جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهعمران خان: د ط اداره خپل معاشونه نه شي ورکولای، داسې وضعيت...

عمران خان: د ط اداره خپل معاشونه نه شي ورکولای، داسې وضعيت سره سقوط کیږي

تاند:( يکشنبه، د قوس اته ویشتمه) د پاکستان صدراعظم عمران خان په افغانستان کې د طالبانو اداره د سقوط له ګواښ سره مخامخ ګڼلې او له نړيوالو یې غوښتي، چې د ژغورلو لپاره یې لاس په کار شي.

هغه په اسلام اباد کې د افغانستان د بشري ناورين په اړه د سعودي عربستان په وړاندیز د اسلامي هېوادونو د سازمان په فوق العاده غونډه کې دا څرګندونې وکړې.

د عمران خان په وینا د طالبانو اداره ختي خپلو کارکوونکو ته معاشونه نه شي ورکولای.

هغه له همدې کبله د دې ادارې د سقوط خبرداری ورکړی او ویلي چې دغه بې نظمه وضعيت حتا د امريکا متحده ايالاتو په ګټه هم نه دی.

 ‏ عمران خان دا هم وویل، اوس د داعش ډله یو ګواښ دی.

 نوموړي زیاته کړه چې داعش پخوا له افغانستانه پر پاکستان بریدونه کړي او د دې ډلې د مخنیوي لپاره په افغانستان کې یوه پیاوړي حکومت ته اړتیا ده.

‏د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان سره د فوري بشري مرستو په تر سره کیدو د ټینګار ترڅنګ وویل، تر څو چې په دې برخه کې شرطونه له منځه لاړ نه‌شی افغانستان ته به مرستې و نه رسېږي.

پاکستان مخکې هم خبرداری ورکړی و چې که له افغانستان سره عاجلې بشري مرستې ونه شي، په دغه هېواد کې به د داعش او القاعده ډلو په شان ترهګرو ته د فعالیتونو د زياتوالي زمینه برابره شي.

طالبانو مخکې د ملګرو ملتونو په ګډون د ډېرو افغانانو دا خبره رد کړې، چې ګواکې افغانستان بشري ناورين ځپلی او د ترهګریزو فعالیتونو سطحه پکې زیاتیدونکې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب