تاند- د امریکا د ستنفورډ پوهنتون څېړونکي بریالي شوي چې داسې برقي موټر جوړ کړي چې بې سیمه چارج کېدای شي.
د ساینس ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، د ستنفورډ پوهنتون څېړونکي وايي چې په ۲۰۰۷ م کال یې له څو سانتۍ لېري ځایه د برقي موټر بېټرۍ چارج کړه خو په دې برخه کې یې نور پرمختګ ونه کړای شو خو اوس په دې کار وروسته له دېبریالي شول چې لومړی یې یو ګروپ له لېرې چارج کړای شو.
Play
دوی اوس هڅه کوي چې موټر په داسې حال کې چې په لاره روان وي، له لېري چارج کړي.
د دې لپاره پکار ده چې د موټر په لاندینۍ برخه کې وایرونه ځای پر ځای شي.
د سټنفورډ پوهنتون څېړونکي وايي چې که دا ستونزه یې حل کړه د برقي موټرو د پرمختګ لپاره به یې لوی ګام اخیستی وي.
په دې برخه کې یوې اسراییلي کمپنۍ هم د پام وړ پرمختګ کړی دی. لاندینۍ ویدیو وګورئ؛
Play