چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبطنزونهد نانوای زوی/ولسي کیسه/ لیکوال : سید فخـرالدین هاشمي

د نانوای زوی/ولسي کیسه/ لیکوال : سید فخـرالدین هاشمي

وایي چې یو وخت یو پاچا و. د پاچا په دربارکې زیات شمېرنوکران ګرځېدل اوخپل وخت به یې تېراوه. پاچاهم څه خاصه پاملرنه ورته نه کوله چې څوک کارکوي اوکه نه. پاچا د ښکارډېرشوقي و. هره ورځ به له خپلودرباریانوسره ښکارته ته او د دربارډېری چاري به د هغه خاص وزیرسرته رسولې.

 یوه ورځ پاچا په څه خبره غوسه شوی و، د  حرم سرای  مخې ته یې د ورېـښموپه پسته څوکۍ کې ډډه وهلې وه . نوکران اوخدمتګاران لاس په نامه ورته ولاړ وو. پاچا چې په خپل دربارکې دومره خلک ولیدل چې هسې خوشي چټي ګرځي را ګرځي ، حکم یې جاري کړچي ټول نوکران اوچاکران دې له دربارڅخه ویستل شي او نوردې سرکاري تنخواه نه ورکول کېـږي.

وزیراو نورو افسرانو د پاچا حکم تطبیق کړ . د دربارملازمین یې له درباره وشړل . بې وسه اوغریب نوکران ډېرخفه شول خوهیچا څه نه شوای ویلی . د نوکرانو په ډله کې یوهوښیار نوکر چې په یوه پـښه معلول و، وزیرته وویل چې ته پاچاته ووایه ما دې له دربارڅخه نه وباسي او له ځان سره مې دې وساتي ځکه چې زه درې مهم کماله لرم ، یو وخت به د پاچا په کارشم .

وزیردا خبره پاچاته وکړه . پاچا  وخندل حکم یې وکړ چې دا معلول نوکر ماته راحاضرکړﺉ . نوکرد پاچامخ ته ودرول شو، پاچا له نوکرڅخه پوښتنه وکړه چې ته څه کمال لرې ؟
هوښیار نوکر پاچا ته له ځانګړي احترام وروسته وویل :

 سلطان اعظم ! زه درې کماله لرم ، یو داچې زه ښه اوبد ، اصل اوکم اصل آس ډېرژر پېژنم . دوهم داچې زه په قېمتې غمي هم ښه پوهېـږم ، ژریې معلوموم چې کیفیت یې څنګه دی اودرېـیم دا چې زه د انسانانود نسل په پېژندلوکې هم ماهــریم . زه چې چاته وګورم د هغه انسان ذات اونسب راته له ورایه جوت شي .

پاچا چې دا خبرې واورېدې ډېرخوشحاله شو. وزیرته یې وویل چې دا نوکرله ځان سره وساته او ښه تنخواه ورته ولګوه.
وخت تېرېده ، هوښیاراومعلول نوکرپه دربارکې خپلې مزې کولې .

یوه ورځ یوه سړي د پاچا دربارته یومست آس د خرڅولو لپاره راوست.  پاچا او وزیردغه آس ډېرخوښ کړ او په لوړه بیه یې اخیستلوته تیارشول. ناڅاپه پاچا ته هغه هوښیار نوکرورپه یادشو. نوکریې راوغوښت ،  ورته وویل چې تاخو ویلي و چې په آس ښه پوهېـږې ، راشه اوس دغه آس وګوره چې څه عیب خوبه نه لري ؟

نوکرچې آس ته وکتل وې خندل . پاچا  په قهرشو چې ولې خاندې ، خبره کوه چې آس څنګه دی ؟
نوکرورته وویل : دا آس مه اخله . آس اصل نه دی ، دې آس په وړکوالې کې د خرې شیدې رودلې دي .
پاچا او وزیرپه دې خبره حیران شول . د آس مالک ته یې وویل چې ته په کې څه وایې ؟
د آس خاوند د تاید سر وښوراوو ،  وې ویل : هو داخبره رښتیا ده .  کله چې دا آس له خپلې مورپـېداشو، هغه آسپه مړه شوه . موږ مجبورشوو چې بهـاڼ ته د خرې شیدې ورکړو.

پاچا خپل نوکرته شاباس وویل . د آس مالک په مات زړه  له خپل آس سره له درباره ووت.
بله ورځ یوه سړي دربارته یوقېمتي غمی راوړ . غمی یې په  لوړه بیه پاچاته وړاندي کړ.
په غمي کې عجب کمال و ، هغه داسې چې رنګ به یې بدلاوه. په یوه شېبه کې به کله سوراوکله شین شو. پاچا د غمېتراغـېز لاندې راغلی و. وزیرته یې وویل چې له خزانې څخه ډېري پـیسې ورکړه اوغمی زما په تاج کې ولګوه.

وزیرورته وویل چې که ستا اجازه وي داغمی به یوځل هغه زموږ  نوکرته ورښکاره کړو چې هغه په کې څه وایې .

پاچا د وزیرخبره ومنله نوکریې راوغوښت . نوکرغمی په لاس کې واړاو را واړ،  پاچاته یې وویل چې قربان دې شم ، په دې غمي کې څه خاص خبره نشته ، ډېرې پیسې مه پرې ورکوه ، دا غمی په اصل کې  سور رنګ لري . د دې غمي په منځ کې یوچینجی دی او چینجي په خوله کې یوشین بوټی نیولی دی . کله چې چینجی خوله خلاصه کړي ، د شین بوټي رنګ په غمي کې وځلېـږي اوانعکاس پېداکړي ، نورڅه  اهمیت نه لري .

د نوکرپه دې خبره د غمي خاوند په قهرشو ، پاچاته یې وویل چې نوکردې هسې بې ځایه خبره کوي ، زما د غمي قېمت کمه وي . زه به دا غمی اوس ستاسو په مخ کې مات کړم که چېرته ستا د نوکرخبره رښتیا شوه ، زه د غمي له قېمت څخه تېریم او که داسې نه وه نوماته به د غمي پوره قېمت راکوې اوخپل نوکر به په دارځـړه وې.
پاچا نوکر ته وکتل ، وې ویل :  څنګه ځوانه ! شرط دې منظوردی ؟

نوکر بې له ځنډه شرط ومانه. د غمي خاوند خپل غمی د پاچا په مخ کې په یوه ډبره وواهه . غمی په منځ دوه ټوټې شو، یوچینجی چې په خوله کې یې شین بوټی نیولی و راڅرګند شو. د غمي خاوند ډېـر پـرېـشانه شو. پاچا او وزیر خپل نوکرډېر وستایه. دغمي خاوند په خواشینۍ  له درباره ووت .

پاچا د خپل نوکـر علم اوتجربې ته حیران پاتې و.

بله ورځ پاچا دغه نوکرخپل دربارته را وغوښت. وزیراو د دربارنوروافسرانوته یې امر وکړ چې تاسوټول زما له کوټې ووځئ .

وزیر او د دربار افسران  له کوټې څخه ووتل ، یوازې پاچا او هغه نوکرپاتې شول . پاچا خپل نوکرته وویل چې ته په رښتیا هوښیاراوبا تجربه انسان یې ، ستا دوه کماله خوما ولیدل ، اوس غواړم چې ستا درېـیم کمال هم ووینم . تا ویلي و چې ته د انسان ذات اونسب هم معلومولی شې . نن به ته زما اصل نسب راته معلومـه وې چې زه په اصل کې څوک یم .
نوکرد پاچا په دې خبره ډېروارخطا شو. پاچا ته یې وویل چې قربان دې شم زه ستا په هکله دا بې احترامي نشم کولای ، تاسو ډېرقدرمن یاست .  بل چېرته مې وآزمویه ، زه تیاریم .

پاچا چې داخبرې واورېدې ، وارخطاشو ، نوکر ته یې وویل چې نوروخت مه ضایعه کوه ، ژر راته ووایه چې زه له اصله څوک یم ؟

نوکرغریب مجبورشو د پاچا لاس یې په خپل لاس کې ونیو، شـېـبه وروسته یې ورته وویل ــــــ  صیب ! ته په اصل کې د یوه نانبای زوی یې او له آره شهزاده هم نه یې .

 پاچا له ډېـرې غوسې لـړزېده . خپله توره یې را واخیسته ، په منډه له خپلې کوټې څخه د مور کوټې ته ورغی . په خپلې موریې توره را ویسته او ورته وې ویل چې ژرشه مورې !  دا راته ووایه چې زه د چا زوی یم . ایا هغه پاچا چې څوکاله مخکې مړشواوستا خاوند و او زه یې کوچنی رالوی کړم ،  د تخت وارث یې وټاکلم ،  زما پلارنه و؟

بوډۍ په دې پوشوه چې که رښتیا ونه وایم وژل کېـږم . پاچاته یې وویل : هو ،  ته زما اصلي زوی نه یې او له اصله شهزاده هم نه یې . ته د یوه نـا نبــای زوی یې . زما خاوند نارینه اولاد نه لاره ، ته یې له یوه نانبای څخه په لوړ قېمت واخیستې . موږ دواړو ته په ډېـر ناز سره رالوی کړې ، کله چې زما خاوند مړشو ، د وصیت مطابق یې ته په ځای پاچا شوې .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب