ژباړه: اسدالله بلهار
تیر کال په مني کې، ما له یوې ښکلي او زړه وړونکي نجلۍ سره واده وکړ. که څوک د کورنۍ دندې سره بلد نه وي او په دې هم ونه پوهیږي چې له واده کولو وروسته باید څه وکړې، دا به ډیره ښه وي چې د عمر تر پایه پورې همداسې بې واده پاته شي.
زه په همدې ټولو پوهیدمه او ورته پام مې هم و. سړي چې د چا لور کورته راوړې نو باید د اسوده توب او خوشحالي له پاره یې یو څه خو برابر کړي، د دې له پاره چې په ژمي کې د سړو او یخ له کبله له سینه بغل، یخ وهلو او… سره مخامخ نه شم نو اړینه وه ترهرڅه نه مخکې د ډبرو سکاره واخلم. له خپلو ملګرو مې پوښتنه وکړه « سکاره به له کومه ځایه تر لاسه کړم؟» ټولو راته وویل: نه یې شي ترلاسه کولای.
– ولي…؟
– خو نه یې شي کولای…!
ـ تاسې به ګورئ چې څنګه یې ترلاسه کوم.
دلته د ود داسې وه چې چاته به یې سکاره ورکول نو اړینه خبره دا وه چې د سیمه ایزې شورا رئیس باید شاهدې ورکړي وای چې د سکرو غوښتونکی د کور، ال، عیال او ژوند خاوند دی. زه هم د سیمه اېزې شورا رئیس ته ورغلم، کابو لس دقیقې ورته منتظر وم تر څو چې د ده ټوخی پای ته ورسیده، بیا مې ورنه وپوښتل:
ـ ته د کوم ګوند غړی یی؟
– د دموکراتانو.
ـ ډیر ښه زه هم د همدې ګوند له پلویانو څخه یمه. کور مې په فلاني واټ، فلانۍ شمیره، دا دوه اونۍ کیږي چې واده مې کړی دی. یوه مور درۍ خویندې او ورور هم لرم. اوس راغلی یم چې بنده ته د سکرو د ترلاسه کولو له پاره د تصدیق پاڼه راکړئ.
د سیمه ایزې شورا رئیس په بې خیاله انداز کې راته وکتل او بیا یې وپوښتلم: مخکې به دې سکاره څه ډول ترګوتو کول؟
ـ دا مې لومړی وار دی چې سکاره باید واخلم!
ـ ځه کلي ته دي لاړ شه، د کورخاوند او نورګاونډیان دي باید شاهدې ورکړې، هغه پاڼه بیا دلته راوړه چې زه هم درته تصدیق پاڼه درکړم.
نو مې په منډو تروړ، زاریو او جیګیو پیل وکړ. ډیر زیار مې یوست څو چې په دې بریالی شومه د شاهدانو له خوا مې پاڼه را جوړه کړه. د شورا ریئس هغه د شاهدانو پاڼه چې ورباندې د هغوئ لاسلیکونو او ګوټې وهل شوې وې رانه واخسته بیا یې ورسره تصدیق پاڼه هم راکړه ما له خپل غوښتنلیک سره د ده تصدیق پاڼه ضمیمه کړه. له ځانه سره مې وویل: «اوس به مې ملګري وویني چې زه څنګه سکاره تر لاسه کوم. دا چې دوئ ډیر لټ او ټنبل دي نوکوچني کارونه هم دومره ورته لوی ښکاریږي.»
د هغه کارکونکي چې د غوښتن لیکونو او عریضو د ثبتولو چارې ور له غاړې وي چې کله زما په غوښتنلیک سترګې ولیګیدې په خندا شو او رانه یې وپوښتل:
ـ سکاره مو غوښتل؟
ـ هو صاحب.
کارکونکي اوږده خندا وکړه او راته یې وویل:
ـ تاسو سکرو ته اړتیا لرئ؟
ما هم هڅه وکړه چې له د هغه په څیر وخاندم ځواب کې مې ورکړ:
ـ هو در ځار مې کړې. غواړم مخکې له دې چې ژمی را ورسیږي باید سکاره واخلم.
– هغه بیا وخندل:
ـ ته ډیر ښه سړی یی!
کله که مو په ادارو کې کار بند شوی نو دې ته به مو هم پام شوی چې زموږ ډیری کارکونکي غوسه ناک او تروش خلک دي. خو دا ښاغلی لکه د نورو په څیر نه و. هغه په کړس کړس خندل بیا یې وویل:
ـ نو همداسې ده! ته سکرو ته اړیتا لري؟
ما هم لکه څومره چې ده په زوره خندل ورسره وخندل او که ووایم چې تر ده مې لا په زوره وخندل او ورته ومې ویل:
ـ هو… د ډبرو سکاره مې په کار دي.
کله چې څوک درته په خندا شي. نو بیا سړی نه شي کولای چې ځان را تکیه کړي. هغه وخندل، ما هم ورسره وخندل. وروسته هغه خپله خندا بس کړه او راته یې وویل:
ـ ای هوښیار سړیه سکاره چیري دي!؟
ـ څنګه نشته!
ـ خو نشته نو.
ـ نو بیا ولي خاندي؟
ـ ستا په خوش باوري مې خندا راغله.
ـ نورو ته یې څنګه ورکوئ؟
ـ موږ یو څه سکاره لرو چې هغه د کمیسیون تر نظر لاندې په یوه شرط خلکو ته ورکوو.
ـ دا نو بیا کوم شرط دی؟
ـ که د تاسې په کور کې کوم څوک په رماتیزم باندې اخته وي او د ډاکتر تصدیق راوړئ، بیا کولای شي له مقرراتو سره سم دوه سوه پینځوس کیلو سکاره واخلي.
ـ ډیره ښه، ته خو اوس زما غوښتنلیک درسره ثبت کړه او کمیسیون ته یې ور وړه بیا به وګورو چې څه کیږي.
خو مامور راته ځواب راکړ:
ـ د ډاکټر له تصدیق پرته غوښتنلیک کومه ګټه نه لري.
*****
همدا چې کورته څنګه را ورسیدم چیغه مې کړه:
ـ په کور کې څوک رماتیزم لري؟!
ـ د ښځي مور( خواښي) مې له بلې کوټې را غږ کړ:
– د دغې ناجوړې له پاره کومه دوا پیدا شوې؟!
ـ نه: د بل کار له پاره مې ورته اړتیا ده، هرڅومره چې ژر وي.
ـ خواښي مې وویل: – زه دا لس کاله کیږي چې په دې ناورغې اخته یمه. خدای ښه پوهیږي چې څومره دردونه تیروم. کله چې خواښي خبرې کوي، نور نو کار تمام دی، هیڅ زوم به هم دا جرئت ونکړې چې ووايي داسې نه ده. بیا دې هم خدای لا هاغه پلار هم وبښي چې دا ځل خو یې زما په ګټه درواغ ویل. ژر مې د یوه ډاکټر تصدیق ورته واخیست، مخامخ مې ښاروالي ته یووړ، له ځانه سره مې وویل: « که مې دا سکاره واخیستل بیا زه پوهیږم چې له هغووملګرو سره څه وکړمه چې ویل یې سکاره نه شي تر لاسه کولای. دا ټنبل خلک دي او غواړې د نورو حق وخوري. په دې نه پوهیږي چې کارونه حسابونه او کتابونه لري. که څه هم ښاروالي هم حق لري ترڅو چې ناروغه خلک وي نو باید هم روغو خلکو ته سکاره ورنکړي. د فتر د مسول چې د ډاکټر په تصدیق پاڼه باندې سترګې ولګیدې. ماته یې وویل:
ـ دا په درد نه خوري.
زه حیران شوم. خیال مې کاوه چې زما تصدیق پاڼه هم کلپه او جعلي ده، حق یې هم درلود، په دې برخه کې دومره جعلي انجینران، دروغجن وکیلان، ډاکتران او… پیدا شوي چې سړی يي په سم او ناسم کې ورک شي. مامورتصدیق پاڼه زما مخي ته را وغورځوله او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ:
ـ د مقرراتو له مخې باید د ښاروالي له رسمي ډاکټر څخه تصدیق را واخلي!
د ښاغلي ډاکټر تر ورتلو پورې مې ډیرې پیسې ولګولي. یوه اونۍ مې هم هغې او دغې خواته منډي هم وکړي. خو تمه مې دا وه چې په ژمي به اسوده یمه، په خپله به مې غوښتنلیک له دې کوټې هغې کوټې ته، له هغه میزه تر دغه میزه پورې یووړ او راوړ. وروسته له دي چې څو ځایه پرې ښکاره مهرونه او نمبرونه ووهل شول. بیا نو غوښتنلیک د مسول سړي لاس ته ورسید. له هغه مې وپوښتل:
ـ سکاره به کله راکول کیږي؟
دغه چارواکي هم یوه مالګینه خندا وکړه اوځواب کې یې راته وویل:
ـ دا به اوس کمیسیون ته ځي.
ـ نو څو ورځي وخت به ونیسي؟
ـ د مقرراتو له مخې کمیسیون خو په میاشت کې یوځل د غوښتن لیکونو د کتلو له پاره غونډه کوي.
د بنده غوښتنلیک له غوټي دوسیي سره مل او کمیسیون ته وړاندې شو. دا چې غوښتن لیکونه ډیر وو په لومړۍ غونډه کې خو ماته نوبت را ونه رسیده او دوهمې غونډې ته مې غوښتنلیک وځنډیده. په دوهمه غونډه کې یې زما نوم واخیست. په خوشحالي او خندا مې وویل: – الحمدلله، لکه چې اوس نو کار پای ته ورسیده. وړاندې میز ته ورغلم… یو زوړ( عینکي) سړي په ډیر دقت زما غوښتنلیک وایه. سر یې را پورته کړ او ویې ویل:
ـ په خواشینۍ سره چې امکان نه لري!
ـ ولي!؟ دا تصدیق سم نه دی؟
ـ دلته د دې تصدیق شوی دی چې ستاسې د کورنۍ یوغړی رماتیزم لري.
ـ خو سمه ده…
– دا بسنه نه کوي او موږ د مقرراتو سره سم نه شو کولای تاسو ته سکاره درکړو.
ـ په قهر مې ورته وویل:
ـ د تاسې کارکونکو راته همداسې لارښوونه وکړه چې همدا تصدیق را وړه. بس کفایت کوي!
په ځواب کې یې راته وویل:
ـ ښاغلیه! پخوا به کمیسیون هغوو کسانو ته چې رماتیزم درلود سکاره ورکول، دا چې غوښتنه ډیره شوه، اوس نو د رماتیزم والاوو ته سکاره نه رسیږي.
ـ صحیح! نو موږ په ژمي کې څه وکړو؟
ـ دا نو په ما پوري اړه نه لري. د مقرراتو له مخې موږ یوازې، د سِل ناروغانو له پاره سکاره ورکوو.
هی هی اوس نو د سِل ناروغ له کومه را پیدا کړم؟
اخر دا نو څه ډول مقررات دي چې خامخا باید سړی د سِل ناروغي ولري ترڅو هغه ته سکاره ورکړل شي!؟ ولي مخکې تر دي چې څوک ناروغه نه وي ورته سکاره نه ورکول کیږي.؟ خو زه وپوهیدمه چې دا یو قانوني بهیر دی او کارونه باید د مقرراتو سره سم، ترسره شی. دا چارې باید قانوني پړاونه ووهي. زه هم د قانون تابع سړی یمه، د دې له پاره چې بریالی شمه. نو مې تصمیم ونیو چې اوس باید همدا تصدیق را جوړ کړم. د احتیاط له پاره مې را سره خواښي، ښځه، دوه خویندې او یو ورور ډاکټر ته بوتلل. چې ګوندي په موږ ټولو کې خو به یو د سِل ناروغې ولري.
ـ ډاکټر معاینات وکړل. تصدیق یې هم را کړ چې مو ټول په سِل ناروغي مبتلا وو. زما وضعیت ترټول خطرناک هم وو!!!
که څه هم دا خبره ډیره ویرونکي ده، خو خوشحاله ومه چې اوس به نو سل په سلو کې سکاره په لاس راشي. خو ایا پوهیږئ چې پایله څنګه شوه؟ کمیسیون زموږ د سِل ناروغي د تصدیق په مقابل کې هم راته سکاره رانه کړل. بلکې له دوو اونیو منډو ترړو وروسته یې تصویب کړه« زموږ هریوه د مړینې د تصدیق پاڼې په مقابل کې به یوه اندازه سکاره د جسد د مینځلو په خاطر د اوبو تودولو له پاره درکول کیږي.» اوس مو ولیدل چې په پای کې په بدنظرو ملګرود ړوندید په تمه بریالی شوم چې سکاره واخلمه.!!!
پای
سلام ُُ علیکم!
که مرحوم عزیز نه سین اوس زوندی وای او سکاره ېې په کار وای
ا ا ا او یا پوکسټین نه ې بی له مقر راتو او ارزانه یا مفت تر لاسه کولای شوای! حهه
په درناوئ