یکشنبه, مارچ 23, 2025
Home+بې‌وسي (لنډه کیسه) ګل غوټۍ 

بې‌وسي (لنډه کیسه) ګل غوټۍ 

زما د همکارې جمیلې موضوع لا دوام درلود. د غير قانوني مهاجرت په اړه یې خبرې کولې، ښځې ناستې وې، خو د جمیلې خبرو ته چا چندان پام نه کاوه، کله خو به په خپلو کې په خبرو لګيا شوې. يو ځل چې جمیلې ترې وغوښتل چې د دې خبرو ته غوږ ونيسي، يوې ښځې ورغږ کړ:

  • دا عامه پوهاوی دی که څه بلا ده، دا خو هسې هوايي خبرې دي. زموږ ځوانان مجبوره دي، دلته نه کار شته نه روزګار. څه وکړي؟ په هوس خو څوک نه ځي!

نن مو تقريبآ پنځوس ګډونوالې درلودې. ډېری يې د پاخه عمر ښځي وې، يو څو ځوانې نجوني هم راغلې وې. د دوی په ډله کې په يوه کونج کې يوه غنمرنګه نجلۍ غلې ناسته وه. له څېرې پنځلس کلنه معلومېده. زما ټول پام دې ته و. دې هر ځل هڅه کوله يو څه ووايي خو بېرته به يې شاوخوا ښځو ته وکتل، څه به یې ونه ويل. موږ د ټولو ګډونوالو نومونه لېست کړي وو، دا نجلۍ هوسۍ نومېده. ما پرېکړه وکړه چې په خپل نوبت کې به هوسۍ خامخا غږوم. د جمیلې موضوع نور خلاصه سوه، نور نو زما نوبت و. زه نن په اجباري او له وخت څخه مخکې ودونو غږېدم. موضوع مې پيل کړه تقريبآ نیم ساعت به پرې غږېدلې نه وم، چي د ډيرو منفي نظرياتو سره مخ سوم. دا موضوع بېخي هغوې ته د منلو وړ نه وه. زه په ډېره لوړه اراده راغلې وم، غوښتل مې له دوی سره مرسته وکړم چې خپل حقونه وپېژني، خو هڅې مې بې‌پايلې راته ښکاره شوې. دومره ناهیلې وم چې حد يې نه درلود. خو بيا مې هم خپل ځان ته ډاډ ورکاوه چي بايد حوصله وکړم. ما خبرو ته دوام ورکړ، خو يوې د پاخه عمر ښځي په تريو تندي راته وکتل. ښکارېده چې زما خبري هېڅ ښې نه پرې لګیدلې. دې پرخپل سپېره مخ لاس راتېر کړ په خپل زاړه پړوني باندې يي له مخ څخه دانه دانه سپين ويښته پورته کړل, راته ویې ويل: 

  • دا تاسو هسې خبرې کوی. ما خپله په يولس کلنۍ کې واده کړی، په دولس کلنۍ کې مې زوی پېدا سو. هيڅ پلار پوښتنه نه ده راڅخه کړې چي دا ځای دې خوښ دی که يا. په خپله خوښه يي ورکړم نو څه سوله؟ زه مړه سوم؟ خو داغه يم تراوسه ژوندۍ يم. 

ما ورته وويل:

  • سمه ده خاله چي ته ژوندۍ يي. خبره يوازي د مرګ او ژوند نه ده، خبره د حق ده. ته وګوره پر تا به په ژوند کي څومره ستړياوې راغلې وي، د دې پر ځای کاش تا يو ښه ژوند درلودی. ځکه ښه ژوند کول د هر انسان حق دی.

ښځي بېرته راغبرګه کړه:

  • خو تاسو ناکه واياست، واده هېڅ عمر نه غواړي زه يولس کلنه او خاوند مي د څلويښتو کالو و. زما د پلار څخه په پاخه عمر کي و او بل دا چي دا ډيره بده ده چي يوه انجلې وايي دا ځای مې خوښ دی دا مې نه دی خوښ.

ټولو د پاخه عمر ښځو د دې په خبرو باندې سر ښوروه. زما تر خبرو ډير د دې خبرو ته ځير وې. ما د دوی هرې يوې نظر ته پوره احترام درلود، ځکه پوهېدم چې زموږ ټولنه همداسې ده. دا دومره اسانه نه وه چي زما په يوه وينا د دوې د پېړيو پيړيو نظر بدل شي. سپېن سرې ښځي لا خبرې نه وې خلاصې کړې، چې يوې بلې ښځې چي زړې جامې،  زوړ پوړنی، چاودلی مخ او لاسونه یې وو پسي راغبرګه کړه:

  • ما پنځه دانې لوڼې واده کړې، ټولې مې په دولس کلنۍ او ديارلس کلنۍ کې واده کړې. يو دوه درې صنفه يې درسونه هم ويلي وو. يوې ته مو دا اجازه نه ده ورکړې چې ووايي دلته مې ورکړئ دلته مې مه ورکوئ.

ما په ځواب کي ورته وويل: 

  • خاله ته څه خبره يې چې هغوی څنګه ژوند کوي. د هغوې په زړه کې څه وه، هغوی څه غوښتل، هغوی د خپل راتلونکي لپاره څه ارمانونه درلودل؟

دې بېرته راغبرګه کړه:

  • نور به لا دوی څه غوښتل؟ مېړو ته مې ورکړې، کورونه يې جوړ دي.

ما نور هيڅ هم ونه ويل، مايوسي مې نورې هم په وجود کې چيغې وهلې. هغسي چيغې چې هېچا هم نه اوريدلې او نه يي هم احساس کولې. ډيره ستړې شوې وم. خو بيا مي هم صبر کاوه. هوسۍ چې مې له وړاندې لا په فکر کې وه غوښتل مې دا وغږوم، خو هغه د دې ښځو په خبرو سره نوره هم مايوسه معلومېده.

ومي ويل:

  • هرڅوک خپل نظر ويلی سي، هر څه مو چې په زړه کې دي ویې واياست. هېڅ خبره نه ده. په ډاډه زړه هرڅه ويلې شئ. کېدای شي مرسته  درسره وکړو.

د مرستې په اوريدو سره هوسې رډ رډ راوکتل، خړې د اوښکو ډکې سترګې یې شاوخوا ښځو ته ورواړولې. د هغې په سترګو کې له ورايه د راتلونکي ارمانونو چیغې وهلې. په پرې پرې شونډو یې د وينو راوتلي څاڅکي وچ شوي وو، ویې ويل:

  • زه يي هم ورکړې يم، دا خو خير پروا نه‌ کوي چې ورکړې یې يم، زموږ رواج دغسې دی. مګر زه یې چې چاته ورکړې يم هغه هم ګونګ دی او هم ړوند.

دې لا خبره نه وه خلاصه کړې، چې يوې پخې چاغې ښځې پرې غږ کړ:

  • ولي ګونګ و ړوند د خداې ج بنده نه دی؟ او بل داغه هم ښه دی چې درته پېدا سو، د نشه‌یي لوڼې نو څوک کوي؟

د دې ښځي په خبرو ما هيڅ عکس العمل ونه ښود. هوسۍ ته مې ډيره ډاډ ګېرنه ورکړه، ورته ومې ويل:

  • هوسۍ جانې مه خپه کېږه موږ به ستا له کورنۍ سره ووينو، يوه حل لاره به ورته پېداکړو.

زما په دې خبرو د هوسۍ چاودلې شونډې موسکۍ شوې.

نور مې موضوع ختمه کړه، ما او جمېلې خپل بېنرونه او شيان راټول کړل. له ښځو مو خدای پاماني واخیسته، موټر ته راووتلو، حرکت مو وکړ. 

د هلمند د نورو ټولو ولسوالیو په شان ناوه هم زرغونه او ښکلي ښکارېده. هوا تازه او ونې زرغونې وې. مګر زه او جميله د هوسۍ په کېسه کې غرقې وو، لارې ته مو پام نه و. ما او جمېلې دا پرېکړه وکړه چې موږ به دا موضوع له خپل سوپروايزر سره شريکه کړو. که نور هېڅ هم ونه کړو د هوسۍ لپاره به د زده کړو زمینه مساعده کړو چي راتلونکي کې دا د خپل ژوند جوړونکې پخپله واوسي. 

دفتر ته راغلو نن هېڅ پوه نه شوو چي دا لاره څنګه خلاصه شوه. تقريبآ يو ساعت لار وه. زما او د جمیلې بحث د دې انجونو پر راتلونکي او د دوی د مشرانو پر منفي نظرياتو و. تر څه ځنډ وروسته د خپل سوپروايز شعبې ته ورغلو تر سلام وروسته مو د حاضري او راپور پاڼې پر مېز ورته کښېښودلې. سوپروايزر حکېم افغان نومېده پوښتنه يې وکړه او ښه راغلاست یې راته ووايه.

ما خبرې شروع کړې:

  • خيريوسې مننه خو ورځ مو هېڅ ښه نه وه.

هغه لا ويلي نه و چې ولې، ما خپله ټوله کیسه ورته وکړه. د هوسۍ په کېسې سره زما هم نور زړه صبر ونکړ. اوښکې مې راماتې شوې. افغان يو ګړۍ غلی و، بیا یې سر د نه په معنا وښوراوه او ویې ويل:

  • موږ هېڅ هم نه شو کولی، ځکه ښوونځي بند دي. بل داسې څه موږ نه شو کولی. شرايط هېڅ د دې نه دي چې موږ د يوې نجلې دفاع وکړو. ځکه دا ټولنه موږ ته هيڅ د مداخلې حق نه راکوي. څه چي مو له وسه وه هغه موږ کړي که موږ د دې خلکو پر خلاف ودريږو شايد زموږ کارونو ته نور هلته اجازه ورنکړي. که یې اجازه رانکړه موږ او تاسو به ټول پر کور شو، د خپل اولاد په ډوډۍ پسې به حېران يو.

د دې خبرو په اوريدو سره غلې پاتې شوم، ځکه چي زما يوازينۍ هيله سوپروايزر ته وه، هغه هم نه وويل.

هوسۍ به مايوسه وه خو زه تر هغې ډيره مايوسه شوم. په رښتيا ماته شوم، په زړه کې مې داسې يو درد او چیغې وې چې هغه هېچا هم نشوی احساسوالی.

 چي هرې خواته به تلمه داسې فکر مې کاوه چې هوسۍ زما مخې ته ولاړه ده او زما څخه د مرستې غوښتنه کوي. د هوسۍ د اوښکو ډکې سترګې او په وروستيو کې د هغې موسکۍ شونډې مې هېڅ له ذهنه نه وتلې. هغه هیله چې مې هوسۍ ته ورکړې وه تر هرڅه هم هغې هيلې ژړولم.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

راځئ نړۍ وپېژنو | پوهاند محمدبشیر دودیال

جغرافیه یو په زړه پورې علم دی. له بده مرغه زموږ په ښوونځیو کی دا مضمون، لکه هغسې چې په کارده، نه تدریس کیږی....