یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeداسې هم شتههغه څاروي چې د انسان ناروغي تشخیصولی شي

هغه څاروي چې د انسان ناروغي تشخیصولی شي

تاند- تل داسې ښکاري چې د ناروغیو دقیق تشخیص ګرانو او پرمختللو وسایلو ته اړتیا لري، مګر داسې حیوانات شته چې د ناروغیو د تشخیص وړتیا لري.

کورني حیوانات، لکه سپي په څټولو یا بویولو د خبیثه میلانوما (د پوستکي سرطان یو ډول) په شان ناروغیو څخه خپل خاوندان خبرولی شي.

د مایکروسکوپي چینجو، میږیانو، موږکانو او سپو په شمول بېلابېلو ژويو او حیواناتو د خلکو او بیولوژیکي نمونو د ناروغیو د کشف کولو وړتیا ښودلې ده.

د یورونیوز د راپور له مخې، په هغو ناروغیو کې چې حیوانات یې تشخیصولی شي له سرطان او د ادرار د لارې (جهاز) له انتاناتو څخه نیولې تر کوویډ – 19 او کلستریډیم ډیفیسیل (اسهال چې د انټي بیوټیکونو له امله رامینځته کیږي) پورې راز راز ناروغۍ شاملېږي.

ډیری دا ناروغۍ کېدای شي جدي وي او ژر تشخیص یې د ناروغانو لپاره مهم دی. داسې حیرانوونکي حیوانات شته چې کولی شي په انسانانو کې ناروغۍ کشف کړي، چې موږ یې لاندې یادونه کوو:

سپي

سپي د مختلفو ناروغیو لکه د پارکینسن (رېږد) ناروغي، د مثانې سرطان، ملریا، میرګي، شکر، او د قند د ناروغانو د وینې د ټیټ شکر د تشخیص کولو وړتیا لرلی شي. د سپو د بوی حس د دوی د تشخیصي وړتیاو لپاره کلیدي رول لري، ځکه چې د سپي د بوی حس د انسان پرتله لس زره ځلي ښه دی.

سپي حتی د دې وړتیا لري چې د نويو بویونو د تحقیق کولو په وخت کې د خپلې پزې له هر سوري څخه جلا کار واخلي.

موږک

موږکان هم په هغو حیواناتو کې شامل دي چې د ځانګړي بوی په کشف کولو کې ښه دي. د مثال په توګه، د افریقا لوی موږک په موزمبیق کې په ځمکنیو ماینونو کې د چاودیدونکو توکو د کشف کولو لپاره روزل شوي. دا موږکان په طبي تشخیص کې هم ارزښت لري، لکه په شکمنو قضیو کې د بلغم له نمونو څخه د نري رنځ په پېژندلو کې.

موږکان د نري رنځ د شکمنو نمونو په موندلو کې خورا ګړندي دي او کولی شي په 20 دقیقو کې د 100 ناروغانو نمونې معاینه کړي.

مچۍ

د شاتو مچۍ هم د سږو سرطان، نري رنځ او کوویډ – 19 په شمول د ځانګړو ناروغیو نښې کشف کولی شي.

د شاتو مچۍ د ټیټ غلظت لرونکي بوی په وړاندې د لوړ حساسیت له امله، کیمیاوي بدلونونه د سپو او موږکانو په څیر کشف کولی شي.

څیړونکي توانیدلي چې د شاتو مچیو ته روزنه ورکړي چې د خوږو د ترلاسه کولو لپاره د ژبې په خلاصولو سره ځانګړي بوی ته ځواب ووایی. دا مچۍ د تمرین له لارې هغو بویونو ته ځواب ویل زده کوي چې په ناروغیو پورې تړاو ولري.

دا وړتیا مرسته کوي چې د نورو څارویو په څیر د شاتو مچۍ د ناروغۍ په تشخیص کې وکارول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب