د کابل پوهنتون استاد
“همای” پوهندوی یحیا
لنډیز ( Abstract)
چامسکي په (۱۹۶۰) ز کلونو کې د ژبې د زده کړې یوه نظریه وړاندي کړه، چې ګواکي د ماشوم په ذهن کې په طبیعي شکل سره د ژبې د زده کړې یوه اله موجوده ده، چې پر مټ یې ماشومان کولی شي ژبه زده کړي. نوموړي دغې الې ته د (LAD) نوم ورکړ، چې د (Language Acquisition Device) مخفف دی او د ژبې د زده کړې د الې په مانا ده. د چامسکي په اند دغه اله د هر ماشوم د ژبې په زده کړه کې مهم او بنسټیز رول لري. له دې سره تړلې موضوع د (UG) یا یونیورسل ګرامر دی، د چامسکي په اند ټولې ژبې په دې برخه کې یو ډول شباهتونه سره لري، چې ماشوم په طبیعي توګه سره د ژبې د زده کړې پښوییز( ګرامري) سټرکچرونه د (LAD) په مرسته زده کوي. نوموړي د لومړي ځل لپاره د هغې نظریې په اساس چې ویل یې: “ژبه یوه ذاتي پدیده ده ” وکوالی شول د ژبپوهنې په نړۍ کې یو ستر انقلاب راولي. هغه د ژبې د زده کړې په اړه په دې اند وه، چې د هر انسان په ذهن کې د جنټیکي سلولونو په مرسته ژبني قواعد ځای پرځای شوي او په مرسته یې یو کوچنی کولی شي په ډېر کم عمر کې د ګرامري قواعدو له مخې سمې او منظمې جملې ووایي او په خپله ژبه کې د خپلو ځانګړو ژبنیو قواعدو له مخې نوې ترکیبونه ورغوي. هغه په دې نظر دی چې چاپېریال د ژبې په زده کړه کې د یو محرک حیثیت لري. د چامسکي دا نظریه د معاصرې ژبپوهنې د انقلابي نظریې په نوم یاده شوې او د ډېری ژبپوهانو پام یې پام ور اوړېدلی دی. تر دې دمه یې د منلو او نه منلو په اړه په سلګونو مقالې او کتابونه چاپ او خپره شوي دي. دا نظریه هغه مهال وړاندې او خپره شوې چې د نورو ټولو ژبپوهانو له خوا ژبه یوه اکتسابي پدیده ده بلل شوې وه. زما د دغې لنډې څېړنیزې علمي مقالې موضوع هم همدا د چامسکي ژبپوهنیزه نظریه، نړېوال ګرامر او نړېوالتوبونه دي، چې په لړ کې به يې په دې اړه څېړنیز بحث ولرو.
Introduction سريزه
ژبه یو منظم ارتباطي سیستم دی، چې انسانان یې د خبرو، اشارې، نښې یا تر ډېره د لیکنې له لارې کاروي. د ژبې جوړښت «ګرامر» دی او ازاد توکي یې وییونه (کلمې) دي. د انسان ژبه د حیواناتو د اړیکو له پېرندل شوو سیسټمونو څخه جلا ده، ځکه دغه لېږد یوازې په یوه ډول (لیدلو، غږ او نورو) پورې نه ده تړلې، بلکې په بېلابېلو فرهنګونو او وختونو کې ډېر بدلونونه پکې پېښېږي او د نورو سیستمونو په نسبت د مفاهیمو یوه غټه برخه رانغاړي.
د ژبې علمي څېړنه «ژبپوهنه» بلل کېږي. د ژبو ژورې څېړنې لکه د ژبې فلسفه، د ژبې او فکر تړاو او داسې نور بحثونه لکه دا چې کلمات څه ډول د انسان تجربې بیانوي، لږ تر لږه د لرغوني یونان په تمدن کې د ګورګیاس او افلاطون له وخته را روان دي. د روسو (۱۷۱۲-۱۷۷۸) په څېر متفکران وايي چې ژبه له احساساتو څخه سرچینه اخلي، خو د کانټ (۱۷۲۴-۱۸۰۴) په څېر نور متفکران په دې باور دي چې ژبې له عقلاني او منطقي تفکر څخه سرچینه اخلي. د شلمې پېړۍ فیلسوفان لکه ویټګشټاین (۱۸۸۹-۱۹۵۱) استدلال کوي چې فلسفه پهخپله د ژبې څېړنه ده. د معاصرې ژبپوهنې په مهمو څېرو کې فرډینانډ ډو سوسور او نوام چامسکي یادولی شو.
ژبپوهنه څه باندې ۲۰۰۰ کاله وړاندې په هند کې د ځانګړو ژبو تر لومړنیو تشرېحاتو را وروسته پر یوه علم بدله شوې ده. اوسنۍ ژبپوهنه یو داسې علم دی چې د ژبې پر ټولو اړخونو بحث کوي او له ټولو نظري لیدلورو څخه یې څېړي.
د ژبې رسمي څېړنه په هند کې له پانیني سره پیل شوې ده. پانیني تر میلاد مخکې د پنځمې پېړۍ د ګرامر لیکوال و او د سنسکرېټ ژبې لپاره یې د مورفولوژۍ ۳۹۵۹ قواعد لیکلي دي. له دې سره سره، سومري لیکوالو له میلاد څخه شاوخوا ۱۹۰۰ کاله وړاندې د سومري او اکاډي ژبو د پښوییز (ګرامري) توپیرونه څېړلي دي. ورپسې په راتلونکو ټولو لرغونو فرهنګونو کې د ګرامري څېړنو دود پراخ شوی دی. تر میلاد وروسته په ۱۷مه ز پېړۍ کې پورټ- رویال ګرامري لیکوالو دا نظریه تعقیب کړه چې د ټولو ژبو ګرامر د یوه نړیوال فکر په بنسټ کې ریښې لري، له دې امله ګرامر نړیوال دی. په دغه برخه کې لومړنی انقلاب د اتلسمې پېړۍ په لړ کې په ۱۷۸۶ ز کال د سر ویلیم جونز له خوا رامنځته شو هغه د لومړي ځل لپاره سانسګریت ژبه له لاتیني او زړې پارسي سره پرتله کړه او ویې ویل چې د دې ژبو د متنونو ترمنځ ډېر ورته والی لیدل کېږي، دغه ورته والي دصدفي نه دي، دغو درې واړو ژبو له یوې ګډې منشايي مورنۍ ژبې (هندو- اروپایي څخه ) منشا موندلې ده.
دوهم انقلاب د شلمې ز پېړۍ په لومړیو کې د ژبپوهنې په نړۍ کې د ژبې په اړه د فردیناند سوسور نظریاتو رامنځته کړ که څه هم هغه نظریې چې سوسور وړاندې کړې، تر ده دمخه ورته هومبولت په خپلو لیکنو کې اشاره کړې وه، خو هومبولت خپلو نظریاتو ته ډېره پاملرنه ونه کړه او د هغه بې پروایي ددې لامل شوه، چې سوسور په ژبپوهنه کې ددوهم انقلاب د رامنځته کوونکي په توګه وپېژندل شي. د سوسور په اند، ژبه د نښانو او سېمبولونو ټولګه ده چې دا نظریه هم تر پنځوسو کلونو پورې د ژبو د څېړونکي د بحثونو موضوع وه او د د ې ادعا د سموالي او ناسموالي د ثابتولو موضوع له ځان سره بوخت ساتلي وو. د ژبپوهنې په نړۍ کې درېیم انقلاب د چامسکي د نظریې پر بنسټ رامنخته شو، چې په ۱۹۶۰ ز کال یې د ژبې د زده کړې په اړه وړاندې کړه. نوام چامسکي د ژبې د دغې تولیدي نظریې پر بنسټ د ژبې تر ټولو اساسي بڼه د هغې د نحوي قواعدو مجموعه ده چې د ټولو انسانانو لپاره نړیوال دي او د ټولو بشري ژبو بنسټ جوړوي. هغه د قواعدو دغه ټولګه (Universal Grammar) نومولې ده. په دې توګه دی وايي چې د هرې ژبې پښویه (ګرامر) د ژبپوهنې لپاره یوازې تر هغه ځایه اهمیت لري، چې موږ ترې نړیوال اساسي قواعد را ایستلی شو. نوموړی د ژبپوهنې په نړۍ کې د امریکا او نړۍ په کچه یو پېژندل شوی کس دی، چې اوس مهال د معاصرې ژبپوهنې د پلار په نامه هم یادېږي. هغه د لومړي ځل لپاره وکولی شول د خپلې نظریې په اساس “ژبه یوه ذاتي پدیده ده ” وکولی شول د ژبپوهنې په نړۍ کې یو ستر انقلاب رامنځته کړي. زما د دغې وړې مقالې موضوع مهم همدغه د نوام چامسکي نظریه او یونېورسل ګرامر دی چې په لنډده به ورباندې خبرې ولرو.
کلیدي ټکي (Keywords):
معاصره ژبپوهنه، د چامسکي نظریه، د ژبې د زده کړې اله، ژبه یوه ذاتي پدیده ده، یونیورسل ګرامر، نړیوالتوبونه، د ماشوم ذهن، نړیوالې جنټیکي ځانګړتیاوې…
د څیړنې شالید (Research background):
په نورې بهرنۍ نړۍ کې د یادې موضوع په اړه په سلګونو څېړنیزې مقالې او کتابونه کښل شوې دي، خو زموږ په هېواد دننه په پښتو ژبه کې په ټولیزه توګه، د عمومي او پرتلیزې تاریخي ژبپوهنې په برخه کې کار ډېر محدود او د نورو هېوادونو او ژبو په پرتله پکې په دې وروستیو کې له یو څه څېرمه لیکنو او څېړنو پرته په اړتیا او یادونې وړ توکي شتون نه لري. په ځانګړې توګه د یادې موضوع په اړه په پښتو ژبه کې منظم علمي او څېړنیز اثار مخې ته نه دي راغلي.
د څیړنې میتود (Research method):
د څېړنې میتود کتابتوني دی. د نړۍ د ژبپوهانو او په ځانګړي توګه د انګلیسي ژبې او له یادې ژبې څخه په پارسي ژبه هغه ژباړ شوي نوي او باوري اثار د منظمو سرچینو او اصلي ماخذونو په توګه کارول شوي، چې له نوموړې موضوع سره په نېغه توګه اړیکې لري. دغه علمي توکي او اثار په کتابتونونو سربېره ډېری د انټرنېټ له لارې د نړۍ له سترو پوهنتونونو، اکاډمیکو مرکزونو، وېبپاڼو او خپرونو څخه تر لاسه او راغونډ شوي دي. له توضیحي، تحلیلي او د ژباړې مېتودونوڅخه په کې ګټه اخیستل شوې ده.
نړېوال ګرامر (Universal Grammar)
چامسکي عقیده لري چې ژبه هغه وسیلې ته ویل کېږي چې د ماشومانو له خوا د خپلې مورنۍ ژبې د ځانګړو اصولو له مخې طرحه او جوړېږي، چې په لومړیو کې یې د ويیونو (کلمو) جوړښت د بې معنا اوازونو په مرسته ترسره کېږي او وروسته د منظمو کلمو په بڼه راڅرګندېږي. د یادونې وړ ده چې اسکینري د ماشومانو له خولې څخه د بې معنا غږونو د راوتلو په اړه وایي: “ماشومان په کوچنیوالي کې یو لړ بې معنا غږونه د خولې څخه راوباسي چې دا په حقیقت کې بې معنا غږونه نه دي، بلکې د هغوی په ذهن کې د جوړو شویو کلمو د افادې لپاره نږدې او مترادفه وسېله ده، چې هغوی نه شي کولی بشپړه کلمه تلفظ کړي، نو ځکه همغه کلمې ته ورته او نږدې غږونه له خولې څخه راوباسي ترڅو خپل مطلب تر نورو ورسوي.
چامسکي او پیاژه دواړه هغه پوهان دي چې د لومړي ځل لپاره یې د چاپېریال پالونکو په ضد د ژبې په اړه بېل نظریات ورکړل او دواړه باورمند وو، چې ژبه یوه فطري پدیده ده چې مخکې له مخکې د ماشومانو په فطرت کې اخښل شوې ده، خو چامسکي بیا په دې اړه نورې هم ژورې څېړنې وکړې او ویې ویل چې ژبه په جنتیتکي بڼه د ماشومانو په ژینونو کې ځای پر ځای شوې او هر کله چې هر ژين په چاپېریال کې خپل محرک پیدا کوي په کار لوېږي، چې په ترڅ کې یې ماشوم دا ځواک لاسته راوړي څو یوه نوې کلېمه او یا جمله ووایي او په همدی بڼه خپلې ژبې ته پراختیا ورکوي.
نوام چامسکي د پنځوس کلونو نه ډېر کېږي چې په خپلې انقالبي نظریې یې دژبپوهنۍ په نړۍ کې د تل لپاره خپل نوم روښانه کړی دی که څه هم وروسته وروسته ددې نظریې په اړه ډېرې څېړنې وشوې او ناسمه وبلل شوه، حتی د ځینو پوهانو په وینا چې د چامسکي نظریه اوس د تدریجي مرګ خوا ته روانه ده خو د ژبپوهنې په نړۍ کې د انقالبي نظریې په نوم ځکه مشهوره ده چې هغه وخت کې چې نوموړي خپله نظریه وړاندې کړه پوهانو دا ډاډ ترالسه کړی وو او په دې قانع شوي وو چې ژبه یوه فطري پدیده
ده نو ځکه د ټولو ژبپوهانو لپاره دا نظریه ټکان ورکوونکې وه. د چامسکي نظریات وایي چې د ګرامر علم د هغو اصولو او قواعدو نوم دی چې یو ماشوم یا ماشومه یې دخپلې مورنۍ ژبې د زده کړې په دوران کې زده کوي، دی ټولې جملې نه زده کوي بلکې صرف
ژبني قواعد زده کوي چې دغه ژبني قواعد مخکې ترمخکې ددیو په ماغزو باندې نقش شوي او بیا ټول عمر ددغو نقش شویو قواعدو پر بنسټ ژبه کاروي چامسکي زیاتوي چې د انسان په دماغ کې د ژبې دزده کړې لپاره ځانګړې برخه جوړه شوې ده ځکه چې که یو انسان غواړي او که نه غواړي دې به حتمن یوه نه یوه ژبه زده کوي.)۲: ۴۳)
نوموړي د ژبپوهنې په نړۍ کې داسې یو څه وویل چې د ډېرو ژبپوهانو لپاره یې د فکر کولو نوې لارې پرانیستې د نړیوال ګرامر تیوري؛ یعنې دا چې ژبه فطري ده او د ژبې السته راوړل د پرمختیا د مهمو مراحلو په ترڅ کې رامنځته کېږي، هغه څه وو چې تر چامسکي مخکې هیچا ورته ځانګړې پاملرنه نه وه کړې که څه هم تر دې دمخه ځینو ژبپوهانو په سطحي بڼه دا موضوع یاده کړې وه خو ډېرټینګار یې پرې نه وو کړی دې خبرې ته چامسکي په خپل کتاب “زبان و اندیشه ” کې نغوته کړې او د ګوتلب فرګه په نوم د یو ژبپوه یادونه یې کړې چې له ده څخه یې سل کاله وړاندې ویلې وو. فرګه په دې باوري وو چې: ” انسان په خپل ذهن کې د هغو ګډو افکارو د خزانې خاوند دی چې له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالېږي.”
چامسکي دا نظر مني او وایي که چېرې داسې نه وای نو هېڅکله به د ژبې زده کړه په ټولو انسانانو کې یو ډول نه وای او وروسته له دې یې خپله نظریه په داسې بڼه مطرح کړه چې تر آخره پورې پرې ودرېده دهمدې له امله ده چې نن سبا په ټوله نړۍ کې د نوام چامسکي نظریات د پام وړ ځای لري او نوم یې دژبپوهانو په ډګر کې تر ننه پورې یادېږي.
چامسکي د خپلو نظریاتو په مرسته وکولای شول په دغه برخه کې نورو لیکوالانو ته د لیکنې انګیزه ورکړي او همدا وجه وه چې د ځینو څېړنو له مخې تراوسه دهمدې نظریې د منلو او یا نه منلو په تړاو د بېلابېلو لیکوالانو له خوا زرګونه مقالې او لسګونه کتابونه لیکل شوي دي او لیکل کېږي. دچامسکي له خوا ورکول شوې نظریو د مننونکو تر څنګ ډېر مخالفین هم لرل او مخالفینو یې هم دده
نظریاتو د نه منلو لپاره په خپلو لیکنو کې خورا دلیلونه وړاندې کړي او په لیکني بڼه یې په خپلو لیکل شویو اثارو، کتابونو، مجلو، ورځپاڼو او مقالوکې تر نورو رسولي دي چې د بیلګې په توګه د “چامسکي ، ولف او زه ” مقالې لیکوال شارالتان نوم د یادونې وړ دی. نوموړي په خپله مقاله کې د چامسکي او د هغه نظریې په وړاندې خپل غږ اوچت کړی چې ویلي یې وو “د ژبې اساس او بنسټ تکرارونه ده” یعنې موږ په ذهن کې د نړۍ ګرامر د ځواک په مرسته ژبني قواعد تکراروو او نوې جملې جوړوو. شارالتان دا نظریه رد کړه او وې ویل “که چېرې موږ دا خبره تایید کړو چې د خولې څخه نوي کلمې او جملې په ذهن کې د موجوده و قواعدو د تکرار او شتون څخه رامنخته کېږي نو دا په دې معنا ده چې موږ د چامسکي لومړنۍ نظریه چې “ژبه ذاتي ده ” منو، حال دا چې داسې نه ده، هر انسان دخپل مغزي سیستم په مرسته دا ځواک پیدا کوي چې په خپله ژبه کې نوي ترکیبونه ورغوي خو زه فکر کوم دا چې د چامسکي نظریې ډیر طرفداران لري او څوک یې مخالفت نه کوي د هغه د سیاسي موقف سره مستقیمه اړیکه لري ځکه چامسکي په خپلو سیاسي څېړنو، ویناوو او لیکل شوو کتابونو کې د امریکا د سیاسي اړیکو په اړه ډېر حقایق روښانه کړي چې زه ورته په دې برخه کې پوره درناوی لرم خو دا، دا معنا نه لري چې چامسکي یو ښه سیاستمداره دی نو یو ښه ژبپوه دې هم وي نوموړي وکوالی شول په سیاسي ډګر کې د حقایقو په ویلو ډېر طرفداران وموندي و د خلکو باور السته راوړي ځکه وګړي د چامسکي ژبپوهنیزې نظریې د څېړنې پرته مني او د هغه پر ویناوو باور لري. )۲: ۴۹)
د مخالفینو له ډلې څخه بل کس کوروش صفوي دی چاچې د لومړي ځل لپاره د چامسکي اثار فارسي ژبې ته وژباړل.
صفوي د ایران د ژبپوهنې انجمن ریس دی . په تهران کې زېږېدل شوی، کوچنیوالي کې المان ته الړ او خپلې ټولې زده کړې یې په المان و اتریش کې بشپړې کړې کله چې د خپلې ژبې د خدمت لپاره بیاځلي تهران ته راغی نو د تهران دولت د اتریش تحصیلي مدرک ونه منه نو نوموړی اړ شو چې په تهران کې بیاځلي خپلو لوړو زده کړو ته ادامه ورکړي همغه وو چې لومړی یې ریاضي څانګه ولوسته ځکه چې په خپله وینا یې د هغه پارسي زده نه وه او نه یې شول کوالی سمدالسه د خپلې خوښې رشته ولولي خو وروسته یې کله چې په پارسي ژبې بشپړ تسلط پیدا کړ نو دژبپوهنې په برخه کې یې خپلې ادبي هڅې پیل کړې. کوروش د چامسکي نظریه په تمسخر آمیزه بڼه ردوي او په خپلې یوه مرکه کې وایي چې:
دا نظریه یوازې د انګلیسي ژبې د زده کړې په اړه ځانګړې شوې حتی که رښتیا راباندې وایاست نو دا نظریه د انګلیسي ژبې په زده کړه کې هم نه شي عملي کېدالی پاتې ال پارسي و نورو ژبو کې که چېرې په خالصه بڼه ووایم نو د چامسکي نظریه یوه بې ارزښته او پزه پرې کړل شوې نظریه ده.
د ژبپوهنې، ادبپوهنې او یاد ژوند په هر ډګر کې چې یوه نوې نظریه یا نوې خبره رامنځته کېږي خامخا به مخالفین او طرفداران لري. د یو پوه د وینا له مخې هغه ځای کې چې تاسې ټول خپل هم فکره و هم نظره پیدا کوالی شې هدیره ده او یا دا چې که چېرته غواړئ ټول کسان له ځان نه راضي و خوشاله وساتئ نو یو هم نه شئ ساتالی د چامسکي نظریه یې یوه کوچنۍ بیلګه ده.
ادب او ژبه هغه وخت د پرمختګ خواته درومي کله چې د ژبپوهانو او ادبپوهانو ترمنځ د نظریاتو ټکر رامنځته شي دا ټکرونه ددې المل کېږي چې په همدې برخه کې ډېرې څېړنې وشي او هر لیکوال د خپل ځان د دفاع لپاره د مدارکو او اساسي موادو په لټه کې ووسي چې په پایله کې یې د همغه ادب څیړنیزه برخه بډایه کوي او د همغه ځانګړي بحث په اړه کلک جامع او بنسټیز مواد راتلونکو نسلونو ته هم په الس کې ورکوي. )۲: ۶۳)
نړېوالتوبونه (Universals)
د چامسکي دا نظریه چې: “ژبه یوه فطری پدیده ده ” د شلمې پېړۍ په شپیتمه لسیزه کې د ژبپوهنې په نړۍ کې یو ستر انقالب راوسته.هغه باوری دی چې د ژبپوهنې اصول او ځانګړنې په ارثي بڼه د انسان په بدن کې شتون لري او د ژبې په زده کړه کې چاپیرل د یو محرک حیثیت لري. ماشوم کوالی شي چې د خپل چاپېلایر نه د لږو معلوماتو اخیستلو په مرسته نوي ترکیبونه جوړ کړي. دده نه مخکنیو پوهانو دا نظر ورکړی وو چې د مورنۍ ژبې زده کړه یوه اکتسابي پدیده ده او هر کوچنی یې کوالی شي په
خپل چاپېلایر کې دبېالبېلو کلمو د اورېدلو له امله په اکتسابي بڼه زده کړي. نوموړی زیاتوي چې “ژبهد فکر هنداره ده ” یعنې ژبه یوازې زمونږ د داخلي احساساتو او غوښتنو د بیانولو لپاره یوه وسیله ده او هر هغه څه وایي و تشریح کوي چې زمونږ په فکر کې ګرځي.
چامسکي روښانه کړه چې موږ نه یوازې دا چې کوالی شو په ډیرې ساده ګۍ سره ځیني جملې زده کړو، بلکې ددې وړتیا هم لرو چې ځیني جملې په ذهن کې د ذخیره شویو ارثي قواعدو له مخې رامنخته کړو. کېداي شي چې زمونږ په رامنخته شویو جملو کې داسې کلمې او ترکیبونه وي چې تر هغه وخته مو په خپل چاپېلایر کې نه وي اورېدلي، نو دا د هرانسان په بدن کې دذخیره شویو ارثي پدیدو له مخې دا پریکړه کېږي چې موږ کومه کلمه دخپل مطلب د لېږدولو لپاره وکاروو او یا کومه کلمه کوالی شي په سمه بڼه زمونږ د مطلب په لېږدولو کې له موږ سره مرسته وکړي، نو که چیرې دانسان په ذهن کې داسې یوه داخلي قوه یا د کلمو ارثي ذخیره موجوده نه وي نو څرنګه کوالی شي داسې ترکیبونو سره ترتیب کړي چې د بل چا د خولې یې اورېدلي نه وي. چامسکي د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره لاندینیو ټکو ته اشاره کوي: )۴: ۵۵)
په چټکۍ سره د ژبنیو قواعدو موندل:
چامسکي موندلي چې په جملو کې د بدلولونو د راوستلو قواعد ډېر ستونزمن دي او ماشومان کوالی په ډېرې چټکۍ سره دا قواعد وموندي نوموړي هه وخت دا خبره وکړه چې د څو ماشومو د خبرو کولو طرز یې تر غور او څېړنې الندې نیولي وو.مونږ کوالی شو چې د چامسکې دې ادعا ته د راجر براون د نظریاتو له مخې هم غور وکړو. راجر براون هغه ژبپوه وو چې د چامسکي څخه مخکې یې دا ادعا کړې وه هغه د خپلو څېړنو په ترڅ کې د څو ماشومانو د خبرو طرز په ریکاردي بڼه ثبت کړي وو او د ریکاردونو د څېړلو وروسته یې وویل چې ماشومان دا وړتیا لري چې ډېر ژر زمونږ تاکیدي پوښتنو د ځواب لپاره دژبنیو قواعدو سره سمې جملې جوړې کړي.
د چامسکي باورمندي هم دا ښایي چې کوچنیان دا ځواک نه لري چې په خپل کم عمر کې د ژبې سخت قواعد زده کړي نو دا ښکاره خبره ده چې دا قواعد مخکې تر مخکې د ماشوم په فطرت کې په ارثي بڼه ځای پرځای شوي دي او زیاتوي چې اکثره ماشومان په اغلب ګمان د ژبې زیادتره قواعد تر شپږ کلنۍ او ځیني یې د بلوغ نه مخکې زده کوي . )۴: ۳۵)
د ژبنیو قواعدو د ارثي اوسېدلو فرضیه
په لومړي سر کې په ماشومانو کې د ژبنیو قواعدو کارول او د نویو جملو جوړونه تر هغه څه ډېر بنسټیز دي کوم چې یې له خپل چاپېلایر نه زده کړي وي. په هغه سن کې چې دوی نوي ترکیبونه جوړوي ډېرې کمې کلمې دخپل محیط څخه اوري، نو ځکه موږ ویالی شو چې د ژبې قواعد په جنټیکي بڼه د ماشومانو په ذهن کې ځای پرځای شوي چې چاپېلایر د یو محرک په توګه د ماشوم په ذهن کې ذاتي قواعدو ته الرښوونه کوي، فعالوي یې او په کار یې اچوي.
د چامسکي د نظام له مخې یو ماشوم کله چې ژبه زده کوي او په ژبنیو قواعدو برلاسی کېږي نو په فطري بڼه د نړیوالو ژبنیو قواعدو له مخې تحریک کېږي چې په ترڅ کې یې ماشوم د کوچنیوالي نه په دې خبرې ښه پوهېږي چې څرنګه کوالی شي د خپل مطلب د رسولو لپاره ترکیبونه ورغوي، ساده جملې ترینه جوړې کړي، د جملې کومې اضافي خواوې لرې کړي او په آخره کې یوه سمه جمله خپل مخاطب ته وړاندې کړي.
چامسکي چې خپلو رامنځته شویو قواعدو ته یې د “نړیوال ژبني قواعد” نوم ورکړی چې یو لړ ځانګړي اصول لري د بیلګې په توګه: د اصولو له ډلې څخه یې یو اصول دادی چې هره جمله باید خامخا فاعل ولري خو ځیني ژبې بیا خپلو ویونکو ته دا اجازه ورکوي تر څو د خپلې وینا په مهال فاعل ترینه لرې کړي او اړ نه دي چې په خپلو ویناوو کې فاعل وکاروي. نو د همدې له امله، د هرې ټولنې ماشوم په دې خبرې مخکې له مخکې نه پوهېږي چې ژبه یې د کومو ځانګړو قواعدو تابع ده. )۴: ۴۴)
چامسکي باوري دی چې د ژبې د زده کړې پر مهال د ماشوم لیاقت او ښه استعداد د هغه جنټیکي الملونو له مخې تعینېږي.
جنټیکي محدودیتونه
موږ اړ یو چې هره ژبه د زده کړې لپاره ځانګړو قالبونو کې واچوو او ځانګړي اصول ورته وټاکو لکه فعلونه، ضمیرونه، نومونه….او داسې نور. ماشومانو ته موږ په عملي بڼه دا نه زده کوو چې د هغو په ژبه کې کومې ګرامري قاعدې دي خو هغوی مخکې تر مخکې د خپلې مورنۍ ژبې په حدودو پوه ده او هره جمله د خپلې ژبې د محدودو قواعدو پر بنسټ کاروي. ګرامري جوړښتونو باندې پوهېدل یوه جنټ یکي ځانګړنه ده چې ماشوم دا ځواک ورکوي چې په لنډه موده کې مثبتې او منفي جملې جوړې کړي او یا سمدالسه د خبرو په لړۍ کې د خپل مخاطب نه پوښتنې وکړي، نو که چیرې دا پوهه په ارثي بڼه د هغو سره نه وي نو څرنګه کوالی شي چې یو کوچنی دی د مثبتو منفي او سوالیه جملو د توپیرونو په معنا پوه شي او په سمو ځایونو کې دې په مناسب وخت کې وکاروي.
د سطحي او ژورو ژبنیو جوړښتونو جوړول
چامسکي د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره د ماشومانو په وینا کې سطحي او ژورو جوړښتونو ته اشاره وکړه او وې ویل چې د ژورو جوړښتونو څخه موخه هغه عملیه ده چې په کې ماشوم د نوو جملو د جوړولو لپاره هڅول کېږي، چامسکي په ذهن کې د ژورو ترکیبونو جوړول د نړیوال ګرامر جنټیکي ژنونو د شتون له امله دي.
د ماشوم په خبرو کې د ګرامري قواعدو پرمختګ
ماشومان په یو ناڅاپي ډول په خپلو ویناوو کې د مشرانو په څېر ګرامري قواعد استعمالوي چې ماشوم په ذهن کې د شته ژبنیو جنټیکي ځانګړنو له امله هغه د دې وړتیا پیدا کوي څو د مشرانو په څېر خبرې وکړي.
لومړنۍ ژبه
ټول ماشومان له زېږېدلو وروسته د ژبې پر زده کولو بوختېږي؛ په لومړۍ میاشت کې بې معنا غږونه د خولې څخه راوباسي او په شپږ میاشتنۍ کې په خپلې ماشومانه ژبې کوچنۍ کلمې تلفظ کوي او دا د نړۍ په ټولو ماشومانو کې یو ډول تطبیقېږي؛ نو ځکه زه وایم چې د هر ماشوم په ذهن کې مخکې ترمخکې نړیوال جنټیکي ځانګړتیاوې شتون لري چې ټول په یو ډول ژبه زده کوي او هر ماشوم د خپلې مورنۍ ژبې په اصولو قواعدو او محدودیتونو پوهېږي. همدارنګه کله چې ماشوم د دې وړتیا پیدا کوي چې د خپلې ژبې له اصولو سره سم دوه دوه کلمې سره یو ځای کړي او ساده ترکیبونه جوړ کړي نو دا خپله د هغو د ذاتي پوهې نماینده ګي کوي ؛ ځکه دوی په جوړ شوو ترکیبونو کې داسې کلمې هم کاروي چې تر هغه مهاله یې په خپل چاپېلایر کې د چا له خولې نه وي اورېدلي. )۳: ۲۲)
د ژبنیو اصولو پرمختګ
ماشومان په ډېرې اسانۍ سره د خپلې مورنۍ ژبې پر اصولو پوهېږي او په خپلو ویناوو کې یې کاروي، دغه مهارت او وړتیا له ذاتي قدرت پرته امکان نه لري چې کوچنی دې په لنډه موده کې دا هر څه زده کړي.
بدلونونه
کوچنیانو ژبه له درې کلنۍ نه تر شپږ کلنۍ پورې په ډېرې چټکۍ سره وده کوي په دغه سن کې ماشومان د مثبتو و منفي او یا د هم د سوالیه جملو په جوړولو او د هغو په کارونې پوهېږي دوی په دې عمر د ویلو یوه خاصه قاعده مراعتوي حتی که چیرې ورته وویل شي د فالنکي د خبرو څخه تقلیدوکړه نو بیا هم د خپلو خبرو کولو ځانګړی لحن نه هېروي.
موندنې (Findings)
چامسکي وړاندیز کوي چې د ګرامر زده کولو وړتیا د ژبې په پام کې نیولو پرته د زیږون څخه د انسان دماغ کې رامینځته کیږي. چامسکي باور نه درلود چې د یوې ژبې سره اشنا کول د یو ځوان ماشوم لپاره کافي دي چې د ژبې په پوهیدو او تولید کې اغیزمن شي. هغه په دې باور و چې انسانان د ژبې د زده کولو په طبیعي وړتیا سره زیږیدلي دي. د چومسکي د تیورۍ له مخې، د ژبې بنسټیز جوړښتونه لا دمخه د زیږون په وخت کې د انسان په مغز کې کوډ شوي دي. دا “نړیوال ګرامر تیوري” وړاندیز کوي چې هره ژبه یو څه ورته قوانین لري. د مثال په توګه، هره ژبه یوه لاره لري چې پوښتنه وکړي یا یو څه منفي کړي. سربیره پردې، هره ژبه د جنسیت پیژندلو یا ښودلو لپاره یوه لاره لري چې په تیرو یا اوسني وخت کې پیښ شوي.
پایله (Result)
که د ګرامري اساسي قوانین د ټولو ژبو لپاره یو شان وي، یو ماشوم اړتیا لري چې یوازې د ځانګړو مقرراتو پیروي وکړي چې د هغه ملګري یې تعقیبوي ترڅو په مورنۍ ژبه پوه شي او تولید کړي. په بل عبارت، د هغه چاپیریال ټاکي چې هغه به کومه ژبه وکاروي، مګر هغه د وسیلو سره زیږیدلی ترڅو کومه ژبه په مؤثره توګه زده کړي.
د چومسکي په نظر، د دې لامل چې ماشومان په اسانۍ سره د ژبې په پیچلو عملیاتو کې مهارت لري دا دی چې دوی د ځینو اصولو په اړه طبیعي پوهه لري چې د دوی د ژبې د ګرامر په پراختیا کې لارښوونه کوي. په بل عبارت، د چومسکي نظریه دا ده چې د ژبې زده کړه د یو داسې وړاندیز په واسطه اسانه کیږي چې زموږ دماغ د ژبې د ځانګړو جوړښتونو لپاره لري.
خو کومه ژبه؟ د دې لپاره چې د چومسکي نظریه ریښتیا وي، د نړۍ ټولې ژبې باید ځینې ساختماني ملکیتونه شریک کړي. او په حقیقت کې، چومسکي او د هغه په څیر نورو تولیدي ژبپوهانو دا ښودلې چې د نړۍ له 5000 څخه تر 6000 پورې ژبې، سره له دې چې د دوی خورا مختلف ګرامرونه دي، د نحوي قواعدو او اصولو یوه ټولګه شریکوي. دا ژبپوهان پدې باور دي چې دا “نړیوال ګرامر” طبیعي دی او د انسان دماغ په نیورونال سرک کې ځای پرځای شوی دی. او همدا لامل دی چې ماشومان کولی شي له ټولو جملو څخه چې د دوی ذهنونو ته راځي غوره کړي، یوازې هغه چې د “ژور جوړښت” سره سمون لري د مغز په سرکونو کې کوډ شوي.
په ادراکي علومو کې ورپسې څیړنې، چې د ارواپوهنې، ژبپوهنې، کمپیوټر ساینس او فلسفې وسایل یې یوځای کړل، ډیر ژر یې د نړیوال ګرامر تیوري ته نور ملاتړ ورکړ. د مثال په توګه، څیړونکو وموندله چې یوازې څو ورځې عمر لرونکي ماشومان د هرې ژبې فونیمونه توپیر کولی شي او داسې بریښي چې د انسان غږ غږونو پروسس کولو لپاره یو طبیعي میکانیزم لري.
په دې توګه، د زیږون څخه، ماشومان به داسې ښکاري چې ځینې ژبني وړتیاوې ولري چې دوی نه یوازې د یوې پیچلې ژبې ترلاسه کولو لپاره وړاندیز کوي، بلکې حتی که وضعیت ته اړتیا ولري له ټول ټوکر څخه یوه جوړه کړي. د داسې حالت یوه بیلګه د کښت او غلامۍ وخت دی. په ډیری کښتونو کې، غلامان د ډیری بیلابیلو ځایونو څخه راغلي او په دې توګه مختلف مورنۍ ژبې درلودې. له همدې امله دوی د یو بل سره د خبرو اترو لپاره هغه څه رامینځته کړل چې د پیجین ژبې په نوم پیژندل کیږي. د پیډګین ژبې په ریښتیني معنی ژبې ندي، ځکه چې دوی کلمې په ډیر ګډوډ ډول کاروي – د کلمو په ترتیب کې خورا لوی توپیر شتون لري، او ډیر لږ ګرامر. مګر د دې غلامانو ماشومان، که څه هم په دې عمر کې د دې پیډینونو سره مخ شوي کله چې ماشومان په عادي توګه خپله لومړۍ ژبه زده کوي، یوازې د دوی په نقل کولو راضي نه وو. پرځای یې، ماشومانو په خپله وینا کې د ګراماتیک پیچلتیا معرفي کړه، په دې توګه د یو نسل په ځای کې نوې ژبې رامینځته کوي چې د کریول په نوم پیژندل کیږي.
پای پایله (Conclusion)
جامسکي وړاندیز کوي، چې د ګرامر زده کولو وړتیا د ژبې له په پام کې نیولو پرته له زیږون څخه د انسان په دماغو کې رامنځته کېږي. هغه باور درلود چې د یو ځوان ماشوم لپاره د ژبې په پوهیدو او تولید کې یوازې له یوې ژبې سره اشنا کول اغېزمن نه دي او بسنه نه کوي، بلکې انسانان د ژبې د زده کولو په طبیعي وړتیا سره زیږیدلي دي. د هغه د تیورۍ له مخې، د ژبې بنسټیز جوړښتونه لا دمخه د زیږون پر مهال د انسان په مغزو کې کوډ شوي دي. د ده نظریه “نړیوال ګرامر تیوري” وړاندیز کوي چې هره ژبه یو څه ورته قوانین لري. د بېلګې په توګه، هره ژبه یوه لاره لري چې پوښتنه وکړي یا یو څه منفي کړي. سربېره پردې، هره ژبه د جنسیت پیژندلو یا ښودلو لپاره یوه لاره لري چې په تیر یا اوسني وخت کې پیښ شوي دي.
وړاندیزونه (Suggestions)
په پای کې مې وړاندیز دا دی؛ اړینه ده چې په پښتو ژبه کې هم په دې اړوند ژبپوهان نوي څېړنې وکړي، چې پښتوـ ژبي ماشومان ژبه څنګه او کله زده کولی شي او دغو تر ټولو مهمو پوښتنو ته مناسب ځوابونه و مومي چې: پښتوـژبي ماشومان د پښتو ژبې د زده کولو په لومړنیو پړاوونو کې په پښتو کې د کومو غږونو په زده کولو پیل کوي؟ کوم غږونه نیمګړي تلفظ کوي؟ کومې لومړنۍ کلیمې زده کوي؟ کومې کلیمې نیمګړي تلفظ کوي؟ کومې جملې زده کوي؟ کومې جملې نیمګړي زده کوي؟
ماخذونه (References)
۱ـ اورت، دنیل، چامسکی ، ولف او زه، مقالې ژباړونکی: آرش ساالر، د طباطبایي پوهنتون د عمومي
ژبپوهنې څانګه.
۲:چامسکي، نوام، ژبه و فکر، ژباړن:کوروش صفوي، ۱۹۹۷م، هرمس خپرندویه ټولنه.
۳:درزي، ډاکټرعلي، د چامسکي له نظره د ژبې زده کړه ، مقاله ، تهران د ژبپېژندنې څانګه .
۴ :زاهدي، کیوان، د چامسکي ژبپېژندنه، مقاله، ۲۰۰۸ کال، تهران:ژبپېژندنې څانګ.
۵:فدایي، ډاکټر فرید ، چامسکي و د روانشناسۍ ژبه، تهران، د کمپیوتري علومو مرکز.
6- Doughty, C.J and Long, M.H. (2005). The Handbook of Second Language Acquisition. Oxford: Blackwell Publishing.
7- Harley, P., Allen, P., Cummins, J. and Swain, M. (1990). The Development of Second Language Proficiency. Cambridge: Cambridge University Press.
8-Gass, M. S. and Schachter, J. (1989). Linguistic Perspectives on Second Language Acquisition. Cambridge: Cambridge University Press.