شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرخپله جنازه/ محمد نعمان دوست

خپله جنازه/ محمد نعمان دوست

وتی له خپل کوره، مرور یم چیرته شپه وکړم؟

                     بندې دروازې شوې، اوس د چا کور ته ناره وکړم؟

ونه کې ماران ځانګي، چینې په غاړه پړانګ ویده

                       ستړی یمه، تږی یمه، خدایه څه چاره وکړم !؟

ما د ګاونډي ښیښه په کاڼي ماته کړې ده

                     پلار سره مې لښته ده، اوس وایه څه پلمه وکړم؟

خلک وئ، سپوږمۍ پنځلسمه ده شغلې کوي

                     زه خو نا بینا یمه، زه څنګه ننداره وکړم ؟

ما سجده ونکړه، ما سلام قیام کې وګرځو

                       ډیر یم ویریدلی، مجبور خپله جنازه وکړم

مور یې پر سړه ټنډه لاس تیر کړ او په چیغو شوه

               ای زویه! بې تا په کور کې څنګه ګوزاره وکړم؟

ژبه یی راته پرې کړه، اتکړۍ یې را نه خلاصې کړې

څنګه به اوس زه د دې وحشت چاته کیسه   وکړم؟

محمد نعمان دوست، جلال اباد

د وري ۱۶مه، ۱۳۹۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب