عشق) لنډیز

ډرامه د ناوارپادشاه فردیناند په خبرو پیلېږي، چې خپل درې ملګرو (دومن، برون او لانګاویل) ته وايي چې تاسو درې نفره له ماسره هوډ وکړئ، چې درې کاله به له ماسره ژوند کوئ او زما تدریس او لارښوونو سره به مخ ته ځو، هرڅوک چې د دې هوکړې یو کوچنی شرط هم مات کړي نو خپل شرافت ته به یې زیان رسولی وي. دومن او لانګاویل سم دلاسه هوډ کوي خو برون قسم یادوي، له قسم کولو سره هم ځيني خبرې کوي او وايي چې نه قربانه له ښځو لرې والی، مطالعه، روژه نیول، ښه کارونه کول او نه ويدېدل ستونزمن کار دی. فردیناند ورته وايي تا خو اوس قسم وکړ، برون وايي نه قربانه ما خو یوازې په مطالعه او درې کاله په دربار کې اوسېدو باندې قسم کړی. لانګاویل وايي برونه تا یوازې پر دوی نه بلکې پرټولو شرایطو قسم کړی. برون وايي نه ما خو یوازې هو او نه ویلي بس، ما په ټوکو کې قسم وکړ، نو اوس ماته ووایئ چې ستاسو موخه له مطالعې څخه څه ده؟ فردیناند وايي زموږ موخه له مطالعې څخه دا ده، چې په هغه څه  چې نه پوهېږو پوه شوو. برون وايي نو ستاسو موخه هغه څه ده، چې له عقل څخه پټ دي؛ نو که داسې وي، زه حاضر یم چې مطالعه وکړم.

دوی څلور واړه هوډ کوي چې تر درېو کلونو پورې به هېڅ یوه ښځه به درباره ته نه ننوځي او دوی به د هوکړه لیک پر بنسټ مخ ته ځي، دلته ده چې د فرانسې شاهزادګۍ له خپل درېو ملګرو (کینیزانو) او ساتونکو سره ناوار ته راځي. (اکتین) پر موضوع چې د فرانسې یوه برخه ده، په جنګونو کې د انګلستان تر واک لاندې شوې وه، خبرې وکړي. نو شاهزادګۍ خپل ساتونکی بویت فردیناند ته لېږي او د خبرو غوښتنه کوي. فردیناند د شاهزادګۍ له راتګه خبرشوی وي، دوی څلور واړه په خپل منځ کې وايي نه کېږي چې خپل هوډ مات کړو نو فردیناند شاهزدګۍ ته راځي او وايي چې په دښتې کې به دلیدو سرو سامان وکړو، خو شاهزادګۍ دښتې کې لیدنه ځان ته سپکاوی ګڼي، همداسې د دوی ترمنځ د اخبرې دوام مومي چې څنګه او چېرته سره وګوري چې د وخت په تېرېدو سره د فردیناند مینه له شاهزادګۍ، د برون مینه له روزالین، د دومن له کاترین او د لانګاویل له ماریا سره پيدا کېږي.

 اوس نود هوډ ساتل ستونزمن کار دی. دغه مینه هر یو یې په خپل  زړونو کې پټ ساتي، ځکه هر یو له  خپل ځان سره وايي چې ما قسم یاد کړی او که نور خبرشي نو خبره خرابېږي. دا لړۍ روانه ده، دلته برون روزالین ته یو لیک لېږي او هغې ته د خپل مینې وايي، دا لیک  شاهزادګۍ لاس ته راځي نو شاهزادګۍ دا لیک بېرته د بویت په لاس فردیناند ته لېږي: چې حقیقت ځان ته روښانه کړي، ځکه  شاههزادګۍ پوهېده چې هغوی خو هوډ کړی وو نو دا څه خبره ده؟ برون په ځنګل کې ناست وياو خپل د مینې خبرې د ځنګله له ونو سره کوي، فردیناند هم څنګله ته راځي چې د زړه بړاس وباسي؛  پرته له دې چې فردیناند برون وګوري، خپل د زړه درد او مینې خبرې کوي. دی لا پاتې وي چې ورپسې دومن راځي او دی هم له دې  دوو څخه بې خبر وي او خپل د زړه بړاس وباسي، دا درې واړه له یو بل څخه بې خبره همدلته وي، چې  لانګاویل راځي  او همداسې دی هم  خپل د مینې له درد څخه خبرې کوي. دلته ده چې ټولو ځانونه له یو بل څخه پټ کړي وي، ځان څرګندوي او یو بل  ته د خپل د مینې وايي او د هوډ ماتولو لپاره  یو بل غندي. برون خو څه نه دي ویلي نو ځان پاک باسي چې دې وخت کې هغه لیک را رسېږي او د ټولو مینه یوبل ته واضع کېږي. اوس دوی د مینې لاس ته راوړو لپاره لاره چاره لټوي او پلان جوړوي چې د روسانوپه جامو او نقاب سره به شاهزادګۍ ته لاړ شي او هغوی سره به وخت تېر کړي. دا خبرې بویت د شاهزادګۍ ساتونکی اوري او شاهزادګۍ ته خبر وړي، نو شاهزادګۍ فکر کوي چې د دوی مینه دروغ دی او غواړي چې په دې پېغلو ملنډې ووهي،  نو شاهزادګۍ او ملګري یې هم نقاب اغوندي  او له دوی سره همداسې دوکه کوي؛ دوی ته د نژدې کېدو اجازه نه ورکوي. نو فردیناند له خپلو ملګرو سره بېرته ځي نقابونه لرې کوي او په خپل اصلي څېرو رهه مجلس ته راځي او خپل د مینې اظهار کوي. شاهزادګۍ هم دوی باندې مسخرې کوي، چې موږ پوه شوي وو، چې هغه روسان تاسو وئ، دلته د شاهزادګۍ د پلار د مرګ خبر راځي او دوی د تګ تیاري نیسي؛ فردیناد او ملګري یې خپل د مینې ټینګار کوي، شاهزادګۍ وايي تاسو یو ځل خپل قسم مات کړ اوس نو څه باور چې تاسو رښتیا وايئ. دوی ته خپل د مینې ثابتولو لپاره د ځينو ښو کارونه سپارښتنه کوي او وايي چې تاسو دا په یو کال کې پوره کړئ که دا شرطونه مو په یو کال کې پوره کړل نو راشئ او خپل د مینې اظهار وکړئ. شاهزادګۍ له خپلو ملګرو سره فرانسې ته ځي او دوی خپل کارونو پسې ځي، له دې سره  ډرامه پای ته رسېږي.

دمينې بې ځایه هڅه ډارمه د ویلیام شکسپیر لومړی ډارمه ده، چې په (۱۵۹۷ز) کال کې یې لیکلې ده. په دې ډرامې کې  درباري ژوند او مهذب دودونه  انځور کړي دي. د شکسپیر په دغه ډرامې کې عشقي او کمېډي رنګ پوخ دی او لکه د نورو ډرامو په څېر رنګا رنګي، ظرافت او تفریحي بڼه ډېر لري.

دا هغه اثر دی، چې ډېر پوهان یې د ده لومړنۍ روماني کمېډي ډرامه ګڼي، خو څېړونکي یې د لیکلو په کال کې سره اختلاف لري، ځيني وایي چې په (۱۵۸۶ز) کال او ځيني وايي چې په (۱۵۹۶ز) کال کې لیکل شوی دی. د داستان شکل او سبک یې د شکسپیر د لومړنیو ډرامو په څېر دی او دا ښيي چې ځيني ځانګړو خلکو لپاره لیکل شوی دی. خو د داستان طرحه د شکسپیر دی، بنسټ او منبع یې هم تاریخي پېښې دي. د داستان د ځینو نومونو پر بنسټ څه اړیکې د فرانسې د متداوله کمېډیو سره هم لري.

دغه ډرامه د ډیالوګونو په بڼه جوړه شوې ده. داستان یې پنځه پردې لري، چې لومړۍ پرده یې په دووصحنو او دویمه پرده یې په یوه صحنه، درېیمه پرده یې هم په یوه صحنه، څلورمه پرده یې درې صحنې او پنځمه پرده یې هم  په دوو صحنو کې خلاصېږي.

د دغې ډرامې څلور اصلي کرکټرونه انګلیسي څلور مشران دي، چې سره هوډ کوي درې کاله له هر ډول دونیوي خوندونو څخه لرې اوسې او دا درې کلونه به په ریاضت تېر کړي، د دوی په وړاندې د فرانسې څلور شاهزادګۍ راځي چې دوی د دغو څلورو شاهزدګيو د مینې ځاله کې لوېږي او خپل هوډ ماتوي. له دوی سره نور فرعي کرکټرونه هم دي چې دلته یې یادونه کېږي.

فردیناند: د ناوار پادشاه

برون، لانګاویل او دومن د فردیناند پادشاه ملګري او انګلستان مشرانو څخه دي.

د فرانسې شاهزادګۍ او روزالین، ماریا او کاترین یې ملګري.

بویت: فرانسې د شاهزادګۍ ساتونکی.

دن آدریانو دو آرمادو: لاف وهونکی

هولوفرنز: فضل فروش

سرناتنیل: کشیش

دال: دژبان

کوستارد: دلقک

ماث: ؟

جکنتا: د کلي مېرمنه

د دغه ډرامې پېښې دومره ډېرې نه دي او د لیکوال ټينګارپه مکالماتو او لفظي مشاجرو دی. د ډارمې ویناوال ډېردي نو ځکه ډېره برخه یې په ټوکو، ټکالو او کنایو کې تېرېږي.

په دې ډرامې کې هغه څه چې ډېر خوندور و د شکسپیر لخوا هغه جوړ شوي شعرونه چې دغه عاشقانو خپل معشوقو ته ویل ډېر ښکلي دي. بل ډېر ښکلي، په تول تللي او شاعرانه  ترکیبونه او تشبهات پکې کارول شوي دي.

د دې ډرامې عمومي پيغام دا دی، هغه څه چې انسان ته د خدای او د طبعیت لخوا لیکل شوي او مقرر شوي وي ومني؛ ځکه د هغه په خلاف حرکت نور ستونزې رامنځته کوي، چې انسان له دنیاوي سعادت، نېکمرغیو او موخو څخه لرې کوي. د شکسپیر ډېر ټینګار په دې دی چې انسان باید خیالي نړۍ ته داخل نه شي، بلکه انسان تل باید د غم او ښادي تابع وي. دا د ډرامې اصلي موخه ده، خو ځينګي نورې مهمې ټکي هم پکې وې، لکه چې یو چېرته د مطالعې ارزښت په څو جملې کې وايي او دا څرګندوي چې مطالعه د انسان سترګو څخه توره پټۍ لرې کوي او د روښانیو نړۍ ته یې وړي.

د کتاب له متن څخه څو بېلګې:

مطالعه لکه د اسمان ځلانده لمر په څېر دی.

مطالعه  د حقیقت د وړانګو لټون دی.

نو مطالعه پرهغه څه چې تراوسه نه پوهېدئ وروسته له دې به وپوهېږئ.

ماته د مطالعې کولو لاره وښایئ چې خپلې سترګې د هغهه په مرسته ښکلي او روښانه کړم.

د هغه مطالعه څومره ساده او بسیطه ده چې کولای شي د مطالعې په اړه استعدلال وکړي.

که د ویلیام شکسير او د هغه اثارو په اړه هر څومره بحث وکړو لا هم لږ دی نو دلته زه خپلې خبرې د شکسپیر په څوګټورو جملو پای ته رسوم.

۱ـ درې جملې د بریا لپاره:

له نور ډېر پوهېدل، له نورو ډېر کارکول، له نورو کم تمه درلودل.

۲ـ نړۍ لکه یو تیاتر دی، هرڅوک خپله برخه لوبوي او ځي.

 ۳ـ هغه لوښی چې تش وي ډېر غږ کوي.

۴ـ  د دښمن وزن دې له هغه څه چې ته ګورې ډېر وګڼه.

 ۵ـ  د دې لپاره چې لوی کارونه وکړې لومړی باید یو کوچنی اشتباه او غلطي وکړې.

۶ـ خپل د دښمنانو سوزولو لپاره تبۍ دومره مه ګرمه وه چې له حرارت څخه یې خپله وسوزې.

۷ـ  ژوند د چا لپاره چې فکر کوي یو کمېډي دی، نو هغه ته کمېډي دی او د هغه چا لپاره چې فکر کوي یو تراژیدي دی نو هغه ته تراژیدي دی.

   اخځلیکونه

۱ـ شکسپیر، ویلیام. (۱۵۹۷ز). تلاش بیهوده عشق. ژباړه. علا الدین پازارګادی. درېیم چاپ( ۱۳۹۶). انتشارات علمي و فرهنګي.

۲ـ شېخ، خالد محمود. (۲۰۰۵م) .انګریزي ادب کې مختصر تاریخ. لاهور: پبلشرزایمپوریم.

۳ـ ښکلی، اجمل. (۱۳۹۴). د نړۍ ادب. جهان دانش خپرندویه ټولنه.

۴ـ انترنټي سایټونه.

 ـ ۵Montreal. (1964, March). About reading Shakespeare. The Royal Bank of Canada monthly letter, 45,3, p3.

ـ ۶ Hinton, p. (2010), William Shakespeare, An NAC English theatre company: the national arts center English theatre.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب