یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+ازادي (لنډه کیسه) نصیراحمد احمدي

ازادي (لنډه کیسه) نصیراحمد احمدي

څوارلس کلن هلک خپله پيغله خور تر کوڅيو ونيوله، د هغې پر اوږه تم  منګی يوې خواته کوږ شو، ولوېداو له درب سره مات کلدورکي (د منګي ټوټې) يوې بلې خواته ولوېدل.

نجلۍ پر ژامه سوک وخوړ، لاړې يې باد شوې، کيڼ لورته ړنګه شوه، سر يې د چوترې پر سميټي ژۍ ولګېد، ځای پر ځای پريوته.

هلک د هغې تشي ته لغتې ونيولې، په عمر پخه ښځه له کوټې راووته، هلک يې پوري واهه، پر نجلۍ ور پريوته او له خولې څخه يې ښيراوې راووتې:

_ خدای دي ټک له ټکه که، مغزۍ دي مات شه، ښه ورځ ونه وينې…

هلک لاس ور وغزاوه، ښځه يې تر مټ ونيوله، نجلۍ ته يې دوه_ درې سوکه ورکړل، ځای پر ځای ودرېد، له خولې څخه يې ځګونه باد شول:

_وژنم يې !

دا يې وويل او ديوال ته نږدې د خرې پر کته کېناست.

ښځې خپلې لورته وکتل، سترګې يې سپينې راختلې وې، غاښونه يې په وينو سره ول، ښځې په ژړا کې وويل:

_مړه دي کړه!

هلک لاړې تو کړې، پر خپله بهيدلې پزه يې لستوڼی تير کړ، څه يې ونه ويل.

د نجلۍ زګيروی واورېدل شو، شيبه وروسته يې سترګې رڼې کړې، يو دم يې وژړل، ځان يې د مور غيږې ته ور واچاوه.

مور يې د هغې پر ککرۍ لاس تير کړ، ګوتې يې په وينو سرې شوې، په غريو کې يې وويل:

_څه ووايم، خدای دې ځوانيمرګ کړي.

وروسته يې د نجلۍ ټکری سم کړ، نجلۍ ولاړه شوه، زانګې وانګې کوټې ته ننوته.

ښځې هلک ته مخ ور واړاوه، ورو يې وويل:

_څه خطا، څه ګناه، ولي؟

هلک خپله پزه پورته کش کړه، په خشکه يې وويل:

_دا دريم وار دی چې په اوبو پسې د باندې وځي!

مور يې چيغه کړه!

_نو په دې کې څه خبره ده؟

هلک په غوسه وويل:

د کلاه تر مخ هلکان مردکي کوي، شرم دی شرم!

ښځې په غريو کې وويل:

زار (زهر) دې تر خوله سه، هغوی خو سره خوله هلکان دي، نن جامې مينځو! اوبه راوړي!

هلک چيغه کړه!

_  دومره ازادي مه ورکوه! که مې دا وار وليده! مرداره به يې کم

له دې سره يې په جيب کې پرتو مردکيو ته شرنګ ور کړ او په منډه له کلاه ووت.

 پای

د ۲۰۱۰ د جون ۶ مه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب