پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهلېوال: پاکستان وږی شوی، زموږ په نوم له نړۍ ځانته خیرات غواړي

لېوال: پاکستان وږی شوی، زموږ په نوم له نړۍ ځانته خیرات غواړي

تاند:( يکشنبه، د قوس اته ویشتمه) په ایران کې د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام سفير عبدالغفور لېوال په اسلام اباد کې د افغانستان د بشري ناورين د مقابلې په پلمه جوړې شوې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان له دې غونډې د خپلې وږې خيټې د مړولو لپاره ګټه اخلي.

 ښاغلي لېوال په دې اړه پر خپلې فيسبوک پاڼې لیکلي: «تور ګاونډی وږی شوی دی، بیخي زیات وږی دی.

اوس یې شیخان راټول کړي دي، چې یوځل بیا یې د څلویښت کاله پخوا په شان راولوشي. زموږ په نامه یې رالوشي.»

نوموړي وړاندې لیکلي: «پاکستان به خپل جیبونه ډک کړي، ځان به موړ کړي، موږ ته به هم د سپي په هغه کاسه کې یوڅه پاتې شوني راواچوي، چې وار له مخه یې په زهرو لړلې ده.»

دغه افغان څېړونکی او سياستوال دغه راز زياتوي، چې

څلوېښت کاله مخکې د (چنده) مفهوم، په افغانستان کې، چا نه پېژانده. دغه ننګین ویی له همدغه ګاونډه راغی.

د افغانستان د بشري ناورين په پلمه د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان دا یوه ورځينۍ غونډه نن په اسلام اباد کې تر سره شوه.

په دې غونډه کې د پاکستان صدراعظم عمران خان وويل، چې د طالبانو اداره د سقوط له ګواښ سره مخامخ ده او نړيوال یې د ژغورلو لپاره بايد لاس په کار شي.

د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستيال امر الله صالح څو ورځې مخکې د طالبانو د ادارې د سقوط خبرداری ورکړی او ویلي و، چې پاکستان باید خپل دغه لاسپوڅي د پراخو مرستو په استولو سره وژغوري.

طالبانو بيا نننۍ غونډې ته خوشبیني څرګنده کړې او د ښو پايلو هیله یې ښودلې ده.

1 COMMENT

  1. د تور ګاوڼډي دې نوش جان شي، طالع من دی که عقل من خو د دین په نوم یو خړسپی(پښتون) لري چې کله یې نوم مجاهد شي کله ټالب کله داعش و… او څلوېښت کاله کیږي د (الله ج) د رضا لپاره خپل خلک داړي خپل وطن ورانوي په یوه دانه عربي خورما ټول وطن خرڅوي …
    هی دده عربي چندې وغئ هی دده عربي جهادونه و بوشکې وغئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب