یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبد کيسې شپه: ليکنه: نصيراحمد احمدي

د کيسې شپه: ليکنه: نصيراحمد احمدي

لس کاله مې په يوه ساه په کابل کې تېر کړل، ځينو ادبي غونډو ته ورځم، خو ډېر نه، ځکه ډېرې غونډې د شعر او شاعري په اړه دي او زه شعر او شاعری ته مات يم. دا نه چې نه مې ده ورسره جوړه، خوند راکوي، خو خدای نه ده راباندې لورولې، بس! يو بيت هم نه شم ليکلی.

خو ځينې ملګري راته وايي چې د کيسې په ليکلو کې بد نه يې، نه پوهېږم، دوی همدا خبره راته کوي، وايي چې کيسه ليکنې ته دوام ورکړه. لس کاله، يا يو څه کم، يا هم زياد، لنډې کيسې او ناولونه ليکم. په دې کلونو کې مې د شعر او شاعري په اړه ډېرې ناستې ليدلې دې. د غزل ماښام، د شعر شپه ، د غزل ستوري ….او نور. خو د کيسې د شپې نوم مې په لومړي ځل تېره دوشنبه واورېد. د کابل اسټالف ته د راډيويي خپرونو د مرکو له پاره تللی وم چې ټليفون وشرنګېد. ښاغلی عبدالغني هاشمي و، ويل يې چې سبا د کيسې د شپې په نوم يوه ناسته لرو. نوې خبره وه. د کيسې شپه!!! په لسو کلونو کې مې په لومړي ځل دا نوم اورېد. په هر صورت، د جوزا د اته ويشتمې په ماښام د ميديوتيک افغانستان دفتر ته ورغلم. درې نور همکاران هم راسره ول، دوو يې کيسې درلودې.

ځای په چمن کې جوړ شوی و، هوا ښکلې وه، د ناجو له ونو د ميناوو چيغې راتلې.

غونډه د ميديوتيک افغانستان او د اراکوزيا راډيو په نوښت جوړه شوې وه. د ماښام شپږ بجې پيل شوه، لومړی دوه ليکوال ملګري د لنډو کيسو په ارزښت وغږېدل، بيا د کيسو د اورېدلو وار شو، په يوه ساه مو دوولس ، ديارلس لنډې کيسې واورېدې، خوند يې وکړ، د لسو کلونو تنده مې ماته شوه.

خو پوښتنه داده چې د لنډې کيسې په اړه د دا ډول ناستو اهميت څه دی؟

له نيکه مرغه پښتو شعر ډېره وده کړې ده، که د نورو ژبو له شعرونو زيات نه وي، کم هم نه دي، ښکلي شعرونه لرو او په دې برخه کې له نورو سره سيالي کولای شو. خو په کيسه ليکنه کې لا دومره پياوړي نه يو. لوی علت يې کيسې ته لږ پام دی، کيسه ليکوال دومره نه دي تشويق شوي او نه هم د کيسې ماښامونه جوړ شويدي. د اطلاعات او کلتور له وزارته خو ګيله نشته، ميليونونه ډالره يې يا په سفرونو ولګول او يا هم په تشريفاتي غونډو مصرف شول، اوس مو دومره تمه ترې ختلې چې ان ګيله هم نه شوترې کولی، حال دا چې په نورو هېوادونو کې د دا ډول وزارتونو يو اصلي کار، د نويو تخليقي کتابونو ليکلو ته د ليکوالو هڅول ، د کتابونو چاپ او د ليکوالو تشويق دی. خو زموږ وزارت داسې نه دی، يا به د دا ډول غونډو جوړولو ته وخت نه لري او يا به يې اهميت نه وي ور معلوم. ورک يې کړه، تمه مو ترې ختلې ده، په يادولو هم نه ارزي. خو نورې فرهنګي ټولنې چې عامو افغانانو او ليکوالانو جوړې کړې دي، په دې برخه کې ډېر څه کولای شي. يو دا چې د دا ډول غونډو جوړول د ليکوالو د تشويق لامل ګرځي او بل دوی هڅوي چې نوې کيسې وليکي. که د کيسه ليکنې په اړه دا ډول غونډې ولرو، نثر مو په طبيعي توګه پرمختګ کوي. ليکوال ته زړه ورکوو، د کيسو له ليکنې سره يې مينه زياتېږي او د همدې مينې او تشويق له برکته نوې کيسې ليکې. که په هره غونډه کې لس ، پنځلس نوې کيسې ولرو، د لنډو کيسو تياره مجموعه ده. زه باور لرم چې هره ناسته به يو نوی کتاب وي. که په هر ولايت کې هره مياشت د هماغه سيمې پښتانه ليکوال سره راټول شي، په مجموع کې هره مياشت، تر دېرشو پورې کتابونه تر لاسه کولای شو، خو شرط به يې دا وي چې هر ليکوال بايد راتلونکې غونډې ته نوې کيسه وليکې. په يوه مياشت کې د يوې کيسې ليکل دومره مشکل کار نه دی. خو که بيا هم سخت ورته ښکاري ، مياشت نه، په دوو مياشتو کې دې يو ځل سره راټول شي، په کيسو کې د انتخاب او چاڼ سره سره به د کال تر پايه يواځې د کيسه ليکنې په برخه کې تر سلو ډېر کتابونه ولرو.
د دې ناستو يوه بله ګټه داده چې نا ليدلي ليکوالان به له يو بل سره وپيژنې. همدا اوس ځينې داسي ليکوالان شته چې ښې کيسې ليکې، خو له يو بل نه ناخبره دي. علت يې دا دی چې کيسو ته ځانګړې غونډې نشته، که دا ليکوالان په مياشت، دوو مياشتو کې يو ځل سره راټول شي هم به يو بل وپېژنې او هم به د کيسه ليکنې په برخه کې د يو بل له تجربو ګټه واخلي. کره کتنه به ولري او ټولې خبرې به يې يواځې د لنډې کيسې په اړه وي. داسې ناستې په خپله د لنډې کيسې او پښتو ادبياتو د پرمختګ لامل ګرځي.

زه نه وايم چې د دا ډول غونډو له پاره دې ډېر لګښت په غاړه واخلو، نه چای غواړو او نه هم ډوډۍ، بس! يواځې د راټولېدو ځای، مينه او صداقت مهم دي. ډاډه يم چې پښتانه ليکوالان د خپلې ژبې له پاره مينه او اخلاص لري، بس، د راټولېدو له پاره يو غريبانه ځای ته ضرورت دی. داسې څوک شته چې ټټر ورته وډبوي؟
پای
چهار شنبه، د جوزا نهه ويشتمه

5 COMMENTS

  1. ماشاالله ښاغلی احمدی، ښکلی وړاندیزمو کړی دی. په رښتیاسره چې پښتو شعرونو یو څه ناڅه پرمختګ کړی دی خو ما هم کله نه اوریدلي چې د کیسو لپاره دې غونډه جوړه شي او لیکلوالان دې سره راټول شي دپښتو ژبې کیسو ته ډیره اړتیا ده د پښتنو کلیوالي ، ښاري ژوند او د هغو اړیکې د نورو قومونو سره د کیسې په قالب کې زمونړ تنکي ځوانانو او نورو وګړو ته وړاندې کیدای شي ترڅو د پښتنو د رښتني ژوند او دود څخه خبر شي.

  2. اغزن سم مو څه کړ ښاغلیه؟ که کیداشی دا پاتی برخی یی هم ژر کیږدی لطفآ
    مننه

  3. اغزن سیم مو څه کړ ښاغلیه؟ که کیداشی دا پاتی برخی یی هم ژر کیږدی لطفآ
    مننه

  4. Azizi saib salamoona
    Azizi saib taso khabar yast che da pakhto adabiayat wali wa zai pa zai walar di ao ya da megi pa mazal rawan di. Haga zaka che pakhtana pa kitab paisay na warkawi. Zama da pakhtano na heela da che da khudai dapara pa meez da kharslaow da para akhbarono sarlekona da laray na la lawstalo ao warya kitabona pa internet lawstalo na dada wokrai. Akhbar(wrazpana) wakhlai ao kitab wakhlai che lekonko ta ye gata warasi che pakhto ta nor kar woki. Aghzan seem pikar kom 100 afghanayo shayad kam kimat wolari cha ta telephone wokai che darwelegi. Hum ba naseer saib ta gata si ao hum ba taso da intizara khlas sai.
    Manana kafa nasay jamhuriat da
    Sabawoon

  5. په لمړی سر کی سلامونه او نیکی هیلی تاسو ښاغلی احمدی صاحب ته په قلم مو برکت شه زما د [اغزن سیم ]ناول ډیر خوښ شو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب