لیکوال: پوهمل عبدالله اواب کامه وال
د افغانستان د شلمې پيړۍ په پيل کې موډرنيزيشن په پراخه اندازه په ادبياتو کې منعکس شوی دی. د هغه وخت ادبي نوښتګرو په شعوري توګه هڅه کوله چې له ادبياتو څخه د ملي او دموکراتيکو هدفونو د تحقق د پاره د يوې اغيزناکې وسيلې په توګه کار واخلي.
د دې وخت د ادبياتو سوژه هېواد پالنه، خپلواکۍ غوښتنه، د اختناق او فساد رټنه، د فانتيزم او ارتجاع غندنه، د مثبتو علومو او ټکنالوجۍ او نوي فرهنګ خپرونه، د هېواد د بېلا بيلو قومونو تر منځ د ورورۍ ټينګونه، د عصري ژوند له غوښتنو سره د دودنو او انګيرنو سمونه، د مطلقيت او سټاټسکو پر ضد د خلکو پارونه، د انګريزي استعمار په مقابل کې د ختيځ، په تيره د مسلمانو ملتونو پاڅونه او داسې نور ملي او دموکراتيک ارزښتونه او ارمانونه دي.
په دې اساس د دغې دورې په ادبياتو کې د پیغام او تعهد برخه ډيره پياوړې ده او پر مضمون باندې د زيات ټينګار له امله ادبي فورم ته لازمه پاملرنه نه ده شوې. له ځينو ليکنو څخه داسې څرګنديږي چې د روښانتيا دورې د ادب مخکښانو په قصدي او عمدي توګه د کلاسيک ادب د بديعي صنايعو د عنعنې له پيروۍ څخه ډډه کړې ده.
د مثال په توګه د محمود طرزي په خپله مقاله (حسب حال ما بين شعر طرز جديد و شعر طرز عتيق) کې د کلاسيک ادب پر تشبيهانو باندې ملنډې وهلي دي.
د پښتو د معاصر ادب د لومړي پړاو اکثر شعرونه (وطنيه) شعرونه دي خو د فورم او بديعي ځانګړتيا له پلوه نيمګړتياوې پکې ليدل کيږي. داسې ښکاري چې د مضمون په نوي کيدو سره د نوي شکل د ايجادولو د پاره هلې روانې وې. د ځينو ادب پيژندونکو په عقيده، د دې دورې مخکښانو له عنعنوي ادب څخه په ليرې کيدو سره هڅه کوله چې د نوي ادب د بنسټ تيږه په خالي فضا کې کښيږدي چې په نتيجه کې يې د محتوا او شکل يووالی او تناسب زيانمن شو. په اماني دوره کې د پښتو معاصر ادب، د انتظار په خلاف، مخ په زوړه روان شو.
د دغې دورې ډير شعرونه په لاس کې نشته او يوه دوه بېلګې چې لاس ته راغلي دي د عادي نظم سطحې ته هم نه رسيږي.
د تعجب خبره ده چې ځينو ادب پيژندونکو دغو شعرونو ته د نوي او ابتکاري شعر په نظر کتلي دي. د ويښتيا د دورې په ادبياتو کې مترقي او کيڼ اړخ روښانفکران ځينې داسې غوښتنې او آرمانونه هم راوړي دي چې د ريفورميزم له سرحد نه اوړي او يوازې د ملي دموکراتيک انقلاب په برياليتوب سره تحقق موندلی شي.
له احتمال نه ليرې نه ده چې مترقي روښانفکرانو به د هغه د وخت د شرايطو د غوښتنې په اساس، د انقلابي شعارونو له ورکولو څخه ډډه کوله. د ملي شورا د اتمې دورې په انتخاباتو کې د حکومت لاسوهنې (۱۹۵۲ کال) دا وښوده چې دولت حتی د ريفورمستانو او او ليبرال دموکراتانو فعاليتونه هم نور نشي زغملی.
د مظاهره کوونکو د ټکولو او سياسي سازمانونو د مشرانو د بندي کيدلو په نتیجه کې يو شمير روښانفکران په دې معتقد شول چې د ټولنې اساسي ستونزې له بنيادي تحول نه پرته نه شي حل کیدای.
له بلې خوا دولت د خپل طبقاتي نظام د ستنو د ټينګولو د پاره د نوي حکومت په واسطه په يو لړ اقتصادي فعاليتونو لاس پورې کړ. په (۱۹۵۵) کې د افغان ـ شوروي تر منځ تړون هم د افغانستان په اقتصادي او فرهنګي ژوند کې د تحول راوستلو د پاره زمينه برابره کړه.
د ۱۹۶۳ کال په مارچ (حوت ۱۳۴۱) کې د محمد داود خان په استعفا سره يو ځل بيا د تحول غوښتونکو ځواکونو د پاره د خپل غږ اوچتولو زمينه برابره شوه.
د ۱۹۶۵ کال د جنوري په لومړۍ نېټه (۱۱ جدي ۱۳۴۴) د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند لومړنۍ موسسه کنګره په کابل کې دايره شوه.
د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند نشراتي ارګانونه: د خلق او پرچم جريده په سيستماتيک ډول د اوښتون د پړاو د ادبياتو په ترويج پيل وکړ. او د انتقادي رياليزم د ادبي ميتود په څنګ کې سوسيالستي رياليزم هم انکشاف وکړ.
دا بايد ووايو چې د پښتو ادب د اوښتون پړاو زړي لا پخوا کرل شوي وو. د نور محمد تره کي د «بنګ مساپري» او نورو کيسو لوستونکي درلودل او د سليمان لايق « د چونغر ترانې» د انقلابي نظم لومړنۍ زمزمې وې چې په ظاهر شاهي دوره کې د خلکو غوږونو ته رسيدلی.
د سليمان لايق د شعر مهم خصوصیت دا دی چې د خلکو له سايکالوجۍ او منطق سره عيار شوی دی، شعار وزمه اصطلاحات نه استعمالوي، د خلکو په ژبه د خلکو دردونه او آرمانونه بيانوي، ژبه يې فصيحه او معياري ده، صداقت او صراحت يې لوی صفت دی.
د شعر فورم يې له مضمون سره متناسب دی، بې تصنعه او طبيعي دی، له همدې امله لايق د اوښتون د پړاو د شاعرانو سر لاری ګڼل کيږي. د ثور د ملي دموکراتيک انقلاب (۱۳۵۷) په برياليتوب سره ډير زيات انقلابي شعرونه وويل شول او زياتې کيسې وليکل شوې.
د دغو شعرونو او لیکنو موخه د فيوډاليزم او امپرياليزم پر ضد، او د ټولنيز عدالت، ترقي، سولې او انترناسيوناليزم د پاره مبارزه وه. لکه چې تجربې ښودلې ده د هر ټولنيز تحول په پيلامه کې د ادبياتو پيغام او مضمون له فورم او قالب څخه مخکې ځي او غالباً د فورم ښکلا ته چنداني پاملرنه هم نه کيږي.
څه موده وروسته نوښتګر روښانفکران د کليشه يي توب او يکنواختۍ د پای ته رسولو د پاره د ابتکار لمنې ته لاس غځوي او د پیغامونو د انتقال د پاره مناسبه ژبه او مناسب ايماژونه پيدا کوي.
د افغانستان په دموکراتيک جمهوريت کې د ليکوالو اتحاديې په جوړيدو سره د ادبي کره کتنې محفلونه او سيمينارونه داير شول. نيمګړتياوو ته ګوته ونيول شوه. په هنري او ايستيتيکي اړخونو باندې ټينګار وشو. او د ابتذال او سطحی ګرايي مخه تر يوې اندازې ونيول شوه.
په دې وروستيو وختونو کې د غزل ژانر په نوي بڼه احيا شو او د زمان روح پکې پوک وهل شو، رباعي د نوو مفکورو د پاره استخدام شوه او د مثنوي لمن هم له سرو ګلونو ډکه شوه.
د لنډې کيسې ليکنه ډيره باب شوه؛ اکثر ليکوال د لنډې کيسې له عمده توکونو او د کيسې ليکلو سره له اصولو سره اشنا شول. په دې وخت کې يو شمېر کيسې او ناولونه هم وژباړل شول. اوس څوک ساده، ميخانيکي او شعار وزمه آثار ډير نه خوښوي، بلکی په نوښت او بداعت پسې ګرځي. دغسې نوښت چې په هغه کې لوړ آرمانونه په ايستيتيکي او هنري ايماژونه نعښتل شوي دي.
د پښتو د نوي نسل په شاعرانو کې: صديق کاوون، عارف خزان، اسحاق ننګيال، شاه محمود حصین، فضل الهي ګران، افضل ټکور، حفيظ الله خوږلن، پروين فيض زاده ملال، باقي بريال، بلقيس مکيز، اسدالله اسد، عزيز تحريک، او فاروق فردا د نوښت د پاره مبارزه کوي. د لطيف بهاند شعرونه کم دي خو د کيفيت له پلوه د يادونې وړ دي. د کيسه ليکونکو په نوي نسل کې د امين افغانپور، اکبر کرګر، زرين انځور، شاه محمود حصين (که څه هم د کيسو شمېر يې لږ دی)، بريالی باجوړی، احسان آرينزی، خالق رشيد او نورو آثار د يادونې وړ دي.
دا بايد ووايو چې ځينو نامتو داستان ليکونکو ځينې بيخونده داستانونه هم ليکلي دي چې باید د هغو پر مجموعو قضاوت وشي نه پر ځانګړو کيسو.
د ادبي کره کتونکو په ډله کې زرين انځور، شاه محمود حصين، لطيف بهاند، نور محمد سهيم او نبي صلاحي د نوي نسل پيژندل شوي استازي دي.
ماخدونه:
1. باجوړی، بریالی. ۱۴۰۱هـ ل. د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ (اوښتون پړاو). کابل : جهان دانش خپرندویه ټولنه.
2. باجوړی، بریالی. ۱۳۸۷هـ ل. د ادبیاتو په لړ کې. کابل.
3. روهي، محمد صدیق. ۱۳۷۸هـ ش. د پښتو ادبیاتو تاریخ (معاصره دوره). پېښور
ما خو اوریدلي وه چې خلق اخبار صرف یوه ګڼه خپور شو. نو که یو اخبار صرف یو ګڼه خپور شوي وي، نو ویلی شو چې ادبیاتو ته يې سستماتیک کار وکه؟ زه انتقاد نلرم، صرف پوښتنه لرم.
د خلق ګڼه تر شپږو ګڼو وروسته مصادره شوه، خو د پرچم ګڼه بیا تر یوې مودې پورې خپره شوه، خو د تره کی او سلیمان لایق اثار بیا ډیر پخوا خپاره شوي وو. د تره کي، څړه – بیګ مسافري، موچي، د سمټ مور او پلار – بي تربیته زوی – او د لایق اثار کیږدۍ، چونغر هم د ثور له کودتا وړاندې خپاره شوې و. همدا ډول د اجمل خټک شعرونه د غیرت چیغه او د فضل احمد غر شعرونه هم د اوښتون د پړاو له اثارو څخه ګڼل کیږي چې پخوا خپاره شوي وو.