Homeادبشعرباد / شاعر :عبدالغفور لېوال

باد / شاعر :عبدالغفور لېوال

باد

ډیوه ووژله

خو ستا تصویر پاتې شو

لاپه تیارکې دې هم سترګونه ښکلاوریده

باد

 د کړکۍ له ګړزولو نه ستومانه،

                                               پرخپل ځان راتاوشو

او په چوپتیا کې مې ایله

ستادخوږو شونډو کیسه ولوسته

باد

دباران پاسته ګامونه تېز کړل

ماویل

               دونو  دپېغلوټو څانګو شنه ګریوان ته لاس اچوي

دباران شړک نه دې ساړه وشول

په مټو کې مې پټه شولې

باد

ستادغیږې عطرو مست کړ

دنارنجو دغوټیو په غومبورو یې غاښ ولګاوه

لمده چوغکه ترچجې لاندې له شرمه سره شوه

باد

هرڅه وکړل ، خو ماپرې نه ښوده

چې ستا لامده وربل ته لاس دروړي

بیګاه مې ټول ماښام دباد شوخي ته مخ ونیوه

چې ستا پرتن باندې لامده کمیس ته لار ونه کړي

باد

چې ترتا ، زه راچاپېر ولیدم

غریب

ستومانه ، لالهانده په ځنګله کې ورک شو

۱۳۹۳ حمل ۳۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د اشا بوسلي هنري او شخصي ژوند ته کتنه

اشا بوسلي (Asha Bhosle) د هندي موسیقۍ له هغو افسانوي څېرو څخه ده چې څو لسیزې یې د بالیووډ او هندي موسیقۍ نړۍ ته...