پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+د سرتېرو د ملي ورځې په ویاړ؛ د نجات پرېښتې

د سرتېرو د ملي ورځې په ویاړ؛ د نجات پرېښتې

کبیر حقمل

د 2015 کال له عادي کاري ورځو یوه دا هم وه. د مشرانو جرګې تعلیمي کمیسیون پوښتنو ته ورغوښتي و او موږ هم د پوهنې وزارت له لوړپوړي پلاوي سره، د جرګې د مرستیال په دفتر کې د ناستې د پیل په انتظار ناست و. له نسبتا اوږده انتظار وروسته راته د کمیسیون ناسته کې د ګډون په موخه د تلو وویل شول. ټول پاڅېدو او لا د خونې پای او دروازې ته نه و رسېدلي، چې ځمکه موتر پښو لاندې وښویېده او په یوه درانه غږ هر څه ولړځېدل. د همدې او شاوخوا نورو خونو د هندارو شرنګی شو او ګورم، همغه کوچ باندې، چې زه ناست وو، د لمرخواته کړکۍ ستره هنداره را ماته شوې او کوچ له شیشو ډک دی. د درنو ډزو او چاودنو ترڅنګ مو بې واره چیغې تر غوږو کېدلې او ټول خلک وارخطایۍ او وېرې پر سر اخیستي و.

لږه شېبه نه وه تېره، چې هر چا خپل تحلیلونه شروع کړل. یوه وویل، هغه څو تور موټرونه، چې د دفاع د کاندید وزیر په نامه ننوتل، له انتحاریانو ډک و او ولسي جرګه یې په نښه کړې. بل کړل، چې د انتحاریانو شمېر دومره دی، چې هرې خونې ته ورځي او چې څوک ویني وژني یې، کوم بل سړی یا ښځه رامخې ته شوه یو بل څه یې وویل او په دې دومره کمو دقیقو کې د دنیا اوازې وې، چې خوله په خوله کېدلې. د مشرانو جرګې په لوی دهلېز کې مې لا هم د هغې ښځینه وکیلې څېره یاده ده، چې هر یوه ته به ورتلله او خاصې دعاوې به یې ورته ښودلې او خپله هم په چیغو او نارو سر وه. نور هم هر یوه په یوه نه بله بڼه یا غږ پورته کاوه، یا یې منډې وهلې او یا یې هم دعاوې کولې. زه په دې منځ کې حیران ولاړ وم، وېرېدلی، سوچونو وړی او داچې اوس به یو مخ پټی راځي، هر یوه ته به ګوري او په نښه کوي به یې. بیا به مې سوچ وکړ نه، دوی به وېرېږي، چې دلته وسله وال نه وي، حتما به لومړی لاسي بمونه را غورځوي، ښه که داسې وشي، څه باید وکړو او که هسې وشي څه باید وشي؟

د جرګې اداري برخه کاملا ملکي وه، حتی په دروازه کې یې هم وسله وال ساتونکی نه و، که و هم تر موږ به لا ډېر وارخطا و. د رییس ساتونکي د هغه د دفتر په ساتنه بوخت و او که زموږ ساتنه یې هم کړې وای، نو څنګه به یې د هغومره انتحاریانو، چې شک کېده راغلي و، مخه نیوله. موږ داسې و، لکه په یوه پرانیستي میدان، چې سېلاب او سېلیو ته ولاړ یې. پر فیسبوک مې لنډ پوست وکړ، چې تر اور لاندې یو که ووتو بیا به ګورو. سترګو ته مې مور-پلار، بچیان، وروڼه، خوېندې، همکاران او ملګري ګرځېدل. زړه مې غټ کړ، له هغې خونې ووتلم، ځکه د خونې کړکۍ د ولسي جرګې خوا ته وه، همداسې له هرې خونې خلک راوتلي او دهلېز ورباندې ډک و. زه د دهلېز د دروازې خواته ولاړم، خپل همکاران مې هم ورک کړل، هر سړي، چې هره لار ومونده، پر همغې ولاړل او زه له نورو وارخطا او وېرېدلو نارینه و او ښځینه و سره په دهلېز کې وم. څو بې وسلې ساتونکي، چې هلته و، هیڅوک یې هم د دروازې خواته نه پرېښودل، ځکه د مرګ ژوبلې وېره وه، زه بیاهم دروازې خواته نژدې ولاړم، پورته منزل ته د تللو زینو ترڅنګ ودرېدم او دې ته منتظر وم، چې اوس به کوم مخ پټی ترهګر راځي، لاسي بم به را اچوي یا به مو هم مخامخ وهي، د جلال آباد د کابل بانک او داسې نورو بریدونو صحنې مې یو یو مخې ته کېدلې. دا مې هم تصور کاوه، چې تر ما وړاندې به څومره کسان پرېوځي او زه به ورته ګورم یا به هم زه د چا پر وړاندې پرېوځم او دوی به مې په لیدو سترګې پټوي او چیغې به وهي.

څو شېبې نه وې تېرې، چې دا وېره یو په زر شوه، د تورو نقابونو څو تنه یو پر بل پسې چټک پر دروازه را ننوتل او د پورته منزل پر لور یې منډې کړې، ما وویل، چې همدوی ترهګر دي او لکه، چې ولسي جرګه کې یې کار خلاص شوی او دلته راغلي، یو څو تنو یې موږ شاته ټېل وهلو او ویې ویل، ښوری مه، هر څه سم دي. زما زړه، دماغ او الله شاهد دی، د همدې یوې کلمې په اورېدو مې ټوله وېره، اندېښنې او تشویش تمام شو. دا زموږ د ځانګړو ځواکونو ټولګی و، چې د ورته عملیاتو د مهار ځانګړی مهارت یې درلود. زه لا هم په دهلېز کې ولاړ وم، د زینو د پاسه ولاړ ځوان ته مې کتل، چې لاس په ماشه یې بهر کتل او موږ ټولو یې د زړورتیا، قربانۍ او ډاډ په سیوري کې د الله شکر وېست. ما همالته څو وکیلانو ته وویل، چې دوی راغلل اوس هر څه سم دي او ځان سره مې په وار وار ویل: د نجات پرېښتې!

دقیقې نه وې تېرې، چې د همدې کسانو څو تنه ووتل او موږ ټولو ته یې ځانونه سپر کړل او د وتلو لار یې جوړه کړه. په وتلو وتلو کې مې احساسات پارېدل، نه پوهېدم، چې د ژغورنې دې تجربې ته په کومه سترګه وګورم، پورته د درېمې کارتې بازار ته روان شوم، چې دفتر ته ولاړ شم، خو موټر چلوونکی مې لاهم د پارلمان په پارکېنګ کې و. د کابل د بګرامیو دا ساده او لېونی ځوان، چې هر څومره امنیتیانو اړ کړی و ځای پرېږدي، نه و تللی او ویلي یې و، چې تر هغو ما ونه ويني نه ځي. زنګ مې ورته وکړ او هاخوا مې راوغوښت. موټر کې کېناستم، ژوره ساه مې واخیسته او خپل مشر ورور ته مې، چې زما د هرې ښې او بدې مرجع و، زنګ وکړ. هغه به په هره پېښه کې تربل هر چا زما په اړه ډېر اندېښمن و، ژړغونکی وم، د خپل حال اطمینان مې ورکړ او خبرو یې د زړه ډاډ راکړ.

ما د افغان ملي امنیتي ځواکونو ددې سرښندنې او مېړانې په سیوري کې خپل ژوند بیا وموند او ددې ستر نعمت لومړی خبر مې هغه ورور ته ورکړ، چې هغه هم نن ددې ځواکونو یو ډېر سپېڅلی، مظلوم او ویاړلی شهید دی.

افغان مېړنیو ملي امنیتي ځواکونو شاوخوا دوه لسیزې زموږ د سراو مال د ساتلو لپاره په داسې مېړانه قرباني ورکړه، چې د دنیا د هېڅ جګړې تاریخ یې نه لري. دوی هر ځای د هغو د نجات پرېښتې وې، چې له ژونده یې لاسونه مینځلي او وحشي ترهګر یې د وژلو لپاره پر سر ولاړ و، که هغه د پارلمان برید و، که د سردار محمد داود خان د روغتون او یا که د بې شمېره نورو ځایونو ترهګر بریدونه. موږ، زموږ هیواد او تاریخ به تل تر تله ددوی د احسانونو او نېکیو پوروړی وي.

پای

1 COMMENT

  1. یقیتاً ملی امنیتی ځواکونه مو اتلان اود ملی ناموس اوامنیت مدافعین وو، خو غلام شورای نظار، خلیلی، محقق او عبدالله نظام له دننه پاشان کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...