سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبشعرای ژوندۍ یې؟ || اجمل تورمان

ای ژوندۍ یې؟ || اجمل تورمان

د فیس بوک د ښار کیسه به نوې نشي

موده وشوه په کې جنګ دی

د افغان په وینه رنګ دی

یو څو شنه، شنه څراغونه

خو دا ستا د خونې ړنګ دی

ای ژوندۍ یې؟

نه سلام نه دې خبره

نه په پوست کې کومه غوره

نه تصویر او نه دې شعر شته

نه دې شیر کړه سندره

ای، ژوندۍ یې؟

نن، سبا خو په کې نوې ستراتېژي ده

سوله نشته لا فضا په کې جنګي ده

د فیس بوک دا ټاپ ستوري ده

هر چا خپلې کارپوچي کرښې کاږلي

ولسمشر واشنګټن ته په کې ولاړو

هغه بل سړی هرات ته، خپل وطن ته په کې ولاړو

لا تودې دي د طالب، داعش خبرې

په یو کورکې خوشالي، لسو کې مړي

ای، ژوندۍ یې؟

څنګه ښه وې چې خندا به دې لیکله

هاهاها، هو په خدای دا به دې لیکله

ما به خوند واخیست لا نور به پسې شوخ شوم

تا به خوند واخیست بیا، بیا به دې لیکه

ای ژوندۍ یې؟

تاته وایم؟  ته ژوندۍ یې؟

والله ستړی یم په خپلو اوږو باریم

نه د ژوند یم ، نه د کار یم

د فیس بوک له ښاره تللې مساپرې

تاویزګرې ، جاودګرې

راستنه شه!

د چټ روم شینکی څراغ دې کړه روښانه

ته خو نه ولې ناځوانه

راستنه شه! راستنه شه!

ای ژوندۍ یې؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب