دوشنبه, جولای 1, 2024
Home+تازه څېړنه: پلی تګ د ملا په درد څه اغېز لري؟

تازه څېړنه: پلی تګ د ملا په درد څه اغېز لري؟

تاند – په یوه تازه څېړنه کې، چې په لانسیټ مجله کې خپره شوې، ښیي چې منظم پلی تګ د ملا درد په مخنیوي کې ژور اغیز لرلی شي.

د ملا درد په درسته نړۍ کې یوه ډېره عامه روغتیايي ستونزه ده چې ورڅخه ډېر زیات خلک شکایت لري.

څیړنو ښودلې چې په اوونۍ کې درې ځله پلی تګ کولی شي د ملا درد د تکرار خطر نژدې نیمایي ته راکم کړي.

دا لومړی ځل دی چې د ملا پر درد د پلي تګ د اغېز په اړه پراخه اوړ دقیقه څېړنه کېږي په دې څېړنه کې څېړونکو ۷۰۱ تنه زاړه کسان، چې تازه یې د ملا درد ښه شوی و، وازموبل.

نیمایي برخه اخیستونکو د فزیوتراپیست په لارښوونه د پلی تګ په پروګرام او د روزنې په غونډو کې برخه واخیسته، خو نیمايي نورو ته هیڅ پروګرام جوړ نه شو او نه یې منظم پلی تګ وکړ.

د ماکوري پوهنتون د فزیوتراپي پروفیسر او د مطالعې لوړپوړي لیکوال مارک هنکوک وویل: «دا مهمه ده چې پیل له لنډ مزله وکړئ او په تدریجي ډول فاصله او شدت زیات کړئ. پلی تګ یو ساده، هر چا ته ممکن او ارزانه تمرین دی چې کابو هرڅوک یې په هر ډول جغرافیایي موقعیت، عمر، یا ټولنیز اقتصادي وضعیت کې کولی شي.»

د څیړنو پایلو ښودلې، هغه خلک چې په اوونۍ کې له درې تر پنځه ځله پلی تګ کوي، یعني په متوسط ډول په اوونۍ کې۱۳۰ دقیقې پیاده ګرځي د هغو کسانو پرتله چې هیڅ ډول درملنه یا د پلي تګ پروګرام نه و ورکړل شوی، تقریبا دوه چنده یې درد ښه شوی و. همدارنګه، د دوی د ژوند کیفیت ښه شوی دی.

5 COMMENTS

  1. تازه څېړنه نه ده د ۱۹۹۹ کال د اکتوبر په ۲۰ لمه نېټه وروسته له ۲۷ کاله څېړنې د زیوریخ ، سویس دپوهنتون د اناتومي اکادمی کې مې بې څاری سیمینار ورکړ او د زیروح وجود ته مې یوه حرکي یا د خوځېد وسیله نوم ورکړ، او د ملا عملیاتونه مې منع کړل چه د امریکې راپور سره سم نژدې وژل شوی ؤم، ځکه چه د داکترانو او شفاخانو ګټې مې ترې لرې کړل او د عضلاتو چه څرنګه قوت اخلی و حرکت کوي تشریح کړل د میخانیک او داینمیک فزیک پر بڼسټ! داستان اوږد دی! یوه ډاکتره انګریزي متخصصه «مینن» او څېړونکې وروسته له سیمینار نه يې وولې چه له کلونو را هيسې د تحقیقاتو وروسته پوه شوه چه په غلطه لار روانه وه له دوؤ نورو داکترانو سره چه ددې اسیستانت ؤ! مستند! که سند غواړئ، ایمیل پته راکړئ، خو په آلماني ژبه ده! هو ګرځېدل او حرکت د مزیو یا عضلاتو ژوند تضمینوي!

  2. محترم کاسی صاحب الله ج د وساته.
    موږ ګورو چي د انسانیت کاذب خواخوږی حتی ساینس او تکنالوجی هم د بشریت په ګټه نه کاروی ؛نو که تاسی غوندی متعهدمتخصصین دا غلطی اصلاح نه کړی هغه هم یو په سلو کی . نور خپلی ګټې د بل په مرګ کی لټوی.
    نو اوس بشریت هغه متخصص ته ډیر اړ دی چي د علومو ،نافع کارونه تشخیص او ترویج کړی ورنه نا اهلان بشریت تباه کوی .
    ما هم چي د ملا عملیاتو ته سوق شوی وم د تاسی د تحقیق په اساس تری منصرف او خپلو تمریناتو ته دوام ورکوم او نتیجه یی هم ښه ده.

  3. زمری کاسی صاحب ستا لنډه تبصره کې لاندې کلیمې سمېدل غواړی:
    بې څاری نه بلکې بېساری
    چه نه بلکې چې
    څوځلی دغه کلیمه تکرار شوې ده
    اینمیک نه بلکې اینیمیک
    فزیک بنسټ نه بلکې دفزیک دبنسټ
    دوؤ بلکې دوه ….وو
    وولې نه بلکې وویلې
    خوځیدو وسیله نوم ورکړ یعنی څه؟
    مستقمې اوغیر مستقیمې جملې نه دی مراعات شوی .
    دوم : نابشپړ اصطلاحات
    کله چې پښتو داسې ښکاری نو آلمانی خو به یې زیات کار ولر ی!
    بیا چاته بې وخته اهانت مه کوه ښه کار نه دی .

  4. ډېر ګران همت صیبه، ته پخپله ډاکټر یې، خبرې ته ورسېدلې، مننه، ټولې خبرې پر مزیو یا عضلاتو باندې او ټوله روغتیا روغو عضلاتو باندې اړه ده، هو، حرکت او صحي غذا ډکه له مېؤ او سبزیجاتو د ژوند دوا ده، خو مې ژړلي دي او ژاړم چه بې وسه وګړي ټوله نړۍ کې له کومی یې کړي چه سالم ژوند ولري! خو دا هم هېر نکړې چه د اوبو او غذا کمبود عضلاتو کې شخک مخ ته کېږي، زه تیاري لرم چه هر اړخیز حرکات او د شخک ویستلو یوه یا څو ویدیوګانې تهیه او یو تیوب کې یې واچوم! عملیاتو ځان وژغوره! زه اصلا د میخانیکي انجنیر یم چه ۱۹۷۳ کال کې د سویس، کابل، پاکستان او تاجکستان له لارې زهر راکړ شو، هغه وخت زه د امریکې پیسکورپ انجنیری مشاور او د غنم په مقابل د کار پروژې آمر ؤم چه لاره د رشوتو مې بنده کړې وه او د وچکالي په غم که له ۱۹۷۱ نه را هیسې د شپې او ورځې کار کاؤ او پنځه میاشتې مطلق په دواړو لاسونو او پښو فلج وم! او دوه امریکایي داکتران زما معالجهيې کوله، څرنګه چه وروسته داکتر «کمال سید»، اوس پاریس کې، راته یې وویل چه له دغې زهر نه چه د سویس تولید دی په تاریخ کې ترې نه انسان او نه حیوان ژوندی پاتې دی او زما ژوند ته د دهلي نړیوالوالو کنفرانس غړي حیران پاتې شول، کله چه ده زما د فلج او ژوندی پاتې کېدو خبره یې وکړه! په هر ډول چه ؤ ، زه له هغې زمانې نه مې د انسان اناتومي کتابونه او څېړنې، په اروپا او امریکا او روسیې او هند کې کتابونه وویل او ډېرو داکترانو نه مې د تداویو لارې پښتنې کولېخو اصلي ټکي ته په مسکو کې په اخبار کې ، بل چا ترجمه یې راته وښودله، چه د «کیګل اکسرسایز» چه غربیانو ویل یې چه دا د اروپایانو نظر دی، هغو ښځو له پاره چه خپلې میتیازې نشي نیولي! زما لوی اد کلونو کتابونو او ویلو ور وتړل شو چه دا حرکت د عضلاتو خوځول پنځه زره کاله «چینايي » درس دی ښځو او نارینه ؤ له پاره چه پروستات سالم ساتلی شي او وروسته له تجربو نه راته ثابته شوه چه عضلات! او بیا مې د عضلاتو پر اشکالو مې د میخانیک او داینمیک فزیک پر بڼسټ درې کاله تحقیقات او د زیوریخ د ولایت طب فاکولتې ته ولیکل، وروسته را ته وویل شو چه دومره دلچسپه تشریحات ؤ چه چا نه ؤ لیدلی چه د سلو کسانو نه چه ناست ؤ او اورېدل یې یو کس هم سیمینار یې خوسې نه کړ او ټول دوه ساعته ناست ؤ! وبښه وروره چه قصه مې اوږده کړه، ګلونه

  5. ډېر ګران او عزیز شریف زاد آغا جانه، خبره له یوې ټوکې سره: په روسي دود کې ویل کېږي چه خدای دې خیر پېش کړي هغه محال چې
    « لور مور ته د ….درس ورکړي»!
    زما د زده کولو درس اخیستل وخت تېر دی، یوه مصرع فارسي ژبې کې وایي چه :
    چوب تر را هر آنچه پېچی پيچ// چوب خشکې نشود جز به سوختن راست! شپږ میاشتې وروسته زه ۸۴ کلن کېږم، له بدې مرغه وروسته له څلوېښتو کاله بیا فارسي او پښتو لیکم، که څه چې په وه ژبو مې خبرې کولې او په پځه ژبو مې لیکل، پښتو، فارسي، انګرېزی، جرمني او چکي، سویسی آلمانی دیالکت، هغه محال چه په ۱۹۹۰ کال کې را ته یو سویسی جنرال دا خبره وکړه چه پښتانه له مینځه وړل کېږي او یو امریکیی دوست را نه یې د پښتونوالي ارزښتونو مکمل مالومات ؤغوښت او ؤیې ویل چه دا تفرقې او جنګونه اچول او ممالک دې تجزیه شي او مخالفتونه ایجاد شي او داسې نور د چرچیل پېشنهاد ؤ په لمړني کنفراس کې د ریس جمهورانو چه ورسته له نړیوال جنګ نه اول وار سره مجلس کې کېناستل!(اصلا د اسکندر خبیث د پار دکترین دی). اسکندر هم پر موږ د کبیر په نامه تمبول شوی، یو قاتل د ټوله آسیا!
    کوم مکتب کې مې بایدې د ظاهر شاه په وره کې پښتو سمه زده کولای شوی؟ راته وښیه!
    دوه یا درې کاله مخ کې څو وارې هر چېرې ولیکل چه د پښتونوالي ارزښتونه څه دي، خو چا یو ځواب هم رانکړ! ته څوک یې کولای شې که ځوان یې دا وظیفه غاړې کې واخلې؟ څېړنې وکړې او یو سم درسي کتاب ولیکې!
    زه بې له سندو او شاهدانو یوه کلمه هم نه لیکم، هو هغه چه تخیلات او بی سنده چتیات د خپل بویناک نس نه لیکي نو سخته غوصه راته مخ کې کېږي! او د اسنادو یا کتاب او تحقیقاتو پر بنسټ مستند سپکاوی کؤم! زه نور د شاګردي دورې نه رخصت یم، هاهاها

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب