جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهګام/ اجمل پسرلی

ګام/ اجمل پسرلی

جورج د تریزا ټټر ته وکتل:

-واه پسرلی شو

تریزا د ونو پر زړو رژیدلو پاڼو کلک ګام کیښود. د وچو پاڼو ټکا شوه. جورج یوه پاڼه راپورته کړه، شاوخوا یې ورته وکتل:

– هاغه مې کور دی، دا ځنګل، یو ځل په مني ورته نه راغلم

-اوس له دې موسمه خوند اخله

جورج په مسکا د تریزا ټټر ته سترګې واړولې. نجلۍ د جمپر زنځیر تر پورته کش کړ. سړي غاړې تازه کړې. تریزا لمر ته ګوته ونیوله:

-د ونو شاته د لمر وړانګې څرنګه ښې ښکاري

– د لمر مخې ته چې څه نه وي خوند کوي

تریزا بیا پر پاڼو درانه ګامونه واخیستل. جورج د وچې پاڼې ډکی په ګوتو کې وڅرخاوه:

-کورته نه ځو؟

تریزا راوګرځیده. جورج ورګړندی شو. تریزا پر سترګو لاس کیښود:

-هیله کوم مه پسې راځه

جورج وچه پاڼه واچوله. تریزا تیزه شوه. جورج پسې ورغی هغې په لوړ غږ وویل:

-مه راځه، درته ومې ویل

جورج ونې ته ډډه ووهله. نجلۍ تر ونو پناه شوه. جورج په موبایل زنګ ورته وواهه هغې ټیلفون بند کړ.

جورج په ایس ایم ایس کې تریزا ته ولیکل: « په ما ګرانه یې»

موبایل ته یې وکتل….په لاس کې یې واړاوه… ځواب یې ورته ونه لیکه.

 ورو ورو د پارک کوز سرته روان شو. لمر د ګورو ونو شاته پټ شو. ساړه شمال ته یې غوني ځیږه شوو. د جمپر شپږمه تڼۍ چې یې تړله د مسیج غږ شو. دستي یې موبایل پرانیست. تریزا ورته لیکلي و:

« چې مني شي بیا به ګورو».

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب