د پراګ په زړه کې د زړې کلیسا ور پرانیستی و. ګرځندویان ورننوتل. په تیاره کلیسا کې له رنګه هندارو رالویدلې رڼا ته د مجسمو سره زر بریښیدل.
خلک شاوخوا غلي ولاړ وو. د نم بوی و. د ولادیمیر پر اوږه مې لاس کیښود، اشاره مې ورته وکړه چې زه وځم.
دی هم پسې راووت، ورته ومې ویل:
-عجبه نه ده په خپل لاس یو شی وتراشه بیا یې په یو ویشتمه پيړۍ کې عبادت کوه
ده شونډې بوڅې کړې. د کلیسا د زنګ ټنګا شوه، ولادیمیر سترګې کش کړې:
-دوه زره کاله مخکې دا ښه موسیقي وه خو اوس…
-غوږونه خوري
د موبایل د پیغام ټنګ شو، ولادیمیر ورته وکتل، بیا یې د کلیسا برج ته لاس ونیو:
– دا د کلیسا خبر ولې په ( ایس ایم ایس) کې نه لیږي هم به خلک په ارامه وي او هم به ډیرو ته رسیدلی وي که یې پخوا خلک داسې خبرول هغه وخت خو وسایل نه و
-ښایي علت به یې دا وی چې پخوانۍ زمانې ته څوک ورولي
– کیدای شي چې د کلتور د ساتلو لپاره د کال په خاصو ورځو کې دغه عادتونه وساتو هر ورځ سړی په عذابوي، یو به ناروغ وي، د بل به نه خوښیږي.
له سړکه پورې وتو. د موټرو په غږونو کې د کلیسا ټنګ ټنګ ورک شو.
پراګ