د پوهاند دوکتور م. ا. زيار څو شعره:
شهيد
کله چې لمر شهيد شو،
شول د سپوږمۍ نمري تور،
يو تور تياره پړونی
پر ټول جهان شو راخپور،
د شنه اسمان پر کلي
د رڼو ستورو پر کور!
د زړونو واکمن
د زړو پر ملک يې، وار چلاوه چې،
هغه واکمن چا، له تخت راکښېست…
چې يې غمي ول، د هسک برم ستوري،
چا يې له سره، آ خول راپرېست؟
له امانه
تر نجيبه
د امير امان اله
او ډاکتر نجيب اله
له گډو اړخونو
يو دادی چې:
دواړه په يوه زنگوهلې توره
له منځه ولاړل…
او ورپسې
ورته ((سقاوۍ)) راغلې.
[په ورته نامه د استاد الفت ديوه ناپېيلي شعر پر ليکه]
بېگناه بندي
مه وژنئ
دغه بېگناه بندي!
مه وژنئ
دهغو ناسکه بدوردو ورونو
په گناه ،گرم وغچ لېږد
دابېگناه بندي،
دغه دبېشمېرو ناسپړلو شنو خوبونو
دماناوو،تعبيرو وياند!
مه وژنئ
د خدای په پار،
دومره په پرغزاوبېلورۍ
دابېگناه بندي،
مه پاکوئ لاس مو پرې
دخپلوگناهونو د سپينتان په پار!
مه وژنئ
په تش تور دناکړې گناه
دغه بېگناه بندي،
دغه دښايست دصحيفو يوسف… .
گوندې يوه ورځې شي امير ددغه مصر بيا،
نه چې يې و نه شي کړای پوره دويني بيه
په اسانه بيا !
مه وژنئ
دادامن وسولې پيغمبر
هسې ښکېللی بېگناه بندي؛
ډېر يې په بند
زليخايي مينې پښېمانې دي
ډيرې يعقوبي سترگې
په ټپو دي ړندې له بيلتانه پسې…. پرې ،
له تورې گورنډې دزندانه
رابهرشي او
رېښې رېښې کميس يې
رڼايي دړندوسترگوشي!
پرې ،
دغه ځلانده لمر
بيا وځلي د ډېروبرخليکونو
پر تورتمو بورجلو باندې!!!