سه شنبه, اکتوبر 8, 2024
Homeخبرونهله پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د ملاتړ په اړه د امرالله صالح...

له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د ملاتړ په اړه د امرالله صالح توضیحات

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۱ مه) د پرځیدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه لیکنه کې له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه د ده د ملاتړ دلایل روښانه کړي.

هغه دې ته په اشارې، چې یو شمېر فارسي ژبو منتقدانو یې د دغه غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر په اړه خواخوږۍ ته توند غبرګونونه ښودلی وو، په یوه مفصله لیکنه کې په دې اړه توضیحات ورکړي.

ښاغلي صالح لیکلي: طالبان د جمهوري نظام له سقوط مخکې تر ۵۰ زرو پورې جنګیالی لرل او افغانستان د یوې دسیسې په بایله کې دغې ډلې ته سپارل شوی.

د هغه په وینا، د دې ډلې خلاف د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته لسګونه مخالفې ډلې موجودې وې او دي، چې پر ضد یې مبارزه کوي.

صالح زیاتوي، چې ځینې فارسي ژبې برتري غوښتونکي تمه لري چې پښتانه طالب ضد دې د خپل هویت له هېرولو سره د دوی په ژبه د طالبانو خلاف مبارزه وکړي، په داسې حال کې چې دا نا معقوله غوښتنه ده.

د صالح په باور، د طالبانو خلاف تر ټولو ښه مبارزه په پښتو ژبه کېدای شي.

نوموړی د جمهوري نظام له سقوط وروسته وضعیت ته په اشارې وایي، چې دغه مهال ډېرو جمهوریتیانو د یو بل خلاف پیغورونه او کنایې ویلې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ورسره اړیکې نیولې او د جمهوري نظام په ملاتړ یې تر ټولو ښه دریځ نیولی و.

صالح د محسن داوړ یادونه کړې، چې د طالبانو په لاس یې د ده د ورور له وژل کېدو وروسته په فارسي ژبه د تسلیت اعلامیه خپره کړه او غمرازي یې ورسره وکړه.

د ده په وینا، دا د فارسي ژبې په اصطلاح« عیاري» وه، چې وشوه.

صالح دا هم ویلي، چې که یوه ورځ د جمهوریت د حرام خورو او نمک حرامو لېست خپور شي، ډېر جالب به وي.

1 COMMENT

  1. جناب نا صالح: آیا پنجشیر شما 600 جنرال خیالی و غیره خیالی نداشت؟ تا بیسواد حیدر لنګ را هم جنرال ساختید. از روز تجلیل مسعود که همه ساله مردم بیدفاع کابل به ضرب ګلوله های لندغر های کشته میشد از یاد تان رفت؟ خرکُس از منزل خودت به میلیون ډالر بر آمد کدام تان حتی بچه یی مسعود که آنوقت طفل بیش نبود زمین های شیرپور را بین تان تقسیم نکردید. من مخالف طالب هستم و با طالبان بزبان پښتو مبارزه هم میکنم و آنها را بهتر تر از شما کثافت میدانم. هزار بار طالب شرف دارد به کسانیکه مثل شما در جمهوریت بودند. فحاشی را به اوج خود رسانده بودید شینګری دیګر کدام مساله یی بین تان نبود هزار فسق و فساد دیګر. همینکه زنده هستی شکر کن پول داری یکدو روز دیګر هم از زندګی ات مانده یا نه با فامیلیت در ګوشه دنیا بیغم زندګی این توصیه مه به شما دزد هاست چونکه منبعد در کشور به شما حرام زاده ها جا نیست ـ د خره ځویه لعنت دی پر تا او خمارتیانو شی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب