چهارشنبه, سپتمبر 11, 2024
Homeخبرونهپه جعلي ټکټونو د عمرې حج ته د تلونکو ۱۱ پاکستانیانو د...

په جعلي ټکټونو د عمرې حج ته د تلونکو ۱۱ پاکستانیانو د ورتلو مخنیوی

تاند (چهارشنبه -د اسد ٢۴) پاکستاني چارواکو ویلي، چې د کراچۍ په هوایي ډګر کې یې ۱۱ هغه کسان نیولي، چې په جعلي ټکټونو یې سعودي عربستان ته د عمرې د حج لپاره د سفر تابیا کړې وه.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې ۸ تنه یې ښځې دي.

ویل شوي چې نیول شوي کسان ټول د پاکستان د پنجاب ایالت اوسیدونکي دي.

ډان ورځپاڼې ويلي، د منځني ختيځ هيوادونو ته د تلونکو پاکستاني خېرات غوښتونکو شمېر زیات شوی او د مخنيوي په لړ کې یې په تېرو څو مياشتو کې ګڼ مسافر د الوتکو څخه کوز کړل شوي دي.

ویل شوي، دغه خېرات غوښتونکي په ممکنه توګه سعودي عرب، متحده عرب اماراتو، عراق، ايران، عمان او ترکي ته د سېل په بهانه ځي.

د راپورونو له مخې، په ګڼو هېوادونو کې د خیر غوښتلو له امله نیول شوي ۹۰ سلنه بهرني وګړي پاکستانیان دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب