اخی څه خوږه شرنګا
ګډوله یې اروا
په نازکو زمزمزمو
په پسته مسته موسکا
ماتوله یې چوپیا
وو لفظونه پانزېبونه
او مسرې یې تکې سرې
د خیالونو د کوترو
وې مهینې تنکۍ پښې
پوست غزل یې د ښکلا
دوې کوترې خوا په خوا
وې مښوکه په مښوکه
په غومبر او په ګډا
یوې بلې ته یې ورکړه
د خوږې مینې دانه
د پستې مینې ښکالو
پسرلی ؤ د پښتو
د حیا د سر سالو
پسرلی ؤ یو ملنګ
وو د مینې د ښکلا
د میَنو شهنشا
بس د ټولو ؤ اشنا
ور پسې مې رېږدي زړه
لکه لاس د وارخطا
پسرلی د کاروان میر
دادی اوس هم راسره
دی مې لپه کې دعا
په ګلونو دی مین
ربه ته یې کړې بلبل
د جنت د شنې فضا
۲ دلو ۱۳۹۲