چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Home+سوريه؛ د ننګونو او فرصتونو ترمنځ پروت هیواد

سوريه؛ د ننګونو او فرصتونو ترمنځ پروت هیواد

عبدالوحید وحيد

دا جدا بحث دى چې په سوريه کې له استخباراتي چينلونو څخه په ګټه اخیستنې امریکا او روسیې د ترکيې يا بل خليجي هېواد په منځګړیتوب په اوکراین او سوريه باندې معامله وشوه، که ايران له اسراییلو سره د دښمني ختمولو لپاره اسد قرباني ته وړاندې کړ.  البته دا تر لمر روښانه ده چې د اسد د کورنۍ څه د پاسه نيمه پېړۍ جابرانه رژيم ونړيده. هغوى د خپلو ظالمانه او وحشيانه کړنو له امله د خپل شرمنده زوال ننداره وکړه، خو د تاريخ په سينه به د تل لپاره د يوه منفور او مردود  نظام په توګه ثبت پاتې وي.

له شک پرته د سوريې مشران دغه هېواد يو موټى ساتلو،  تلپاتې سولې رامنځته کولو، د جګړو او د اسرائیلي بریدونو له امله د ويجاړو شويو ستراتیژیکو تأسیساتو تر بيا رغونې پورې لاهم سخته، ازغنه، له کنډوونو او کږليچونو ډکه لاره مخته لري. همدغه شان په کور د ننه د تُندلارو او ديموکراتانو په شمول مختلفې مذهبي، سياسي او قومي ډلې او له ګڼو استقامتونو څخه راټوکيدونکي بهرني ګواښونه لاهم پرځاى پراته دي. اسرائیلو لا د مخه د سوريې په خاوره کې د ميشتېدلو تمرين پيل کړى دى. د بهرنیو او کورنیو ننګونو مديريت يقيناً د پلازمېنې په ګډون د سوریې په ډيرو سیمو باندي حاکمې ډلې پورې تړاو لري چې مخته له پرتو ننګونو او فرصتونو سره څنګه چلن کوي.

اوس داسې ښکاري چې د دمشق له نيولو او د اسد له تېښتې وروسته به د هيئت تحریر الشام (HTS) مشر ابو محمد الجولاني چې اصلي نوم يې احمد الشرع دى د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لټون، ايتلافي ملګرو غوښتنو، په سوریه کې د نورو ډلو لخوا د سیاسي ګډوډيو مخنیوى،  د سیمه ایزو  او نړیوالو لوبغاړو غبرګونونو په شمول د ډیری فکتورونو لخوا تر اغيزو لاندي راشي او د مختلفو بهرنيو اړخونو د ګټو د تقابل له جنجالي او ننګووکې سناريو سره مخ شي، خو د اسد له رژيم له ظلم او وحشت څخه د ولس نفرت د نوموړي لپاره فرصتونه برابروي.

شک نشته چې  بشار الاسد د واک او ثروت په نشه کې مست مشر د خپل ولس د ملاتړ ترلاسه کولو پرځاى په ايران او روسیې باندې د تکيه کولو له امله خپلو غلطو محاسبو وپرزاوه، ايران د اسد د استبداديت د ملاتړ له امله د لوبې بايلونکي دى،  په اوکراین کې د روسيې ښکيلتيا د اسد رژيم په نسکوريدو کې ونډه لري. امریکا او ترکيه د سوریې وضعیت د خپلو ګټو په استقامت د راڅرخولو په هڅو کې خپله بريا انځوروي، خو له دې وروسته به يې ګټې د کُردانو په هکله په تګلارو کې د اختلاف له امله په تقابل کې راځي .

د خليج هېوادونو مشران د خپل واک او ځواک خير غواړي، اسرائیلو لا اوس د سوريې د حساسو نظامي  او ستراتیژیکو تأسياساتو ويجاړ کړل او سوریې نه يوازې خپله نظامي وړتیا وبايلله بلکې اسرائیلو ته د تهديد کچه يې صفر ته راښکته شوه، خو دَ سوریې ولس او نوى قيادت د اسد د استبدادي نظام له نسکوريدو وروسته لاهم د خپل روڼ راتلونکې جوړولو لپاره ظرفیت او فرصتونه لري.

د جولاني تر مشرۍ لاندې ايتلاف لا دمخه له خپل کنټرول لاندې سیمو کې د حکومتولي په هکله د پام وړ ګامونه پورته کړي دي او  دولتي جوړښت ته ورته سيستم يې رامینځته کړی دى. د دغې ډلې په رغنده نوښتونو کې د حکومتولي بنسټونو پراختیا، پیاوړتیا او ثبات تضمين کول شامل دي. ددغو ګامونو پورته کولو موخه داده چې خپله ډله د اسد د رژیم پلويانو او نورو مخالفو ډلو ته د یو ګټور بدیل په توګه وړاندې کړي او دغه يې د ستاينې وړ ګامونه دي. البته د جولاني په وړاندي خورا زياتې ننګونې لاهم پرتې دي.

د هيئت تحرير الشام ډلې مشر داسې هڅې هم کړې دي چې خپل شخصیت له يو مټکور جنګي مشر څخه معتدل مسلمان شخصیت ته واړوي او په ټولنه کې خپل مقبولیت ته وده ورکړي.  د اسد له نسکوریدو وروسته، نوموړى ممکن د عامه اړیکو کمپاینونه پراخ کړي، په ځانګړې توګه  مسیحیانو، اسماعيليانو، علويانو او نورو لږکيو ته  ډاډ ورکړي چې هغوى به د HTS له حکومتولي لاندې له غچ اخیستنې سره نه مخ کيږي. نوموړى دومره استعداد هم لري  چې د يادو ټولنو ملاتړ ځانته جلب کړي او يا هم لږ تر لږه بې پرېتوب غوره کړي.

په تاریخي ډول له افراطي ایډیالوژی سره راپورته شوي جولاني له القاعدې څخه ځان ګوښه کړی دى. نوموړي په لویدیځو ګټو باندي د برید نه کولو څرګندونې يې کړې دي او د اسرائیلو لخوا د سوريې د ستراتيژيکو وسلو او تاسيساتو په ويجاړولو يې په خورا نرمه لهجه غبرګون ښودلى دى.  جولاني يقيناً له هغو نړیوالو لوبغاړو سره د ښکیلتیا په لټه کې دى چې له افراطي ډلو څخه ویره لري، خو د سوریې ثبات ته لیواله دي. جولاني پوهيږي چې په کور د ننه اختلافاتو په حل کې پاتي راتلل نوموړي ته سختې ستونځې رامنځته کولاى شي.

د ابو محمد الجولاني تر مشري لاندې ايتلاف  به احتمالا له  واک لاندې سیمو کې خپل مديريت پیاوړی کړي، د عامه اړیکو جوړولو په هڅو باندي به تمرکز وکړي، له نړیوالو سره د ښکیل پاتې کېدو هڅه به وکړي، داخلي اختلافات به د خپلې ډلې د احساساتو په توپان کې نه، بلکې د عيني واقعيتونو او ځيرکتيا پربنسټ اداره کړي، په مديريتي برخه کې به HTS د يوې جنګي ډلې شکل نه، بلکې د حکومتولي بڼه خپله کړي، او د اوږد مهاله حکومتي جوړښت ستراتیژي به رامینځته کړي.

هغه مرکه چې د حیات التحریر الشام (HTS) مشر جولاني لخوا د سوريې په يوه تاريخي مسجد کې له CNN سره وکړه د نوموړي د سیاسي اجندا او عامه اړیکو په ستراتیژي کې د پام وړ ټکي په ګوته کوي.  جولاني هڅه وکړه چې ځان د افراطي ایډیالوژیو له اغيزو څخه لیرې وساتي او  د یوه داسې معتدل ​​​​مشر په توګه ځان معرفي کړي چې د حکومت کولو وړتیا لري. تر ټولو مهمه دا چې نوموړي د داسې حکومتی نظام پر اړتیا ټینګار وکړ چې د سوریې د ولس تنوع منعکس کړی او د خپلسری واکمنۍ په پرتله قانوني حکومتولي ته وده ورکړی. جولاني وویل چې “سوریه د هرچا لپاره ده،” هغه له خپل مشرتابه لاندې د سوریې د مختلفو ډلو د متحد کولو اراده څرګنده کړه . دا پیغام په ښکاره ډول دروز، علوي، اسماعيليه، او نورو  لږکیو ته د ډاډ ورکولو هڅه وه چې  د HTS د دریځونو په هکله اندیښنې لري.

د مرکې لپاره د جولاني لخوا د یوې عربي شبکې پر ځای د امریکايي رسنۍ CNN انتخاب، د سوریې په جیو پولیټیکل منظره کې د امريکا اندېښنو ته د اهمیت په اړه د نوموړي ځيرکتيا څرګندوي.  هغه د امريکا د ګټو خونديتوب ته اشاره وکړه او د بشارالاسد له رژیم سره د تړلو جرمونو په ځانګړي ډول له نشه يي توکو څخه د سوریې د پاکولو په اړه یې خپله ژمنه تازه کړه.

لنډه دا چې په سوریه کې د روانې شخړې په ترڅ کې د نوموړي تر مشرتابه لاندې ايتلاف د ننګونو او فرصتونو په څلور لارې کې قرار لري. د سوریې د راتلونکې په تړاو قضاوت لاهم له وخته مخکې خبره ده، خو دَ نوموړي لخوا د خپل ايتلاف د رول د بیا تعریف کولو هڅه د یوه ستراتیژیک نوښت په توګه له دې امله د ستاينې وړ ګام دى چې نوموړي هڅه کوي د خپلو ملي ګټو، سیمه ایزو او نړیوالو حساسيتونو او رقابتونو ترمنځ انډول رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب