دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Home+د پښتو "څخه" ګرامري مورفیم لرغونتوب

د پښتو “څخه” ګرامري مورفیم لرغونتوب

څېړندوی دوست سرواني

     پښتو ژبه تر اسلامي دورې وړاندي لرغوني متون او کتبي سندونه نه لري خو دا په دې معنا نه ده چي پښتو نوې ژبه ده. پښتو د خپل ویړ او پیاوړي ګرامري جوړښت له مخي په سیمه کښي برلاسې ژبه ده لا یې هم د نورو همکورنیو او همګروپو ژبو په منځ کښي خپل لرغونی هویت او ماهیت ساتلی دی. په پښتو ژبه کښي داسي کلمې او مورفیمونه خوندي دي چي ریښې یې اندو-اروپايي ژبموریني ته رسیږي. په دې برخه کښي یو هم د پښتو ژبي د (څخه/caxə = caxa) یوستوی وستربل/ post position دی چي په اوسنیو ورځنیو محاورو کښي خورا ډېر کارېدنګ لري. په ټولیز ډول سربلونه هغه ناخپلواک، نااوښتونکي(دا شرط په معاصره دوره کښي د نثر له پاره دی) کوچني ژبني توکي particles  دي چي په جملو کښي یې د صفتونو، فعلونو، نومونو او نور… کښي مفاهیم څرګندیږي. په پښتو ژبي کښي تر سربلونو prepositions د وستربلونو شمېر ډېر دی. د وییکو او پارټیکلونو بې ځایه کارېدنګ په ژبه کښي ګرامري او معنايي ښویېدني او تېروتني رامنځته کوي.  په ټولیزه توګه باید د ګرامر هر توکی په ډېر احتیاط سره و کارول سي. ځکه د ګرامر علم د ریاضي د علم په څېر ټاکلي فرمولونه لري، که یې پر سم ځای و نه کارو د ګرامري او معنايي ګډوډیو سره مخ کیږو. البته دا چاره په هر ژبه کښي سته خو هر ژبه بیا ځانته ځانګړني لري. په پښتو ژبه کښي وستربلونه ډېر دي خو په دې لیکنه کښي یې یواځي د (څخه) اوستربل راخیستل سوی دی.

لرغونتوب:

  د پښتو ژبي د ګرامري مورفیمونو، وییکو/Particles او ادواتو لرغونتوب اندو-اروپايي ژبموریني ته رسیږي. د اندو-اروپايي ژبموریني بلونه او وییکي ژبپوهانو په را وروسته کښي د خپلو همکورنیو ژبو د ورتوالي او شباهتونو په پام کښي نیولو سره په فرضي توګه جوړ کړي دي. د زړو، منځنیو او معاصرو  آریاني ژبو پوزېشنونه، وییکي او پارټیکلونه تر ډېره د قیدونو څخه جوړ سوي دي پر دې بنسټ نو ډېر سربلونه او وستربلونه کېدای سي په قیدي او پارټیکلي دواړو دریځونو او پوزېشنونو کښي و کاریږي. د پام وړ خبره دا ده چي وییکو او پارټیکلونو په پخوا کښي یواځي ځان ته هم معنا او مفهوم درلودی او خپلواک وو خو په راوروسته کښي یې خپلواکي تر ډېره له لاسه ورکړې ده او په جملو کښي د نورو ګرامري توکو سره یو ځای مفهوم ورکوي. وستربلونه په نورو لوڼو ژبو لکه آناتولي، اندو-آریاني، او آریاني ژبو کښي د اضافه په حروفو هم اوښتي دي چي دا بېل بحث دی. د دې کورنۍ ځینو ژبو لکه: لاتیني، یوناني، سنسکریت، اوستا، سغدي، اوستي او پښتو ژبو تر ډېره دا ګرامري هویت او ماهیت خوندي کړی دی.

د پښتو ژبي د (څخه) وییکي ریښه په اندو-اروپايي ژبمورینه کښي پکورني *pos:< after,by,about ښوولې ده. د پروفیسور پکورني په اند چي د دې ریښې جوړښت په ټینګ اټکل په اندو-اروپايي عصر کښي داسي و: os+*p او د همدې فونیمونو څخه ښايي جوړ سوی وي. ښاغلي schwyzer (2:508) یې یوناني انډول (pos) ښوولی. بل ځای یې یو واول /o/ او یو شونډیز کانسونینټ / p/ > po هم ښوولی دی.  په لیتوانیايي کښي (pās) د (and,by/څخه) په مفهوم راغلی دی. بل ځای د (after) قید په مفهوم راغلی دی. د Trautmann (207) په باور د پښتو د (څخه/caxә) سربل ریښه *ti هم کېدای سي، وروسته (әst) ورڅخه جوړ سوی، په لاتین کښي (post) سوی دی.(indo-eu: p,2432) داسي څرګندیږي چي د پښتو د /څ،c/ فونیم هم  د اندو-اروپايي، آریاني د /s/ ، /ts/ او /č/ څخه تحول او تکامل کړی دی، د (څخه،caxә ) مورفیم هم په /څ، c/ فونیم پیلیږي. دا مورفیم په ځینو اندو-اروپايي ژبو کښي په سربل/preposition او ځینو کښي وستربل/postposition په دريځ کښي کارسوی خو په پښتو کښي تر ډېره د وستربل/postposition په دريځ کښي کارېدنګ لري.

په اندو-آریاني ژبه ویدي کښي د پښتو (څخه/caxә) انډول (pašca/پشچا) او (pašcat) ښوول سوی دی. کانګا هندي په اوستا ډیکشنري کښي (pašca،پشڅا) ښوولی خو کینټ (xšnu،خشنو) وړاندیز کړی دی. په نوې اوستا کښي یې انډول (paskāt) ښوول سوی دی خو ټول هورې د سربل په دریځ کښي راغلي دي چي په معاصره آریاني پښتو کښي (څخه/caxә) وستربل کیږي. رولانډکینټ/kent په زړې فارسي کښي (xšna/خشنا) ښوولی. په منځنۍ سغدي کښي (xšnybnt) ښوول سوی، ښاغلي بیلي/Bailey په منځنۍ ساکي کښي (xšusta) ښوولی .(Bailey:70) په معاصره ختیځه آریاني ژبه اوستي کښي (axsaen/اخسن) ښوول سوی. (Iranian verb:p,457) چي تر ټولو د پښتو ژبي (caxә/څخه) وستربل ته نژدې ریښه لري.

د اندو-اروپايي ژبموریني بیارغېدلی وییکي/Particles سیستم، د بلاژیک/ Blažek د indo – European languages مأخذ پر بنسټ، څو بولګي چي تر ډېره قیدونه او صفتونه ورڅخه رغېدلي دي په لاندي ډول دي. د چپې خوا د وییکي/Particle اندو-اروپايي جوړه سوې ریښه ده، په دویم جدول کښي یې انګریزي معنا ده، په دریم جدول کښي یې په نورو لوڼو اندو-اروپايي ژبو کښي اوښتي بڼي دي. زموږ د څېړني موخه مورفیم(څخه> *pos) په درېیمه برخه د جدول د پای د خوا درېیم مورفیم دی. د بولګي په ډول: (vedد ویدا- سنسکریت په معنا، Gk > د یوناني ژبي لنډیز، > Lat د لاتیني ژبي لنډیز دی او …:

دویمه برخه:

درېیمه برخه:

زړتوب:

د پښتو ژبي په لیکلو خطي نسخو کښي د (څخه) اوستربل زړتوب په لومړي ځل د سلیمان ماکو په تذکرة الاولیاء کښي تر سترګو کیږي چي د ملک یار غرښین(۵۷۰ هجري) په پاړکي کښي يې را نقل کړی دی: “اسلام را څخه دی- څښتن مو مل دی.” (۳۵: مخ)

 بایزید روښان په (۹۵۰ هجري) شاوخوا په خیرالبیان کښي هم د (څخه) اوستربل کارولی دی او ټول یاد سوي ځایونه د غایب /ور/ ضمیري مختاړی prefix  ور سره دي او د مقیدو اشتقاقي کلمو او خپلواکو ادواتو په منځ کښي موقعیت لري، (پنزل: ۶۶مخ): ” اوبایزیده! تیمم په هغه سړي فرض دی چي اوبه ور څخه نه وي… یا د کوهي اوبه وي کالي ورڅخه نه وي.” (بایزید: ۱۶۷ مخ) بل ځای کښي: ”  که وَرَسي یو و هغه ځای و ته چي د کعبې رخ ئې نه زده وي، د ده بویه هر چي ورڅخه وي هغه دي و پوښتي…   که څوک ورځخه نه وي په هغه لوري دي  نمونځ که چي ئې د زړه باور شي.(۱۷۸: مخ) “

اخوند درویزه؛ په خپل مخزن الاسلام کښي د څخه اوستربل ډېر لږ کارولی دی: ” … سفر به کړم ول زیر د توښې راڅخه نشته. خو درېزه د څخه پر ځای د (ځیني) اوستربل کارولی دی. د ځینې= some په بڼه موږ په پښتو ژبه کښي ضمیر لرو خو دا (ځني) چي دروېزه هم په همدې لیکدود کارولی البته د هغه وخت د لیکدود سره یې د /ځ/ فونیم په /څ/ ګرافیم لیکلی دی د (څخه) اوستربل پرځای کارېدلی او خپله هم د اوستربل دریځ لري. لکه : ” … خدای مین روزي عبادت ورځني ولاړ شي… (دروېزه: خطي نسخه). د پښتو په لوېدیځه (لوی کندهار) لهجه کښي هم ځیني وختونه د (څخه) وستربل پر ځای (ځیني) کاریږي.

لکه ورځنۍ محاوره: په پور کښي غنم ور(ځني) راوړه. یا په پور کښي غنم ور(څخه) راوړه. مه ورځني بېرېږه.

د خوشحال خټک(۱۰۲۲-۱۱۰۰هـ) په شعرونو کښي هم په ډېرو ځایو کښي د( څخه) وستربل تر نوم او /را/ مختاړو وروسته راغلی دی:

مــــــوسی څـــــــخه هـــــېڅ نه وو، ورڅـــــخه يوه عــــصاوه

قارون څــــــخه دنيا وه، خـــــود يـــــې ولــــيده آفات

***

هغه يار را څخه وايې هر ګز نه وه

هېڅ مې نه زده که همېش را څخه وه ولاړ

مخ يې فكر د نسرين را څخه يووړ

خط يې خيال د مشكِ چين را څخه يووړ

 (خوشحال: ۲۶۷مخ)

که څه هم په لومړني بیت کښي خوشحال خان خټک د (له) سربل نه دی کارولی، که یې کارولی وايي شعر یې یوه څپه ډېرېدی خو بدخونده کيدی نه. په نورو دوو بیتونو کښي یې د (را) مختاړی تر څخه اوستربل مخ کښي کارولی دی او وروسته یې کومکي فعلونه راغلي دي چي په پښتو کښي کومه ګرامري ستونزه نه لري.

محمد هوتک هم په خپل کتاب په پټه خزانه نثر او نظم دواړو کښي د څخه اوستربل کارولی او را نقل کړی دی: “نقل کا چي؛ شېخ متي بابا لوی زاهد او عابد او پر خدای مین سړی و. دده اولاد ولاړه او په پېښور او بُدني مېشت سول او هلته له دوی څخه لوی ستانه را ووتل. شیخ زهر د شیخ امران څخه روایت کا چي شیخ متي بابا لوی عالم او د دین مرشد و… “

… د شیخ اسماعیل ناره:

که یون دی یون دی مخکي بېلتون دی

له کسي غره څخه ځي خرښبون دی

(محمدهوتک: ۱۲ مخ)

محمدهوتک په خپل نثر کښي د څخه اوستربل د نننۍ محاورې او لیکني سره سم کارولی دی خو تر څخه اوستربل مخ کښي یې لومړی د (له) سربل کارولی او دویم ځل یې د (د) سربل کار کړی دی خو د عطف (و) یې تر ننني پښتو لیکنو ډېر کارولی دی. کولای سو په نننیو لیکنو کښي د تکرار د مخنیوي له پاره د عطف (و) پر ځای کامې (،) او ټکي کامي(سیمي کولن) وکاروو.

د څخه ورځنی کارېدنګ:

۱ د صفتونو په منځ کښي: له تور څخه سپین ښه دی.  
۲ د فعلونو او مصدرونو په منځ کښي: له کړول څخه مړول ښه دي./له وژل څخه روزل ښه دي. له ژړول څخه کرارول ښه دي. پښتو متلونه دی
۳ د نومونو په منځ کښي: له کوږک څخه بولدک معلومیږي.  
۴ د قیدونو په منځ کښي: له ژر ژر څخه سوکه سوکه لوستل غوره دي.  
۵ د ضمیرونو په منځ کښي: له دوی څخه موږ ژر راورسېدو.  
۶ د نفي ادواتو وروسته: د نه او مه څخه لږ څه هم غوره دي. یعني تر هیڅ لږ څه هم ښه دي.
۷ د ” ور” ضمیري پریفیکس وروسته یا د کوهي اوبه وي کالي ورڅخه نه وي.” (بایزید: ۱۶۷ مخ)  
۸ د ” را” ضمیري پریفیکس وروسته: مېلمه یو ساعت مخ کښي را څخه بېل سو.  
۹ د ” در” ضمیري پریفیکس وروسته: غل څنګه در څخه وتښتېدی!  
۱۰      
۱۱      

د (څخه) لوېدون/deletion: په پښتو محاورو کښي د لنډون او تسهیل په موخه کله کله د /څخه/ اوستربل لویږي د لوېدنګ په دې کړنه کښي د /له/ سربل preposition  په /تر/ سربل باندي اوړي:

له کابل څخه زابل تود دی.= تر کابل Ø زابل تود دی.

– له پردو څخه د مرستي هیله مه کوه/ له پردو Ø د مرستي هیله مه کوه.

لنډون/Failure: په پښتو محاوره کښي کله کله د /څخه/ اوستربل په /څه/ لنډون مومي:

له خپل ښوونکي میرویس څخه مي ډېره زده کړه کړې ده.= له خپل ښوونکي میرویس څه مي ډېره زده کړه کړې ده. له خپلو اولادو څه خوشحاله یم. / له ده څه مي ښه نه راځي. د ده څې(څخه یې) را واخله ماته یې راکړه.

بدلون/change:

/څخه/ په ځینو ګرامري حالاتو کښي په زوره کي /ه ə/ بدلیږي. زوره کی د نوم له پای سره یو ځای کیږي:

 همدا اوس له بازار څخه راغلم. = همدا اوس له بازار(ه/ә) راغلم.

ځایګښت/permutation

 په مورفولوژۍ کښي کله یوه کلمه د بل پر ځای کاریږي چي دا عادي چاره ده .د ژبپوهني په اصطلاح کښي پیرموټیشن – ځایګښت – ځایګرځ ورته وايي. دا کار د ادب په لفظي صنایعو کښي د کلام د ښکلا له پاره هم کیږي تر څو د کلمو د تکرار مخنیوی وسي او شعري کلام نور هم جذاب سي. لکه خوشحال خټک چي په خپل کلام کښي د (څخه) پر ځای (ځني) کارولی:

چې زۀ خولۀ ورځنې غواړم نور ښكنځل كا
بې حسابه ستمګار دئ هغه كس

***

چې پۀ سر دې سوګند خوري ورځنې ډار كړه

يـــــــوه ورځ بۀ ســـــــتا د ســـــــر وکا ســـــــودا

***

چــــې جـــهان ورځنې خلاص شي

خداى دې مړۀ كاندې خبيث

***

د يارۍِ، د دوستۍ لايق هغه دئ
چې آزار ورځنې نۀ وي پلار او مور

(د خوشحال دیوان، رفیع چاپ)

په پورتنیو ټولو بیتونو کښي لوی خوشحال کولای سول چي د (څخه)  اوستربل و کاروي خو دا د شاعر او لیکوال خوښه او اختیار دی چي د خپل کلام له پاره کومه کلمه مناسبه بولي، هغه کاروي که څه هم د معنا او مفهوم له مخي سره یو وي.

 د (څخه) وستربل پر ځای د ځني وستربل کارول اخوند دروېزه هم کړی دی. له دې سره چي د (څخه) اوستربل یې په ندرت کارولی دی خو تر څنګ یې د (ځني) اوستربل هم کارولی دی: ” … خدای مین روزي عبادت ورځني ولاړ شي… “”(دروېزه: خطي نسخه) درویزه په دې ځای کښي اختیار درلودی چي د (ورځني) پر ځای (ورڅخه) و کاروي.

لکه مخ کښي چي مو وویل (ځیني) پښتو ضمیر دی چي تر /ځ/ فونیم وروسته یوه څرګنده /ي،i/ واول هم لري او په معنا او مفهوم کښي له (ځني) سره توپیر لري، که څه هم د خوشحال په دېوان؛ د استاد رفیع چاپ کښي دواړه په یوه املاء لیکل سوي دي همداسي د اخوند دروېزه په مخزن الاسلام کښي هم د ضمیر او وستر بل بېلتون نه ښکاري او د افغانستان د علومو اکاډمي په خطي نسخو کښي چي ما لوستي دي، دواړه په یوه أملا لیکل سوي دي لکه: “…لکَ یو ځني(څنِ) قاضي بل دعوې لړ شي…” درويزه په دې ځای کښي (ځني) د ضمير پر ځای کارولی دی نه د وستربل پر ځای خو یو (ضمیر) او بل (وستربل) دی، باید سره ګډه نه سي. لکه د خوشحال خټک په دې بیت کښي چي د ضمیر په بڼه راغلی دی:

چې د سوات د سيمې خاورې خوشحال بوى كړې
يو سړى بۀ ځنې نۀ وي وفا دار

اوښتون/Revolution :

 له اوښتون څخه موخه فونیمکي اوښتون دی. کله چي یو فونیم/حرف په بل باندي واوړي د فونولوژۍ له مخي Sound revolution ورته ویل کیږي.د /څخه/ اوستربل د لومړي او دویم  فونیم په اوښتون په (چخه، سخه، چقه، شقه، او ځخه، جخه) اوړي.

د /څ c/ فونیم په کلاسیکو پښتو متونو کښي د /ځĴ/ پر ځای هم کارېدی او د /ځ/ فونیم به هم په /څ/ لیکل کيدی. د روښان په خیرالبیان کښي: “…که څوک ورځخه نه وي په هغه لوري دي  نمونځ که چي ئې د زړه باور شي.” (۱۷۸: مخ) “

یا هم د خوشحال خټک په دې بیت کښي چي د زورکي /ه/ә/ فونیم یې په /و/ اوښتی دی:

كۀ د زړۀ څخو ترس، ډار وَى څۀ بۀ ښۀ ؤ
لږ دې مِهر پۀ ما خوار وَى څۀ بۀ ښۀ ؤ

 لهجوي اوښتون: د پښتو ژبي په ځینو لهجو کښي لکه سوات، پېښور او ډېره سماعیل خان کښي د /څ/ فونیم په /س/ باندي بدلیږي او (څخه) په (سخه) وايي. همداسي د غزني او زابل – کلات شاوخوا ځیني کوچیان او ځايي خلک د /څ/ فونیم په /چ/ وايي او (څخه) په (چخه) تلفظوي.

ناسم کارېدنګ/Wrong Usage

په ځینو لهجو کښي په ګړنیز ډول د څخه اوستربل پر ځای د نفي ادوات راځي لکه: (نه) . دې چاري متونو ته هم مخه کړې ده چي په  ګرامري لحاظ لويي ګډوډۍ رامنځته کوي. د مثال په ډول: د پښتو ژبي د تېر مهال په استمراري فعل کښي د (نه)  وییکي particles  راوړلو سره دا ګرامري ګډوډي پېښوي. لکه:

– زه له میرویس نه جلاکيدم =  سم: زه له میرویس څخه جلاکيدم.

 که لومړۍ جمله کښي (نه) د (څخه) پر ځای وکاورل سي جمله په نفي کیږي او معنايي تغییر را منځته کیږي. ډېره وختونه په محاوره کښي دویم (نه) هم نه ورسره ویل کیږي.

یا هم:

ـ #له پټي نه وتلم #له ټولګي نه وتلم. (ناسم)  #له پټي څخه وتلم. # له ټولګي څخه وتلم.(سم) په لومړیو جمله کښي سړی ورک سي چي د متکلم مطلب منفي دی که مثبت.  ځکه نو د (څخه) اوستربل post position  ته باید د مهم ګرامي توکي په سترګه و کتل سي او پر ځای و کارول سي. مننه

اخیستلیک:

۱. زیار. مجاوراحمد. پښتو پښویه، درېیم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۴ش

۲. روښان، بایزید. خیرالبیان، سریزه، مقابله او سمون د محمدمعصوم هوتک،علامه رشاد خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶ش

۳. دروېزه اخوند، مخزن الاسلام(خطي) نسخه، د افغانستان د علومو اکاډمي کتابتون، ۳۱۵ شمېره.

۴. ماکو، سلیمان، تذکرة الاولیاء، د عبدالحي حبیبي په زیار او سریزه، دویم چاپ،کندهار

۵. خټک خوشحال خان، دیوان، د حبیب الله رفیع په زیار او سریزه، کابل چاپ ۱۳۹۷ش

۶. هوتک، محمد، پټه خزانه، د عبدالحي حبیبي په زیار. کابل پوهنتون، څلورم چاپ ۱۳۵۶ش.

۷. د. ا . شافییف، د پښتو ژبې لنډ ګرامر، ژباړه؛ دولت محمد لودین، د محمد داؤد عربزي په سمون او اهتمام، ختیځ ادبي بهیر جلالکوټ، ۱۳۹۵ش

8 Roland G. Kent. Old Persian Lexicon,1950p: 182

9 Pokorny. The Proto – indo European Etymological Dictionary

10 Johnny Cheung. Etymological Dictionary of Iranian verb 2007

11 Bailey. Khutan-Saka Dictionary

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب