یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د متقي سفر، پر کونړ د پاکستان بريد یې لا...

پاکستان ته د متقي سفر، پر کونړ د پاکستان بريد یې لا هم نه دی غندلی

تاند:( يکشنبه ، د قوس اته ویشتمه)‏‏‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په داسې حال کې د‌ روانې مياشتې په دويم سفر پاکستان ته تللی، چې پر کونړ یې د پاکستان د تېرې اونۍ برید لا هم نه دی غندلی.

یاد شوی برید، چې په شیګل ولسوالۍ کې د پاکستان د تحريک طالبان د يوه مشر د وژل کيدو لپاره په ناکامه بڼه تر سره شو، ځينو رسنيو د بې پیلوټه الوتکې او طالبانو د توغندیو برید ګڼلی و.

دغه برید تراوسه پورې د طالبانو د ادارې هیڅ کومې مرجع او مقام نه دی غندلی او ملت ته یې په اړه ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي، چې اوس هم پاکستان کې دی، نه ده معلومه چې د ياد شوي برید په اړه به پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړای شي کنه؟

هغه تېره شپه د خپل لنډ و تنګ سفر باوجود د طالبانو د يوه معنوي پلار مولانا فضل الرحمن دربار ته ورغلی او د طالبانو د ملاتړ له کبله د مننې ترڅنګ یې ورڅخه د خپلې ادارې د کاميابۍ دعا غوښتې ده.

له پاکستان سره د طالبانو نا تعريف شوې او مرموزې اړيکې د دې ډلې په اړه له عمده پوښتنو څخه دي، چې دوی یې په اړه واضحې خبرې نه دي کړي او د خلکو قناعت یې نه دی ترلاسه کړی.

طالب چارواکي د منتقدینو هغه ادعاوې یې بې اساسه ګڼي، چې دوی د پاکستان په لاسپوڅي توب او د پاکستان د ګټو د تامینولو لپاره د افغانستان په سقوط او ذلیله کولو تورنوي.

له دې سره طالب چارواکو او وياندويانو نه دي ويلي، چې پاکستان سره یې چلند ولې له نورې نړۍ او لوریو سره متفاوت دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی