یکشنبه, مې 19, 2024
Homeادبلنډه کیسهاکل و نکل- لنډه کیسه

اکل و نکل- لنډه کیسه

کلي ته تبلیغیان راغلي و. دوه توري یې ډېر یادول، اکل و نکل…

اکل مې پېژاند، خو نکل راته نا اشنا و. بله ورځ مې د جومات له نیمکله ملا ضرغام الدینه اخندزاده څخه پوښتنه وکړه چې مولوي صاحب، دا اکل خو سهي، دا نکل یې لا څه شی دی؟ وېلې ساده ګیه، اکل و نکل نه دي، عقل او نقل دی، عقل خو عقل دی، او نقل کتاب الله او سنة الرسول ته وایي.

موږ تاسي باید په دنیوي او اخروي مسألو کې د خدای تعالی کتاب ته مراجعه وکړو.

زما له ړوکوالي څخه جومات، ملا صاحب، او د دین خبرې سختې خوښېدلې. په کور کې به یې له ډېر صوفيتوبه ملا چرګک بللم.

چې اکل د نکل په مقابله کې راغی، نور مې په قرآن که اکل وکاراوه.

تبلیغي ماماګانو هم همدا ویل چې د بنده اکل عاجزه او قاصر دی. انسان باید په کتاب الله عمل وکړي، نه د خپل اکل پر بناء…

 خو، دلته بله خبره پکې را پیدا شوه.

اکل مې په ځان ودراوه، او په نکل، یعنې کتاب الله مې سر نه خلاصېده.

 ما خو قرآن شریف په ټکیو خلاص کړی و، خو په رواني چې دوهمې سپارې ته رسېدم، نو نوره دین کاکا له ځان سره د مزدورۍ لپاره کراچۍ ته بیولی وم.

 ما له ځان سره قسم کړی و چې نور به ټول کارونه په نکل کوم، خو زما په کتاب سر نه خلاصېده. ښکل به مې کړ، سترګې به مې پرې وموښلې، او بیرته به مې کېښود.

 د اکل او نکل په کیسه تر سر خلاصېدلو وروسته به هوښیار سړي خوند نه را کاوه، ما به وېل دا له کتابه نه غږېږي.

 د پلار، ورور، تره خبرې ټولې د تبلیغي ماماګانو له وینا د قاصر او ګنانګار اکل خبرې را ته ښکارېدلې، او په دې پوهېدم چې د یوه اکا او سپین ږیري مې هم د خدای په کتاب سر نه خلاصېږي.

 د جومات ملا به مو دا آیت شریف ډېر وایه چې “و من لم یحکم بما انزل الله فأولئک هم الکافرون…”

 یعنې څوک چې د خدای له کتاب پرته، په بل څه فیصله کوي، سوچ کافر دی.

 هغه به ویل چې اصلي خبرې ټولي په قرآن شریف کې دي. دا ساینس او جغرافیه چې د مکتب والا دومره پرې نازېږي ټول له قرآنه را اخیستل شوي دي.  هغه به وېل ساینس اوس ثابته کړې چې د مچ په یوه وزر کې مرض او په بل کې شفا ده، قرآن سل کاله مخکې ثابته کړې وه. ما به داسې غوږ ورته نیولی و، لکه چې پر سر مې مرغۍ ناسته وي.

تر هغه وروسته به مې چې کله پلار، تره، یا نیکه ویل چې د دې پلاني کار لپاره د ولسوالۍ شورا ته مراجعه په کار ده. ما به ویل چې ته دې ساده ته ګوره، ځان ګنانګاروي. د خدای کتاب په تاخ کې اېښی، او دوی په شورا باندې فیصلې کوي.

دا سوچ مې سم و، خو ستونزه بیا هم دلته وه چې په کتاب زما نه، چې په کلي کې تر ملا صاحبه پورې، چې د الم تره کی او قل هو تراوې به یې را کولې، د هیچا هم سر نه پرې خلاصېده.

ملا صاحب به بیا بیا دغه خبره کوله چې په خپل سر د کتاب الله ترجمه هم ناروا ده.

ستونزه دلته پيښه وه چې اکل مو بند کړی و، او په نکل مو سر نه خلاصېده. هر وخت به چرت وړی وم چې دا به نو څنګه کېږي.

په هره مسأله کې به ملا صاحب ته ور تللو. زموږ د کلي د خمټ دوه لورګانې وې، چې په یوه ورځ پیدا وې. حیران و چې کومه یوه یې اول ور کړي. ما مشوره ورکړه چې د خدای کتاب ته دې مراجعه وکړي.

زموږ د کلي ملا صاحب ډېر تقوا دار سړی وو. په هره مسله کې به یې خبره نه کوله، ویل به یې چې هسې نه مأخوذه او د خدای او رسول شرمنده شم.

بیا مو خدای پاک کار هغه وخت را اسانه کړ چې له پاکستانه د مولانا ظلام الدین اخندزاده کډه را وکوچېده. سختې مسلې به مو هغه ته ور وړلې.

 یوه ورځ مولانا ظلام الدین اخندزاده ته ورغلم، ما وېل مولانا صاحب، کانه د نکل په مقابل کې خو اکل کار نه ورکوي؟

وېلې هو، لاکن سلیم اکل بیا هیڅکله د نکل مخالفت نه کا..

له ځان سره مې شوچ کاوه چې نوره دین کاکا، خمټ کاکا، او غلام باوو ماما عقلونه خو نو بالکل ولا که سلیم وي.

هو نو چې د چا اکل سلیم وي، هغه لکه د نوره دین کاکا د لارې پر سر پالېز کري؟ چې ټول حاصل یې لارویان او د نورو کلیو کړاسي غلا کړي.

د امیانو اکاګانو خبرو به هیڅ خوند نه را کاوه. په تېره نوره دین کاکا خو به بېګا بېګا په راډیو سندرې هم اورېدې.

بله بېګا ټول کهول پر دستارخوان را ناست و، کیسه یاده شوه چې اصل دین غوبه مې په نورالدین کاکا باندې په ولسوالۍ کې عریضه کړې ده.

له ځان سره مې سوچ وکړ چې دا خبره خو باید په قرآن او حدیث فیصله شي. که خبره د ملکانو جرګې ته پاتې شوه، خو بیا د ومن لم یحکم بما انزل الله خبره پکې راغله. ټول به په خپل خام اکل له دینه وتلي یو.

په سره غرمه مولانا ظلام الدین اخندزاده ته ورغلم. کیسه مې ورته تېره کړه. ما وېل د نوره دین کاکا دوی خبره بیا جرګې، مرکې او پښتو ته وځي او اکلونه یې هم ولا که سلیم را ته ښکارېږي. سپاهیانو مو تر کلا لیکه را جوړه کړې ده. یو څه چاره یې را وښیه، هره ورځ یې جلب راوړی وي، ولسوالۍ ته مو غواړي. که دې دا کتاب را ته وکوت!

 ملا ظلام الدین ښه و، که یې اکل نه درلود، په نکل یې سر خلاصېده. کتاب یې وکوت، تر څو چې یې مسأله پیدا کوله، یو شاباسی یې هم را کړ او ویې ویل چې په قرآن کریم کې راغلي چې “فاسئلوا أهل الذکر إن كنتم لا تعلمون.” يعنې که نه پوهېدئ نو بیا له عالمانو څخه پوهښتنه وکړئ.

ښه دي کړي چې راغلی یې.

ته دا کتاب وګوره، دلته لیکلي چې و اقتلواهم حیث ثقفتموهم و اقعدوا لهم کل مرصد… چېرته مو چې ګیر کړل، و یې وژنئ، او هر ځای چې مو وار برابر شو، لاره ورته ونيسئ!

زه به دې له مجاهدینو سره مخامخ کړم، په جرګه مرګه، ولسوالۍ ملسوالۍ یې سر نه سره ورځي‎،

بس بېګا ته مجاهدین راغلل. یو تور مجاهد یې را سره کړ، د شپې مو د ولسوالۍ پر لاره یوه لویه بوشکه خښه کړه. د برېښنا مزي مې یې ورسره وغځولې.

شاباسی یې را کړ. آفرین، ته نور خلاص یې. سهار چې کله پولیس را ځي، موږ ته به زنګ ووهې!

سهار د پولیسو رینجره را ښکاره شول، په بېړه مې مجاهدینو ته زنګ وواهه، مجاهدین ورته غلي شول، یوه لویه چاونه وشوه. ټول کلی یې وخوځاوه. د پولیسو رینجره باد باد شوه. د یوه پولیس پښه هلته، د یوه تنه دلته، د یوه د لاس پنجه هلته، او د یوه د چهانټې ټوټه دلته پرته وه.

له هغې ورځې راهیسې چې په کومه مسأله کې بند شم، نو له اکل تېر شم، نکل ته مه کړم، ملا صاحب مسأله په کتاب کې را وګوري.

 اوس زه هم نیمچه مجاهد یم. نه اصل دین غوبه عریضه راباندې کولای شي، او نه د ولسوالۍ پولیس پټکه!

 نورالدین کاکا مې تر ننه په نره توره او سرو سترګو د اصل دین غوبه ځمکه خوري.

 مجید قرار

4 COMMENTS

  1. کیسه مې په دې خبره ډېره خوښه شوه چې سړی فکر ته هڅوي. د کلیوال ساده هلک کرکټر، د هغه خام درک او غلط برداشت. له معقولیت سره د هغه دښمني د جومات د ملا سادګي د ملا ظلام الدین منافقت او په ټول قرآن کی د جهاد د خبري را ټینګول. له دینه د خلکو د ځمکو د غصب لپاره استفاده د تبلیغیاتو رول د تشدد په رایجولو او د تعقل په مخنیوي کی او داسی نور اړخونه یی ډیر زیات جالب ول. په ګوتو مو برکت شه قرار صاحب

  2. الله دې ګوتې مه خاورې کوه ،ډېره ښايسته لېکنه مو کړې ،خدای دې تل بريالی لره.

  3. د افغانستان په دا فکري کنګلتیا او تنګه موضوعي پیچلۍ مبالغه او وراسته زنګ وهلی پوهنیز ناپوهنیزه ټولنه کې، د ستاسو په څير روڼ انده، پیړیو مخکې وروسته کیفیت راوړونکو عناصرو ته چټک خو ځوان عنصر ذهنیت ته اړتیا شته دی، چې تاسو یې ښه بیلګه یاستي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب