جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبامجد د ریالیزم په لار/ ډاکتر ځلاند

امجد د ریالیزم په لار/ ډاکتر ځلاند

امجده ! نن خو دې په هر شعر کې

د قام د زړه د درد انځور جوړ کړه

لکه څنګه چې ریالیزم په نړیوال ادب کې د ژوند د واقعیتونو د راسپړلو او بیانولو دنده په غاړه لري، دارنګه ګران امجد په لوی لاس دې ستر او درانه کار ته خپله پسته اوږه ورکړي او په زغرده وایې چې دقام د زړه د درد انځور باید جوړ کړي. نو ځکه ویلای شم چې امجد په اګاهانه توګه د ریالیزم لاره خپله کړي، او پخپله شاعرۍ کې یې کوښښ کړی چې دافغانۍ ټولنې هغه ټول ترخه حقیقتونه را وسپړي چې لا هم د ډیرو روڼ اندو له نظره پټ او تت دي.

ریالیزم د ژوند ترخه حقیقتونه او دهغوی لاملونه په ګوته کوي، امجد هم پخپله شاعرۍ کي دې ترخو حقیقتونو ته لاره کړي:

یو بې روزګاري ده بل بلا ضرورتونه

خېټه مې ډوډۍ غواړي او ذهن مې کتاب

نه به ته نهر یې نه به زه له تندې مرم

ما ته اباسین پرېږده ته واخله خپل پنجاب

په پورته دوه بیتونو کې امجد صیب د افغانۍ ټولنې او د لوی افغانستان هغه تریخ حقیقت ته اشاره کړي چې لوی لوی پوهان پرې ساعتونه ساعتونه خبرې وکړي خو پای کې لار ترې ورکه شي چې ښه د حل لاره څه ده؟ خو امجد نه یواځې دې ترخو حقیقتونو ته د شعر په ښکلي ژبه په لنډه توګه اشاره کړي، بلکې د حل لاره یې هم په ښکلي انداز په ګوته کړي.

د ریالیزم بحث په غربي ادب کې ډېره پخوانۍ مخېنه لري، هومر ته د ریالیزم پلار ویل کیږي خو فرانسوي بلزاک، انګلیسې چارلز په کې بیا ډېرې نوې تجربې کړي. په شرقي ادب کې د داسې مکتبونو او سبکونو رامنځته کولو ته ډیر کم پام شوی، په دې مانا چې د ختیځو لیکوالانو د‌پاره ادبې پنځونې، لیکنې او تخلیق نسبت دیته ډیر ارزښت درلود چې په کومه ځانګړې تیورې یا نظریې‌ پسې خپل فکر او اند ستړی کړي. دهغه بې ترتیبې له بده مرغه لا هم په ختیځو لیکوالانو کې تر سترګو کیږي، چې دا کار د یو لیکوال د میعارې پنځونو او ځانګړي سبک د نه پیژندلو لا مل ګرځي. رابه شو دیته چې په افغاني ټولنه کې څه ته ډیر ارزښت ورکول کیږي؟ زمونږ د ټولنې د نبض شاعرۍ او دارنګه زمونږ د ټولنې د خوښې شاعرې هغه ریالیسیتکه شاعرې ده، هغه شاعران چې د افغان غمیزې ترخه اړخونه پخپلو شعرونو کې را سپړي د خپلو مینوالو له زیات داد او تحسین سره مخ کیږي، چې دا کار په دې ورستیو کې د ځینو شاعرانو د بې لارۍ سبب ګرځیدلی دی، له بده مرغه، دې ډله شاعرانو اوس له خواږه شعر څخه تش شعار جوړ کړی دی.

