جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د ناول ستوری (مقاله) م. فیصل ځلاند

د ناول ستوری (مقاله) م. فیصل ځلاند

د اروښاد نصیر احمد احمدي د مړینې ډېره موده پوره کېږي او زما نیمګړې مقاله هم دا دی اخر پوره کیږي. په دې مقاله کې مې د احمدي صاحب په شخصیت او لیکوالۍ خبرې کړې.
د نصیر احمد احمدي په شخصیت او لیکوالۍ ښایي خبرې کول آسانه نه وي خو د هغه د هغه خوبۍ او ښېګڼې بیانول هم مناسب کار نه دی.
که د اروښاد احمدي ناولونو او لیکنو ته ځیر شو، ښایي د ده شخصیت مو په ذهن کې انځور شي. دا خبره ډېره مشهوره ده که یو انسان پېژندل غواړې له خپلو خبرو یې وپېژنه.
لوی شاعر او لیکوال عبد الغفور لیوال د احمدي صاحب د شخصیت یوه ځانګړنه داسې بیانوي: «احمدي آرام، بې ادعا، صمیمي او ښه اورېدونکی لیکوال و. لویه شخصي ښېګڼه یې دا وه چې د فرهنګیانو په سلیقه یی مخالفتونو کې ښکېل نه و، د بېځایه سیالیو او دښمنیو پر ځای یې یوازې د خپل ادبي ــ حرفوي پرمختګ پر هڅه تمرکز کاوه او انرژي یې د ځان روزلو لپاره زیرمه کړې وه، د پرمختګ راز یې همدا و. »
یوه ورځ یو چا راته وویل چې له احمدي صاحب نه مې پوښتنه وکړه چې په ډېرو غونډو کې نه ښکارې ولې؟
وایي دی موسکی شو راغبرکه یې کړه چې خدایکه مې دا ډېره ځان ښودنه خوښېږي. که څوک بلنه راکړي ورځم خو هر ځای ته تلل او د ځان صفت کول خوند نه راکوي.
احمدي اصلاً ځان غوښتونکی نه و، نه یې غوښتل چې د ځان په اړه خلکو ته ووایي. هغه قضاوت نورو ته پرایښی و او د دې پر ځای چې د ځان صفت واوري، ټول وخت یې د خپل ځان او قلم روزلو لپاره وقف کړی و.
استاد اجمل ښکلی د نوموړي په یوه ناول ” رنګه غوږونه” د تبصرې پر مهال لیکي: « نصیر احمد احمدي د خپلې ټولنې د غرونو او غرنیو ذهنونو ښه هېنداره په لاس راکړې ده او که پښتانه له اوسني خرافاتي دودونو راووتل، نو یو وخت به د احمدي کیسې، د تاریخ لپاره ښه مواد برابر کړي.»
د احمدي صاحب یوه ځانګړنه دا وه چې نوموړي د ژوند پېښې په داسې هنري بڼه انځورې کړې دي چې لوستونکی یې یو ځل لوستل پیل کړي بیا یې پرېښودل ورته ګران شي. د احمد صاحب یو ښه خاصیت دا و چې په سیاست کې یې کار نه درلود، یوه ورځ یې پر خپله فېسبوک پاڼه په همدې هکله لیکلي ول: «
 اروښاد احمدي په خپل هنر او شخصیت پښتو ادب ته بې ساري خدمت وکړ. استاد غضنفر وايي«ارواښاد نصیر احمد احمدي په خپل څو څلویښت کلن ژوند کې پښتو داستاني ادب ته هم د کیفیت او هم د کمیت له اړخه ډیر څه ورکړل. ده په افغانستان کې تر بل هر لیکوال ډیر ناولونه ولیکل او زموږ تر بل هر ناول لیکونکي یې آثار ډیر ولوستل شول او بیا بیا چاپ شول»
د مرحوم نصیر احمد احمدي شخصیت له ډېرو عالي ځانګړنو مالامال و، پورتنۍ کرښې د نوموړي د شخصیت له ځانګړنو یو څو وې.
د احمدي صاحب د لیکوالۍ په اړه که عموماً ووایو، هغه داسې څه لیکلي چې په پېړیو پېړیو د افغاني ټولنې لپاره پکې یو درس پروت دی. نوموړي په خپلو لیکنو کې د ټولنې ناخوالې په داسې خوږه ژبه بیان کړې دي چې لوستونکی نه ستړی کوي. د ده لیکنې ابهام نه لري، هر څه پکې ښکاره دي او تر ډېره پکې له سیمبولونو استفاده نه ده شوې. که څه هم سیمبول په کیسو او داستاني ادبیاتو کې مهم رول لري خو د احمدي صاحب په کیسو کې نشته، هغه هر څه واضح او ښکاره لیکل او همدا وجه ده چې هر څوک یې په ناولونو او کیسو په آسانۍ پوهېدای شي. د ناولونو ژبه یې ساده او خوږه ده او که یو ساده کلیوال چې مازي لوستل یې زده وي د ده په لیکنو پوهېږي.
نوموړی لومړنی پښتون ناول لیکونکی دی چې آثار یې ډېر چاپ  شوي، ډېر لوستل شوي او نورو ژبو ته ژباړل شوي دي.  د ده ترټولو مشهور ناول  بغدادي پیر یا ډیوډ جونز نومیږي. دا ناول یې د امان الله خان په اړه لیکلی دی.
له امان الله خان سره مې هغه وخت مینه لا زیاته شوه، کله مې چې” بغدادي پیر” ولوست. دا ناول د امان الله خان  پاچاهي، د هغه مهال مهمې پېښې، د امان الله خان سپېڅلې څېره او زموږ د خلکو جهالت او د بهرنیانو رزالت بیانوي.
خپل تېر تاریخ سترګو ته راته دروي چې څنګه مو خپل پاچا له خپل هېواده پسې واخیست؟
له نېکه مرغه ” بغدادي پیر” ډېرو کسانو لوستی او اردو ژبې ته هم ژباړل شوی دی. زه باور لرم هغه کسانو چې “بغدادي پير” لوستی وي هېڅکله به د خپل پاچا ښېګڼې هېرې نه کړي. د هر افغان لپاره یې لوستل لازم دي.
د احمدي صاحب نور ناولونه هم مشهور دي (نیکه، رڼا، پټان، بړبوکۍ، زرو، اغزن سیم، یوه خبره درته وکړم، جوجو، رنګه غوږونه، د غڼې ځاله….)
جوجو او رنګه غوږونه په پښتو کې د ساینس فېکشن ناولونو غوره بېلګې دي.
بلاخره احمدي یو لوی انسان و او لیکنې یې د شخصیت په اندازه لویې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب