شنبه, اپریل 26, 2025
Homeخبرونهاپل په مصنوعي ذهانت سمبال ارزان ایفون راوایست

اپل په مصنوعي ذهانت سمبال ارزان ایفون راوایست

تاند (جمعه، د کب/ حوت ۱۰ مه) اپل له یوه نوي آیفون څخه پرده پورته کړه، چې د مصنوعي ذکاوت ځانګړتیاوې لري خو د خپلو ګرانو ماډلونو په پرتله یې بیه ټیټه ده.

د اپل په وینا، آیفون «۱۶اي» (16e) د آیفون ۱۶ له هماغه پروسیسر څخه کار اخلي، خو د کامرو د شمېر په شمول په نورو برخو کې د اصلي ماډل په پرتله لږ امکانات لري.

په وروستیو میاشتو کې، اپل هڅه کوله چې یو نوښتګر محصول ومومي، څو پېرودونکي جذب کړي، ځکه چې احصایې ښيي چې د تیر کال په پای کې د آیفون پلور کم شوی دی.

دغه شرکت هیله لري چې د مصنوعي ځیرکتیا پرمختللې ځانګړتیاوې په ارزانه آیفون کې وړاندې کړي، ترڅو دا ستونزه حل کړي.

د آیفون ۱۶اي نوم ته اشاره

د آیفون د نوي ماډل نوم ښيي چې دا د SE لړۍ ته ورته دی، چې له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۲ پورې تولیدېده او ارزانه و.

اپل اعلان کړی چې نوی آیفون به د فبرورۍ له ۲۱ څخه په ۵۹ هېوادونو کې د وارمخکې پلور لپاره چمتو وي.

د دغه موبایل بیه له ۵۹۹ ډالرو څخه پیل کېږي چې د آیفون ۱۶ په پرتله ۲۰۰ ډالر ارزانه دی.
خو بیا هم دا قیمت د ۲۰۱۶ کال د اصلي آیفون SE په پرتله تر دوه چنده زیات دی.

یو پیاوړی او اقتصادي آیفون

د صنعت شنونکی پایولو پسکاتوره، وویل:
«دا آیفون اوس د بازار له پیاوړو او په عین حال کې له ارزانه آیفونونو څخه شمېرل کېږي.»

نوموړي زیاته کړه:
«دا ګام کولی شي د نوو ټکنالوژیو د منلو بهیر چټک کړي، په ځانګړي ډول د اپل د مصنوعي ذکاوت د سیستم (Apple Intelligence) پراخېدو ته لاره هواره کړي.»

اپل او مصنوعي ځیرکتیا

په تېره یوه لسیزه کې، اپل د ۱۸۹ میلیارده ډالرو په ارزښت د مصنوعي ذکاوت په برخه کې پانګونه کړې.

شنونکی پسکاتوره وایي، د نوي آیفون تر ټولو جالب پټه ځانګړنه نوی موډیم «C1» دی، چې د 5G شبکې ملاتړ کوي.

دا لومړی ځل دی چې اپل د خپل آیفون لپاره خپل ځانګړی موډیم ډیزاین کړی دی. تر دې وړاندې، اپل د کوالکام او انټل چیپونو ته اړتیا درلوده.

د خپل ځانګړي موډیم درلودل اپل ته دا وړتیا ورکوي چې د خپل ټکنالوژیکي ایکوسیستم بشپړ کنټرول ترلاسه کړي، لکه څنګه چې په ۲۰۰۹ کال کې د شرکت مشر تیم کوک ویلي و.

قوي چیپ او د مصنوعي ځیرکتیا تمرکز

په دې آیفون کې، اپل د «A18» چیپ کارولی، چې دا د اپل په قیمتي ماډلونو کې هم موندل کېږي.

دا په دې مانا ده چې نوی آیفون به هماغه لوبې او اپلیکیشنونه چلوولی شي، چې نور آیفونونه یې چلوي، خو مصنوعي ځیرکتیا د دې ماډل د اصلي تمرکز نقطه ده.

تیم کوک د آیفون د پرانیستې په مراسمو کې وویل:
«مصنوعي ځیرکتیا له تاسو سره مرسته کوي چې خپل وخت وسپموئ او کارونه ژر ترسره کړئ.»

د ارزانه مصنوعي ذکاوت دروازه

که څه هم نور سمارټ‌فون تولیدوونکي هم ورته ځانګړتیاوې وړاندې کوي، خو آیفون ۱۶اي د اپل د مصنوعي ذکاوت تر ټولو ارزانه لاره بلل کېږي.

کارپوهان وایي، داسې ښکاري چې اپل دا آیفون د پخوانیو ماډلونو لرونکو ته جوړ کړی، چې هغوی د خپل موبایل د لوړولو لپاره وهڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

افغان کلتور او په معاصره نړۍ کې پرمختګ| ضیاالرحمن ذهین

خلاصه کلتور د یوې ټولنې هغه ګډ دودونه او کړنې دي چې  دهمدغه وګړو په واسطه رامنځته شوي وې، او راتلوونکې نسلونو ته دانتقال په...