یکشنبه, نوومبر 2, 2025
Homeادبپه "شتون" پسې لټون / بارکوال میاخېل

په “شتون” پسې لټون / بارکوال میاخېل

د پښتنو په کلیو او کوڅو کې وګرزېدم چې د شتون په نوم څوک پیدا کړم، خو هر څومره مې چې پوښتنه پسې وکړه، بزګر مې وپوښت، شپون مې وپوښت، دوکاندار مې وپوښت، موټرچلوونکی مې وپوښت هیچا هم نه پېژانده، هر چا راته ویل چې دا نابلده نوم یې هیڅکله نه دی اورېدلی، اریان شوم چې دا شتون صاحب نور چېرې ولټوم.

یو چا راته وویل چې شتون هر ځای پیدا کېږي خو پته به یې خبریالان درکوي، ما ویل دا بیا ولې؟ وایي ځکه چې شتون هر څوک نه شي لیدای، یواځې د خبریالانو ځیرکې سترګې یې ویني چې هغه له چا سره دی، مجبور شوم له څو همداسې ځیرکو خبریالانو مې پوښتنه وکړه، واقعاً هم هغوی ته معلوم وو. اول مې د بي بي سي له یوه تکړه خبریاله پوښتنه وکړه، هغه ووېرولم، وایي :

–  “امریکا وایي په افغانستان کې داعش او طالبان شتون لري”.

ما ځان غلی کړ چې دا شتون خو د زورورو خلکو په لاس کې دی، وسله زه نه لرم او په رضا به دوی کله شتون را پرېږدي.

لږ وخت وروسته مې د ازادۍ رېډیو یوه مشر خبریال ته ټیلیفون وکړ، هغه اریان کړم، وایي په افغانستان کې حکومت شتون لري، جمهوریت شتون لري، پارلمان شتون لري، پوځ شتون لري، ما ویل نو څوک یې نه لري، وایي:

– “په هېواد کې یواځې سوله شتون نه لري”.

زما پر سولې بېچارګۍ زړه وسوځېد، چې زما غوندې بېوسه او بې شتونه ده، خو ورسره حیران هم شوم چې په امریکا، یورپ او د عربو په ملکونو کې خو امن شتون لري، نو دا په افغانستان کې له سولې شتون چا وړی دی، یو غلی ږغ راغی:

– “دا د جنګ بلا وړی دی”.

بیا مې د امریکا ږغ اشنا رېډیو له یوه خبریاله پوښتنه وکړه، هغه مې انتظار اوږد کړ، وایي:

“د را روان کال د کرکټ په شل اووریزو لوبو کې به افغانستان، پاکستان، هندوستان، انګلستان، اسټرالیا، سویلي افریقا، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز هېوادونه شتون لري”.

دې یو کال انتظار ته مې وار هم خطا شو او یو څه شکمن هم شوم، ځکه چې ما ویل افغانستان او پاکستان که په دغو لوبو کې شتون لري خو لا یې زړه مني، دا نور هېوادونه نو په پښتو څه پوهېږي چې شتون پکې ولري.

د یو ملحد فلسفي یوه ورځ له یو ملا سره بحث وو، ده خپل دلایل ورته ویل چې خدای شتون نه لري او ملا به ورته ویل چې لري یې، فلسفي به ورته ویل دا په ساینسي‌ منطق ممکنه نه ده چې له کاییناتو بهر دې خدای شتون ولري او ملا به ورته ویل چې دا په دیني منطق ممکنه نه ده چې د دوی پراخ کایینات خالق دې شتون ونه لري، ما غوږ ورته نیولی وو او په انتظار وم چې دوی مناظره ختمه کړي نو زه به ملا صاحب ته خواست وکړم چې خدای ته مې سفارش وکړي ګوندې له خپل شتون سره مې دیدن را وکړي خو د دوی بحث ختمېده نه او زه هسې ناهیلی ترې روان شوم.

یوه ورځ یوه لیکوال راته وویل، له پلاني ژبپوه پوښتنه وکړه هغه به ضرور یا خو د شتون پته درکړي چې کومې کورنۍ او کوم خېله دی او یا به شتون ته ورته یو بل کس در وښیي چې ستا کار په وشي، زه هم په بیړه ورغلم او له روغبړ وروسته مې خپله ورکه ورته بیان کړه، ژبپوه صاحب تر لږ چورت وهلو وروسته راته وویل:

– شتون خو د پښتنو په کلیو او کوڅو کې نه شې پیدا کولای، البته د پښتون پ ته پټه کړه او ښ به یې زه د خپلې ژبپوهنې په لښته ووهم، د کندهارۍ لهجې ش به ترې جوړ کړم، د شتون مجسمه به ترې جوړه کړو او دواړه به یې پرستش پیل کړو.

د ژبپوه اراده راته ښه نه شوه ښکاره، ځکه یو خو یې شتون را پیدا نه کړ، بل یې د خپلو پښتنو بدي په غاړه کې را اچوله، بس هیڅ جواب مې ور نه کړ او په بیړه ترې را ووتم.

دا ځل مې د قاموسونو او ډکشنریو کوڅو ته سر ور ښکاره کړ، په اکثرو کې یې شتون صاحب نه وو، خو په ځینو کې له «موجودیت» سره په داسې بڼه «شته» وو، لکه د موجودیت په فلسفه کې چې انسان د ټولنې له انسانانو جلا په یواځیتوب کې په دې خوشاله وي چې ګواکې «شته دی».

په شتون صاحب پسې اوږده لټون ستړی کړی وم خو ناهیلی نه وم او تر زړه مې تېره کړې وه چې خامخا به ورسره مخامخ کېږم. یوه ورځ مې چورت وواهه چې راشه ګوندې د پښتو ځینې شاعران هم شتون ولري، هغوی به یې پته راکړي، فېسبوک ته مې سر ور ښکاره کړ، یوه شاعر لیکلي وو:

“په یوه مشاعره کې شتون لرم او نور ډېر شاعران هم پکې شتون لري”.

زه خوشاله شوم چې ځه اوس نو کار جوړ شو، ورته ومې لیکل:

“بختور یاست چې ټول په مشاعره کې “شتون” لرئ، پر “شتون صاحب” مې سلامونه وایه، ورته وا کشکې ما هم لرلای، زه خو ډېر درپسې ستړی شوم خو ته د غټو خلکو په لاس کې یې”.

یو ورځ مې یو تکړه شاعر ته هسې په خندا وویل، زموږ شاعري که واقعي ژوندۍ شاعري وي نو باید اوږده ساه ولري او ژر مړه نه شي، هغه راته وویل شاعري خو باید اوږد ژوند ولري مګر په انسانانو کې چې ساه شتون لري او هغه په خبر نه وي بیا به څه په کوې، ما ویل هغه څنګه، یو دم یې د غزل بیت را وتوغاوه:

راسره ده خو په شتون یې نه پوهېږم

خپله ساه هم څه عجبه راسره ده

یوه بل شاعر هلته راته ولیکل چې پخوا یې شتون درلود خو کوم مشر او ولسي شاعر ورباندې رټلی وو، ما ځنې وپوښتل چې اوس بیرته بې شتونه یې که څنګه، وایي:

“ما خپل شتون نن سبا په حضور بدل کړی، هغه هم چې ډیره اړتیا یې احساس کړم، ګنې شتون خو بیخي لرم نه”.

ما پر هغه وخندل، ورته ومې لیکل:

– یک نه شد دو شد، له یوه غمه لا خلاس یم پر بل واوښتم، موږ شتون پیدا کولای نه شو تا چې پیدا کړ بیا دې په حضور بدل کړ، اوس نو په حضور پسې به عربو ته ځو که څنګه؟

هغه شاعر چې په مشاعره کې یې شتون درلود، خدایزده چې پر شتون صاحب به یې زما سلام ویلی وي که نه، خو زما د شتون په نشتوالي یې خوا بده کړې وه او اخیر یې خپل “شتون” هم په “ګډون” بدل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...