تاند ( چهارشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۸مه) د پاکستان، دیره اسماعیل خان په درابڼ کې ماين چاودنې ۴ پوځيان ووژل او ۲ نور یې ژوبل دي.
پاکستاني رسني وایي، چې دا پېښه پرون سه شنبه د دسمبر په ۱۷مه د درابڼ په زرکنۍ سیمه کې د پوليو د واکسين ډلې د امنيت لپاره د ګومارل شويو پوځيانو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شوې ده.
په چاودنه کې وژل شوي او ژوبل پوځیان د ډېره اسماعیل خان پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه ده منلی.
تر دې وړاندې د روانې دسمبر پر ۱۶مه د خيبر پښتونخوا په کرک او بنو کې د پوليو پر واکسيني ډلو په جلا جلا بريدونو کې يو پوليس ووژل شو او دوه واکسيناتوران ژوبل شول.
پر هماغه ورځ په لکي مروتو کې هم د پوليسو د وياند شاهد خان په وینا، وسلوالو د پوليو واکسيني ډله یرغمل کړه خو وروسته یې خوشې کړه.
د نا امنیو د همدې پېښو له امله د ډسمبر له ۱۶مې راهیسې خیبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان په زیاتو سیمو کې د پولیو شپږ ورځنی واکسیني کمپپاین روان دی.
د ۲۰۲۴ز کال د دسمبر تر ۱۸مې په پاکستان کې د ګوزڼ ۶۳ پېښې ثبت شوي، چې ورڅخه یې ۲۶ ماشومان د بلوچستان اوسېدونکي دي.