ریالیزم دداسې بې لارې شاعرې مخه نیسي،بلکې په دې لاره کې د ترخو حقیقتونو له بیان سره، سره د ریالیستیک شاعر دنده ده چې د شعر هندسې چوکاټ، د فکر او خیال اډانه او دارنګه دشعر د شعریت کیفیت ته هم باید پام وکړي، ګران امجد صیب د همداسې نازکخیالۍ سره په اګاهانه توګه د ریالیزم د سبک لاروی دی. هغه پخپل نوی چاپ شوي کتاب ( سندره مه وژنئ ) کې ګڼي حقیقي سوژې او زمونږ د ټولنې تراخه حقیقتونه شاعرانه کړي او په پوره امانتدارۍ یې تر مونږه را رسولي دي:

اوږي وو په خېټه په خویونو وو ماړه خلک

څه ښکلي درانه وو په دې کلي کې زاړه خلک

یو باچاخان غږ وکړو غدار یې کړو، داغدار یې کړو

شنه شرمخان راغله وار په وار یې وداړه خلک

هره ورځ امجد چغې وهلې خو چا ناوریدې

هره ورځ بلا د سرمایې ترې نه خواړه خلک

تر پایه

دامجد صیب په پورته بیتونو کې د ټولنیز ریالیزم څرک تر سترګو کیږي، چیرته چې هغه نه یواځې یو تریخ حقیقت ته ګوته نیسي، بلکې ددې حقیقت پایلې او دارنګه د حل لار یې هم په ګوته کړي دي.

دامجد صیب ډیره شاعرې په ریالیزم ولاړه ده، خپله ټولنه یې ښه په زیر مطالعه کړي، ناخوالې یې له نظره تیرې کړي، زړه یې پرې دردیدلی او بیا یې همدې درد ته د شعر له ښکلې ګاڼې سېنګار جوړ کړی دی، تر څو نه یواځې دا تریخ حقیقت پرې خوږ شي، بلکې د خپلو لوستونکو په ذهنونو کې باید د حل لارې او ورته نورې پوښتنې هم را وټوکوي، د امجد صیب د همداسې زیار یوه بله ښکلي بیلګه:

چا وې چې جنګ ښه دی؟

د مینې رنګ ښه دی

د تورې شرنګ بد دی

د بنګړو شرنګ ښه دی

د ټوپک ډز سپېره

د رباب ټنګ ښه دی

قلم دې ښه تېره وی

او غشی زنګ ښه دی

تر پایه

په لاندې دوه بیتونو کې تاسو د امجد شهزاد صیب بې کچه مینه له ګران افغانستان سره ګوري چې هغه  په څومره ښکلي انداز کې بیان کړی، هغه له سواته تر کابله دلارې په اوږدو کې د ملي اردو او ملي پولیسو د پوښتنو او ګرویږنو کړاو په څومره ښکلي انداز انځور کړی:

دی ځان زما زړګی زما ګوګل افغانستان

ودان دې وي ښېرازه دې وي تل افغانستان

هر څو که د ملي اردو ځوانان مې پردی بولي

زما نه به پردی کړي څنګه خپل افغانستان

نور بیا

لومړۍ برخه

1 COMMENT

  1. دتاند درانده مشرتابه ته درناوی او دځلاند صاحب په قلم او قدم برکت
    نه لیکواله او نه شاعره یم خو دشاعر شعر او دلیکوال څیړنه او کرکتنه می خوښیږی و ځلاند صاحب ښه کره کتونکی ،شاعر او امجد صاحب دشعر په واقعیت پوه دی ، ما کله چی د ځلاند صاحب لیکنه او کره کتنه د مرحوم استاد خادم صاحب دسیاسی افکارو په اثر ولوسته ، په رښتیا چی زمونږ خوان کهول دیو ویتمشې پیړې سرکښ او تلی لیکوال انشالله را ټوکیدلی او دواقعیتو به پل کلک روان دی ، دامجدصاحبدلومړی ځلوریزې چی وایی (ماته اباسین پریږده ته واخله خپل پنجاب ) فکر کوم داوسنی اوږدې غمیزې چی په افغانستان ولس دا څه کم زیات یوه پیړه خپسی لګولی د خلاصون فرضیه و نتجه کیدای شی ، خو ما دخبلو مشرانو له خولی دا اوریدلی چی ویل به یی (( که هر څو فکر پرې وکړی بله هیڅ تری نه جویږی ـ اباسین دی منځګړی افغان یوه خوا هندو بلخوا )) هیله ده چی په تبصیره کی بلخوا له موضوع نه وم تللی ، مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب