جمعه, مې 3, 2024
Homeادبلنډه کیسهوینه او تخت (لنډه کیسه) اسدالله بلهار جلالزی

وینه او تخت (لنډه کیسه) اسدالله بلهار جلالزی

د پسرلي شینلیو غرونو، دښتي، او درې پوښلي وي. مازیګرنې وږمې ورو، ورو چلیدلي. د ونو، ګلونو څانګې او د بوټو پاڼې يي ېوې او بلې خوا ته خوځولي په شنو پاڼو کې د پټو او زندانۍ غوټیو غوړیدو ته هوس کاوه. د انار د ېوې ونې په څانګه پاس یو ارین رنګه مرغه پرله پسي چغیده. لمر اوس نو له غرونو د اوښتو په حال کې و. ژیړې وړانګې يي د خرقې مبارکې په کوبيو لا هم لیدلې کیدې. شاه امان الله خان خپل سر په دواړو لاسونو کې نیولی او ونې ډډې  ته يي تکیه کړي وه. په اوږدو سوچونو کې ډوب تللی و. ېوې خواته وطن د ژوغولو خبره وه. او بلې خواته هم بیا د خلکو د وینې توییدو ویره . دې دواړو مسئلو له نه  ارام ترړولی و. سترګې يي له ژور خپګانه تکې سرې وې.

ناڅاپه يي د پښو ښکالو واوریده. نژدې ملګری يي د ده په لور را روان و. غازي ور نارې کړي.

ـ احمدشاه خانه! راشه چې یوه شیبه خو مجلس وکړو.

د احمدشاه خان له څیرې معلومیده، چې په زړه کې نوي خبره لري. خپل ګامونه يي لا ګړندې کړل. بیا يي ترخوا کیناست. غازي په غمجن انداز ورته وویل: – وایه مارشال ګله په تلګرافونو کې څه نوي خبرې درته راغلي کنه؟

احمدشاه تنتلی غوندې شو. بیا يي وویل: قربان مو شم تر اوسه خو کومه نوي خبره نشته. که که کومه خبره وه. ژر به حال درکړم. دوئ د وطن په حالاتو په خبرې بوخت ول. چې ناڅاپه د خرقې شریفې له جوماته  د ماښام د لمانځه اذان واوریدل شو. غازي د جومات په لورې روان شو. احمدشاه خان هم په خپله مخه لاړ.

اوس نو تیاره ماښام و.  پاس په هسک یوه یونیم ستوري سترګکونه وهل. احمدشاه خان په خوشحالۍ سره غازي ته  د تلګرام یو پیغام وړاندې کړ. بیا يي زیاته کړه. د غلام نبي خان څرخي له لوري تاسو ته یو پیغام دی.

شاه په لوړ غږ د پیغام  په لوستلو پیل وکړ.

اعلحضرته!.. السلام علیکم.

روغتیا مو غواړم، هیله من یم چې تاسو د کندهار له ښاره و نه وزۍ. ما د مزار شریف ښار ونیوه. حسین کلکاني مې تیښتې ته اړیوست. د شوروي دولت راسره ژمنه کړي چې  دوه کنډکه عسکر به په واک کې راکوي. د غازي په تندي کې ګونځي را پیدا شول. د مخ غوښې يي په ښوریدو شوې. رنګ يي تور وزمه شو په سترګو کې يي اوښکې د کوچنۍ ډیوې تتي رڼا ته په ځلیدو شوي. بیا يي ورو وویل: ـ احمدشاه خانه! غلام نبي خان ته پیغام واستوه او ورته ووایه نه غواړم چې د پردیو په مرسته واکمن شم دا هم ورته ولیکه! که چیرته په دې پیښه کې د یوه افغان هم وینه تویږي. امان الله خان يي نه شي زغملای او له خپلې پادشاهي تیر یم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب