تاند:( يکشنبه، د قوس اته ویشتمه) د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شېر محمد عباس ستانکزي له امریکا متحده ایالاتو وغوښتل، چې په افغانستان کې خپل سفارت بیرته پرانیزي او د افغانستان په بيارغونه کې ونډه واخلي.
ستانکزي ټینګار وکړ، چې طالبان امريکا سره سیاسي ستونزې نه لري او ترې غواړي چې د افغانستان د بيارغونې لپاره را وګرځي.
هغه دغه راز، په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د دغه هیواد د اقتصادي وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره مرسته وکړي.
ستانکزي دا غوښتنه پرون (شنبه) په کابل کې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په غونډه کې وکړه.
په دې غونډه کې، چې د ملګروملتو د مهاجرت د ادارې (آی او ایم) او د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازو هم ګډون کړی و.
ستانکزي وویل چې ناوړه اقتصادي وضعیت سبب کېږي چې لا ډېر افغانان نورو هیوادونو ته پناه یوسي.
ملګروملتونو اټکل کړ، چې د طالبانو له واک ته رسېدو او د نړیوالو د مرستو له درېدو وروسته په روان ژمي کې ممکن ملیونونه افغانان له لوږې سره مخامخ شي.
ستاسي مرداری ږیري، تور په ریا ککړ زړونه او د فهم او پوهي نه خالي فکرونه هیڅکله هم نشی کولای د افغانستان غوندي مات هیواد په پښو و دروی. تاسو ته شرم په کار دی چي ځانونه مو اسلام ته نست ورکړی دی!