سه شنبه, جولای 30, 2024
Homeخبرونهد ټاپي پروژې د چارو د پيل په اړه د ترکمنستان سفیر...

د ټاپي پروژې د چارو د پيل په اړه د ترکمنستان سفیر سره د ملا متقي خبرې

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره د ټاپي پروژې د چارو د پيل او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړي.

د متقي دفتر وایي، دې کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پر غزولو، تورغنډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد برق سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې اترې وشوې.

سرچینه زیاتوي: متقي سرپرست هیله څرګنده کړه، چې افغان لوری به هڅه وکړي، چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پاتې برخې مسئلې اوارې او عملاً کار پیل شي.

هغه همدارنګه ويلي چې د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي، څو د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهايي او د کار د پیل زمینه برابره شي.

طالب وزیر په دغه کتنه کې همدارنګه ويلي چې د تورغنډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تاسیساتو جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي او په نژدې راتلونکي کې به د ترکمنستان لوري ته اطلاع ورکړي.

2 COMMENTS

  1. الحمدالله اوس دافغانستان واک دهيواد رشتينو بچيانو په لاس کى دى او هيواد ته په صحي معنا کار کوى

  2. داد پاکستان پلان ده د پاکستان په لاس کي ده تالب ئي راوست چي دا پلان پلي کړي ته څوک يي چي په دپروژي وياړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب