جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+غږیز کتابونه او ګټې یې | سپین ګل سجاد

غږیز کتابونه او ګټې یې | سپین ګل سجاد

د دې مقالې د لیکلو هدف او اړتیا د غږیزو کتابونو په ارزښت او ګټو پوهېدل دي، تر څو د کتاب لوستونکي د کاغذي او الکترونیکي کتابونو تر څنګ د غږیزو کتابونو مطالعې ته هم مخه کړي.

په ټوله نړۍ کې د غږیزو کتابونو مینوال او لوستونکي ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي، دا ځکه چې پخوا به د کتاب لوستونکو په ډېره لوړه بیه بېلابېل کتابونه پېرل او یا به یې له خپلوانو او ملګرو څخه د امانت په توګه اخیستل، خو په اوس وخت کې تر ډېره دغه ډول ستونزې د غږیزو کتابونو په رامنځ ته کېدو له منځه تللي دي.

غږیز کتابونه په ټوله نړۍ کې زیات مینوال لري، دا ځکه چې موږ غږیز کتابونه په اسانۍ سره د غږیزو کتابتونونو او ویب پاڼو څخه په ډېر کم لګښت تر لاسه کولای شو.

د نړۍ پرمختللي هېوادونه د غږیزو کتابونو کتابتونونه جوړ کړي دي، چې د میلیونونو کتابونو غږيزې بنې ئې پکې خوندي کړي دي.

د غږیزو کتابونو را منځ ته کېدو د چاپي کتابونو په پېر او پلور او همدارنګه د کتابونو په مطالعه هم مستقیم اغېز وکړ او خلک ئې د لوستلو پر ځای اورېدلو ته ډېر جلب کړل.

الین ماسک یوه امریکایي عاجزه بوډۍ ده، یوه عادي دنده لري، سهار ورځي او ماسپښین بیرته کور ته راځي، ساده او ګوښه ژوند لري، د ډیرو پیسو د جمع کولو په فکر کې نه ده، خو یو څه چې ډیره لیونۍ مینه ورسره لري، هغه د کتابونو غږیز کول دي. الین ماسک غږیز کتابونه په خلکو وړیا ویشي او دغه کار یوازې د انساني همدردۍ او خواخوږۍ لپاره کوي. که څه هم په دې کار یې خپلوان او او خواخوږي ورته هر وخت په غوسه وي. نوموړې میرمن اوس څلور اتیا کلنه ده، هغې پنځوس کاله دا کار په مخ بیولی دی او په سلګونو کتابونه ئې په کیسټونو او او سیډيګانو کې غږیز کړي او ویشلي دي، دا دومره اوږده موده ئې دومره لوی کار بې له هر ډول مادي ګټې روان ساتلی دی، یو وخت ئې د غږیزو کتابونو تیاروونکی یوې کمپنۍ د هغې کار ډېر خوښ کړ، د کمپنۍ مدیر هغه ور وغوښتله او ډېرې پیسې ئې په انعام کې ورته وړاندې کړې، خو هغې ونه منلې، ځکه هغې هوډ کړئ، چې خپل کار به په وړیا توګه پر مخ وړي.

څه موده مخکې د سي بي ایس(CBS) تلویزیون میلمنه کړه او د خپل کار په اړه ئې پوره تفصیلات ورنه واخیستل، هغې هلته دا خبره هم وکړه، چې د علم له معذورو تږیو سره ئې مرسته هر څه دي او په دې کار د سکون او ارام احساس کوي، خو له دې مرکې وروسته په الین باندې د خلکو د ډالیو باران پيل شو، یوه شتمن تیار کور ورکړ، ځکه هغه په کرایي کور کې اوسېدله، د ساعتونو یوې سویډنۍ کمپنۍ د هغې د کار په مناسبت خورا قېمتي او ځانګړی ساعت ورته جوړ او ډالۍ کړ او د موټرو یوې کمپنۍ ډیر قېمتي موټر ورکړ. د الین ماسک په انسانیت او خواخوږۍ دې افرینونه وي او شاته پاتې ټولنې دې له الین ماسک د غږیزو کتابونو د دودولو او خورولو زده کړه وکړي.

د کتاب رښتوني مینوال او لوستونکي هر وخت او په هر ځای کې هڅه کوي، چې د کتاب نړۍ ته ځان د ننه کړي او د خپل ذوق مطابق معلومات لاسته راوړي، چې یو همدا لامل و، چې غږیز کتابونه را منځ ته شي.

غږیز کتابونه زیاتې ګټې لري، چې موږ یې ځینې په لاندې توګه راوړو:

۱ـ غږیز کتابونه هر وخت او په هر ځای کې مطالعه کولای شو، خو کاغذي او الکترونیکي کتابونه بیا دا ځانګړتیا نه لري، ځکه د کاغذي او الکترونیکي کتابونو د مطالعې لپاره ځانګړی وخت، ځای او ارام چاپېریال ډېر مهم دی، خو غږیز کتابونه بیا دغه ډول قیدونه او شرایط نه غواړي. غږیز کتابونه په لارو، کوڅو، د موټرو په تم ځای، د اوسېدو خونه، پخلنځي، کارځای، باغچه، پټي او… کې هم مطالعه کولای شو.

۲ـ د غږیزو کتابونو مطالعه ذهني ارامتیا را منځ ته کوي: د غږیزو کتابونو مطالعه د انسان یوازې یو حس بوخت ساتي، خو کاغذي او الکترونیکي کتابونه د انسان دوه او ان درې حواس بوخت ساتي، چې د کتاب په مطالعه کې پېچلتیا او سختي راولي.

۳ـ غږيز کتابونه د وخت سپما را منځ ته کوي: په ننني بوخت ژوند کې د مطالعې د نه کولو یو له اصلي لاملونو څخه د وخت نشتوالی دی. ډیری خلک دا فرصت نه لری، چې په یو کونج کې کښیني او مطالعه وکړي، خو غږیزو کتابونو دا ستونزه تر دېره بیا حل کړې ده. موږ کولای شو، چې په ډیر کم وخت د ګرځنده مبایل، راډیو او ام پي تري په واسطه غږیز کتابونه په هر ځای کې واورو.

۴ـ د غږیزو کتابونو څخه نالوستي کسان هم استفاده کولای شي: د کاغذي او الکترونکي کتابونو څخه یوازې لوستي کسان استفاده کولای شي، خو غږیز کتابونه بیا دا ځانګړنه نه لري، هر لوستی او نالوستی ترې ګټه اخیستلای شي.

۵ـ غږیز کتابونه په ډېر کم لګښت تر لاسه کولای شو: موږ کولای شو، چې د غږیزو کتابتونونو او انټرنيتي ویب پاڼو څخه په ډېر کم لګښت کتابونه ترلاسه کړو، خو کاغذي او الکترونیکي کتابونه بیا ډېر لګښت او مصرف ته اړتیا لري.

۶ـ‌ غږیز کتابونه ډیر جذابیت لري: د غږیزو کتابونو د جذابیت او په زړه پورې والي دوه لاملونه دي، یو: دغه ډول کتابونه په ډېره هنري بڼه غږیز کیږي. هغه اشخاص چې کتابونه غږيز کوي، تل هڅه کوي چې کتاب په داسې یو انداز او کیف سره غږیز کړي، چې اوریدونکی تر پایه د کتاب اورېدولو ته را جلب کړي. دوه: د غږ سره د موزیک یوځایوالی: د کتاب د غږیزې بڼې سره یو شمېر د مطالعې موزیکونه ایښودل کیږي، چې دا د انسان د مغز د ارامښت او سکون لپاره خورا مهم دی.

۷ـ غږیز کتابونه ذهن ته په ډیرې اسانۍ سره ښه مطلب رسوي.

۸ـ غږیز کتابونه د ړندو او نابینا اشخاصو د زده کړې او پوهاوي لپاره تر ټولو اغېزمنه سرچینه ده.

۹ـ غږیز کتابونه په ډیر کم وخت کې تر میلیونونو کسانو رسېږي.

۱۰ـ غږیز کتابونه په شاته پاتې او بې سېواده ټولنو کې د ښځو د تاوتریخوالي د راکمولو او د ماشومانو په سالمه روزنه او تربیه کې مهم رول لري.

۱۱ـ د غږیزو کتابونو په واسطه د یوې ژبې د ویونو او کلمو صحیح وینګ او تلفظ زده کولای شو.

۱۲ـ غږیز کتابونه زموږ سره د تمرکز په ښه کولو او د تحلیل په زیاتولو کې ډېره مرسته کولای شي.

د هرې ژبې ګټور او ارزښتناک کتابونه باید غږيز شي، تر څو ټول لوستي او نالوستي، بینایان او نابینایان، لویان او ماشومان او د ټولنې د هر پوړ او طبقې اشخاص ترې ګټه ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب