ای ته پوهیګې!؟
نن د اسمان زړه ولې دومره ډک دی؟
ولې بل شانتې نری نری شمال لګي!
هو…!
د اسمان زړه ډک دی
زما د زړه څړیکه تر اسمانه رسیدلې…
ته نه یې خو ستا وږم راته دا نری نری شمال راوړي!
او دا باران ستا یاد راته تر بلې هرې ورځې ډیر راته تازه کوي!
…..
ای ته پوهیګې ښکلا څه ته وایی!؟
ستا د سترګو فلسفه ده
ستا د شنډو مسکا
ستا د آواز انګازه…
او ستا د راتلو د انتظار شیبه ده!
…..
داسی نړۍ کې
ګیر شوې یم!
چی هیڅ دروازه نلري
؟
ډير ښایسته