پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسله لېرې د زړه ټکان معلوموونکې اله

له لېرې د زړه ټکان معلوموونکې اله

تاند- له لېرې څخه د انسانانو د زړه د ضربان او سا ایستنې د معلومولو لپاره یوه کوچنۍ وسیله جوړه شوه.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اله، چې ویل بي (Welbi) نومېږي، په یوه خونه کې د ژوند نښې بې له دې چې له انسان سره تماس ونیسي، له لېرې کنټرولی او معلومولی شي.

ویل بي، چې (V-sense) کمپنۍ جوړ کړی، یو کوچنی تور قطی دی او د رادیویي څپو په وسیله د زړه ټکان یا ضربان او د سا ایستلو اندازه له لېري معلوموي. دا اله معلومات یوه لوی سرور ته لېږي او په دې توګه ډاکترانو ته موقع ورکوي چې له لېرې یې په اسانه وڅاري.

وي سینس کمپنۍ د ناسا یا د امریکا د فضايی تحقیقاتي ادارې پخوانیو انجینرانو جوړه کړې ده.

دا اله د دې لپاره جوړه شوې چې د زړو خلکو روغتیايي وضعیت وڅارل شي.

دا وسیله د زلزلې په شان په طبیعي پېښو کې تر کنډوالو لاندې انسانانو د ژوند په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ډېره ګټوره ده ځکه چې تر کنډوالو او خاورو لاندې انسان د ژوند په اړه معلومات ترلاسه کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...