یکشنبه, جون 16, 2024
Home+په لرغوني هند کې ژبپوهنه | حنان ارمل

په لرغوني هند کې ژبپوهنه | حنان ارمل

کله چې سړی د ژبڅېړنې مخینه او شالید په غور سره ولولي نو دا حقیقت ډېر ژر ورته څرګندېدای شي چې ژبڅېړنې او ژبسپړنې د نورو پوهو په شان لومړی په ختیځو هېوادونو کې پیل شوې دي. ژبه هغه آوازونه دي چې انسانان یې د خپلو فکرونو او خیالونو د څرګندولو په موخه تر یو ځانګړي غونډال لاندې د غږېزو غړو په وسیله تر خوله را باسي او په خپلو منځو کې یو له بل سر ه اړیکې پیدا کوي. محمد رحیم الهام ژبه داسې راپېژني: ژبه د داسې غږونو رمزي غونډال دی چې د یوې ژبټولنې غړي یې د پوهاوي له پاره کاروي. هغه پوهه چې ژبه د ژبې څرنګوالی او نور راز راز ژبنۍ مسئلې څېړي ژبپوهنه ګڼله کېږي. (۷:  ۳، ۸،  ۲۸ مخونه)

په هند کې د ژبپوهنې تاریخ په اروپا کې د هغې د جوتېدو په پرتله ډېر لرغونتوب لري. هندي ژبپوهنه د خپل تاریخ په لومړیو پړاونو کې د غوړېدا لوړ حد ته ورسیده. هغه وخت هلته هغه ژبني موضوعات کارول کېده کوم چې اوس د تشریحي ژبپوهنې په برخو یعنی ماناپوهنه، ګړپوهه او غونډله پوهه کې کارول کېږي. مخکې له دې چې دغه آثار اروپایې او نورو ژبپوهانو ته په لاس ورشي هندي ژبپوهانو د غږپوهنې، ګړپوهنې او غونډله پوهنې په ځینو اړخونو کې په نظري او علمي ډول لاسته راوړنې لرلې. هغه علتونه او انګېرنې چې هندیان یې له پخوا نه ژبسپړنې او ژبڅېړنې ته هڅول بېلابېل دي لکه مذهبي کتابونو ساتنه، د مذهبي سندرو سم لوستل، د کلمو د مانا د تغییر مخنیوی او نور. (۳:  ۱۱مخ).

په لرغوني هند کې مذهبي متون ټول شفاهي وو او سینه په سینه او نسل په نسل را لېږدېدلی وو کوم چې د هند د ویدا په تاریخ پورې اړوند دي. کابو تاریخ یې  (۱۰۰۰ – ۱۲۰۰ مخزېږدیز) کلونو پورې رسيږي. دا د سنسکریت ژبې د ادبیاتو په تاریخ کې تر ټولو پخوانۍ پېژندل شوې مرحله ده. هندیانو لیدل چې له ویدا پرته د ژبې په نورو برخو لکه وینګ (تلفظ) د ویې (لغت) او غونډلې په جوړښت او د ویینو په ماناوو کې بدلون را څرګند شوی دی. په هرصورت ګړدودي توپیرونه هم د هندیانو په خبرو کې لیدل کېده البته په ویدا کې دغه توپیرونه په اسانۍ سره محسوسېدل (۳: ۱۲، ۱۳ مخونه).

کله چې هندیانو د پورته انګېرنو په بنسټ ژبڅېړلو ته مخه کړه؛ تر ټولو پخوانی تشریحي پښویه یې چمتو کړ یاد پښویه په څلورمه مخزېږدېزه پېړۍ کې پانيني (Panini) د ویدي سندرو د سم لوستلو له پاره ولیکه. ښایې د پانيني پښویه د سنسکریت ژبې تر ټولو پخوانی تشریحي پښویه واوسي. دغه  پښویه تر اوسه هم د ارزښت وړ دی  او د سنسکريت ژبې د وروستیو څېړنو بنسټ جوړوي. په ټولیز ډول هندي پوهانو د خپلو ژبو په څېړلو کې ډېر بحثونه د کلمو د ريښو په اړه کړي. په دې برخه کې د دوی ډېری لیکنې د نثر په بڼه وې او د نظمونو د سپړنې له پاره یې کړې وي. (۷:  ۷۶ مخ)

د پانيني پښویه په اتو کتابو او اتو اصلي برخو ویشل شوی دی. معلومه نه ده چې یاد پښویه پانيني خپله لیکلی یا ده یوازې بیان کړی او بل کس لیکلی دی.  د لیکلو نېټه یې هم دقیقه نه ده معلومه خو بیا یې هم د (۳۰۰ – ۶۰۰ مخزېږدېز)  کلونو ترمنځ  د لیکلو اټکل شوی. په هر صورت دا روښانه ده چې د ژبپوهنې پوهه په هند کې د مخزېږدیز کلونو د لومړۍ زرېزې په نیمایې کې په بشپړه ډول تر څېړنې یا کار لاندې وه او په همدې موده کې د تکامل مرحلې ته ورسیده (۳: ۱۲، ۱۳ مخونه).

پانيني خپل پښویه په څلورمه مخزېږدېزه پېړۍ کې د مذهبي موخو له پاره ولیکل. موخه یې په خلکو کې وړتیا پيدا کول و چې ویدې متون سم ولولي ځکه دا متون د هندیانو له پاره سپیڅلی و. پانيني په خپل پښویه کې د سنسکریت ژبې غږونه او د هغوی  ګړپوهنیز (مورفولوژيکي) او غونډله پوهنیز (نحوي) جوړښتونه په دقت سره بیان کړي دي. تر دې چې ویلای شو هغه د لرغوني نړۍ تر ټولو ستر تشریحي (توصیفي) ژبپوه و. اوسني اروپایې ژبڅېړونکي د پانيني تر اغېز لاندې راغلي او د ژبې تشریحي (توصیفي) طریقه یې له هغه اخیستې ده. حتی ویلای شو چې د پانيني نظرونه د لویدیځ له خوا منل شوي او ځیني علمي اصطلاحات یې د یو شمیر ژبنیو ښکارندو (پدیدو) له پاره غوره کړي او اوس هم کارول کېږي.

د پانيني پښویه لومړی کتاب دی چې موږ یې په اړه خبر یو. دغه کتاب د سنسکریت ژبې ډېر لنډ او  دقیق تشریحي پښویه دی. په دې کتاب کې پانيني د لسو پښویه لیکونکو یادونه کړېده. له دې څرګندېږي چې د سنسکریت څېړنه له پانیني سره نه وه پيل شوې او دی خپله د دې ژبې له شالید، مخینې او مطالعې خبر و. د پانیني پښویه څلور زره سوترا یا لنډ عبارتونه یا شعرونه درلودل چې په څلورو برخو اشتادهیایې (Ashtadhyayi)، شیواسوترا (Shivasutra) داتوپاتا (Dhatupatha) او ګاناپاتا (Ganapatha) کې تنظیم شوي وو.

اشتادهیایې اته فصله لري نو ځکه پر اتو کتابونو مشهور دی. په دې کې د سنسکریت ژبې ټول پیوندونه، ترکیبونه، اشتقاقونه او نحوي جوړښتونه په تفصیل سره بیان شوي. د پانيني په پښویه کې د هغه  وخت معمول سنسکریت ژبه د هغه د کار اساس او بنسټ  وه چې نن ورځ کلاسیکه سنسکریت ژبه او د پانیني په وخت کې بهاسا (Bhasa) ګڼل کېده.

د پانیني په پښویه کې د ژبڅېړلو پوهنېزه موخه د کلمو او غږونو د جوړښت تثبیت دی. پانيني او هندیانو د کلمو له پاره د څلورو طبقو نوم، فعل،  اضافت  تورو او اداتو پر شتون باور درلود. پخوانیو هندي ژبپوهانو هم غږ (فونیم) ته ډېره پاملرنه کړې ده. په ځانګړي ډول خپلواک او ناخپلواک غږونو وینګ (تلفظي) اصول یې ښه تعریف کړي دي. هندي پښویه لیکونکو غونډلې پوهې ته اشاره نه ده کړې نو ځکه یې په سنسکریت ژبه کې د غونډلې او عبارت تر منځ  اړیکه ستونزمنه کړې ده.

 د لیک له پیدایښت وروسته پښویه او وییونه (لغات) د پام وړ ګرځي ځکه دا د لرغونو متنونو د ژوندي ساتلو یوه لار وه چې مفهوم یې د ژبې له تکامل سره ورو ورو ورک شو. په هند کې د دویمې او درېیمې مخزېږدېزې پېړۍ تر منځ په ویدا کې د مذهبي سندرو د تلفظي ستونزې د هواري له پاره وییونه (لغات) تالیف شول. دې وییونو په هغه وخت کې زر کاله لرغونتوب درلود. په دې ډول قاموس لیکنې د ژبې په تشریحي (توصیفي) غونډال (نظام) کې د یوې برخې په توګه ځای وموند. دا ورو ورو په هغه څه بدل شول چې نن یې موږ د سیند (قاموس) په نوم پېژنو. په دې وخت کې هندیان په   او ګړپوهه کې د پوهې او تکړه توب لوړې کچې ته رسیدلي وو. (۴: ۴۵، ۴۶ مخونه).

مخکې له دې چې پانيني وپېژنئ او د ویدا او سنسکريت ژبې په اړه مالومات ولولئ. رابه شو دې ته چې ځیني لیکوالان پانیني د هند اړوند پښویه لیکونکی نه ګڼي او زیاتوي چې پانیني د آریانا په ختیځه سیمه کې د اټک د سیند په غاړه ژوند کاوه او د سنسکریت ژبې پښویه یې ولیکه. دایې نه دي لیکلې چې پانیني اصلا د آریانا و که د هند اوسېدونکی خو ځیني نور بیا لیکي چې پانیني د لرغوني هند مشهور ګرامر لیکونکی دی.

د ژبې خورا پخه او بنسټېزه څېړنه د لومړي ځل له پاره د آریانا په ختیځه سیمه کې شوې ده. دا څېړنه ستر پوه پانیني کړې ده چې نږدې په څلور سوه مخزېږدیز کال کې یې د اټک د سیند په غاړه ژوند کاوه (۷:  ۲۸ مخ).

پانیني یو ګرامر لیکونکی او دويدي ژبې مشهور پوه  و. نوموړي  په څلورمه مخزېږدېزه پېړۍ کې د پښتونخوا د اوسنۍ چارسدې په سېمه کې د نندا دواکمنۍ پر مهال ژوند کاوه. په ځینو تاریخي منابعو کې راغلي دي چې اټک ته نږدې داباسین پر غاړه په Shalatula نومي ځای کې زیږیدلی و. تاریخپوهان د پانیني ژوند د (۵۲۰ او ۴۶۰ مخزېږدېز) کلونو تر مینځ اټکلوي. داسې ويل کېږي چې د پانیني دپلار نوم پاني، د مور نوم يې داکسي، د ورور نوم يې پينګالا او د ماما نوم يې ديا دي . پانینی د ټکسیلا په پوهنتون کې چې د هغه وخت له مشهورو پوهنتونو نه و استاد و. په پنچاتترا نومي کتاب کې راغلي دي چې پانيني ديوه زمري له لاسه ووژل شو. پانيني ويدي ژبه کره، سمه او مهذبه کړه او سنسکرېت نوم يې پرې کېښود يعنې سمه،کره، مهذبه ،بشپړه او کامله ژبه (۱) .

کله چې آریایانو مذهبي سندرې ولیکل شوې ژبه یې د ویدا په نوم ونومول شوه؛ وروسته بیا ورته سنسکریت ژبه وویل شوه. ویدا د پوهېدو په مانا لري. ویدا یا ویدي ژبه زیاتره له هغو سندرو (سرودونو) نه جوړه شوې ده؛ کوم چې آریایانو به د خپلو مذهبي انګیرنو او داخلي (دروني) ننګیرنو د ستاینې له پاره ویله. دا سندرې نسل په نسل رالېږدېدلې او ډېری وخت به په مذهبي مراسمو کې ویل کېدې.

ویدا څلور برخې لري.

  • ریګویدا: د ویدا تر ټولو پخوانۍ برخه ده او له زرو څخه ډېر شعرونه لري. ریګ د زمزمه کولو (سرودن) مانا لري.
  • ساما ویدا: د ریګویدا شاوخوا شپږمه برخه ده. ساما د غوره لوستلو له پاره ده او په لغت کې د نڅا مانا لري.
  • یاجور ویدا: د یاجور ویدا منځپانګه له ریګویدا سره ورته او نږدې د ريګویدا له نیمایې سره برابرېږي.
  • اتاروا ویدا: د اور ساتونکي سندره ده چې د مذهبي مراسمو په وخت کې به ویل کېده. په ویدا چې کومې سپړنې لیکل شوې برهمنا ورته وایې او ټولې په نثر دي. ژبه یې له ویدا سره لږ فرق لري (۲: ۱۳ مخ).

د سنسکريت د کلمې مانا مهذبه، بشپړه او کره شوې ژبه ده ځکه دغه ژبه دويدي ژبې له تهذيب او سمولو نه پيداشوې. که موږ څېړنه وکړو نو دابه جوته شي چې سنسکريت يوه پخوانۍ علمي ژبه ده چې په زرګونو علمي، ادبي، تاريخي او مذهبي اثار پرې ليکل شوي دي او له نيکه مرغه د دغې ژبې ډېر آثار د زمانې له پېښو نه هم خوندي او بچ پاتې شوي دي (۱).

په هند کې سنسکریت ژبې (۵۰۰ مخزېږدیز) کلونو کې د هندي ژبپوهانو پام ځانته را جلب او د څېړنې وړ وګرځېده. د هند زیاتره لرغوني آثار مذهبي اړخ لري او سنسکریت ژبه هم د هند د پخوانیو مذهبي یا برهمنیایې سندرو ټولګه ده. دا سندرې په څلورو برخو چې مخکې یې یادونه وشوه او د دوی د خدایانو ستاینه په کې راغلې ده ویشل شوي. یادې سندرې د هندیانو له پاره ډېرې سپیڅلې او نږدې په (۱۲۰۰ مخزېږدیز) کال پورې اړوندېږي. دا سندرې (۱۰۱۷) ټوټې لري چې له لیکو مخکې په شفاهي ډول سینه په سینه له یو نسل نه بل نسل ته رالېږدېدلي دي. د دغو سندرو یادول او لېږدول ستونزمن و او له دې ویرې چې ورکې نشي یو څه اندازه یې په آرامي لیکدود د برهمنیانو له خوا تقریبا په (۵۰۰ – ۸۰۰ مخزېږدیز) کلونو کې ولیکل شوې او لیک یې د دواناګری (دیونګاري یا خدای لیک) ونومول شو.

کلاسیکې سنسکریت ژبې د پراکریټونو په لرلو سره د لارویانو په منځ کې د متون په سم لوستلو کې ستونزې رامنځته کړي؛ پوهانو او مذهبي خلکو یې هم د متون سم لوستل دیني اړخ ګاڼه او په سم لوستلو یې ټینګار کاوه؛ په داسې حال کې چې ویونکو یې په لوستلو کې دې ټکي ته ډېر پام کاوه؛ خو بیایې هم د سنسکريت ژبې پښویه تشریح او ثبت کړ تر څو لارویان یې په لوستلو کې له ستونزو سره مخامخ نشي (۴: ۴۴ مخ).

سنسکریت ژبه یوازې د علم او پوهې ژبه وه. ډېری پوهان په دې باور دي چې دا ژبه عموما نه ویل کېده ځکه د د عمومي وینا ژبه باید ډېره اسانه او ساده وي. داسې هم نه ده چې عوامو بېخې ویلای نشوه او تاریخ هم د دې ثبوت نشي کولای چې دا ژبه عوامو نه ویله. د هند برهمنیان وایې یو وخت د ا ژبه د هند په شمالي خواوو کې ویل کېده خو وروسته د دې ژبې نورې څانګې (پراکریټونه یا فرعې ژبې) ورباندې غالبې شوې او دا ژبه یوازې د علم له پاره ځانګړې او د پوهانو او مذهبي خلکو په منځ کې را ایساره شوه. ځیني پوهان وایې: مذهبي خلکو د دې ژبې د مقدس والي له مخې نه غوښتل چې عوام او هر څوک د ا ژبه زده کړې یا یې واورې نو ځکه د پاڼو او کتابونو په منځ کې ژوندۍ وه خو نه ویل کېده.

د سنسکریت کلیمې مانا بشپړه او سمه کړې ده چې د ویدې ژبې له تهذیب او سمولو څخه پيدا شوه. پوهان په دې کې اختلاف لري چې دا ژبه کله ویل کېده او کله نه خو دا ښکاره خبره ده چې دا ژبه یوه پخوانۍ علمي او ارته ژبه ده چې په سوو کتابونه یې له پخوا نه راپاتې دي (۶: ۲۰، ۲۱، ۲۲ مخونه).

هندي څېړونکو د ژبپوهنې پر عمومي تیوريو بحث کاوه؛  لکه څنګه چې د دې ډول بحثونو ور (دروازه) تل د اروپایې څېړونکو پر مخ خلاص وو؛ په داسې حال کې چې د اتلسمې پیړۍ تر پایه پورې د دې دوو ډلو ترمنځ هیڅ اړیکه نه وه. هنديانو ژبه هم د ادبي مطالعاتو او هم د فلسفي لټون په چوکاټ کې څېړله او یو شمیر هغه موضوعات چې لویدیځ څېړونکو پېژندل له پیل څخه هندي ژبپوهانو هم پېژندلي وو.

هندي ژبپوهانو له بېلابېلو اړخونو د کلمې او جملې د مانا پر جوهر (پنځون) او دې ته ورته نورو مسلو باندې بحث کاوه.  دوی هڅه کوله چې معلومه کړي تر کومه حده مانا د کلمو اصلي ملکیت ګڼل کیدای شي.  یا په بل عبارت تر کومې اندازې پورې دا ممکنه ده چې د غږونو بېلګې په پام کې ونیول شي څو د کلمو او شیانو ترمنځ  اړیکې توصیف او تشریح  کړای شي. په هر حال دلته هم هغه ډول لکه څنګه چې موږ په لویدیځ کې د پنځوالو او تړونوالو ترمنځ په مناظرو کې ولیدل؛ غږونه د کلمو او شیانو ترمنځ په اړیکو کې خورا محدود رول لوبولی شي؛ دا د ژبې له فطرت سره تر ډېره همغږي ده چې ومنو د بڼې او مانا تر منځ يوه تړوني اړيکه شتون لري.

هنديانو د کلمو د مانا او د هغوی د بدلون او مصداق منلو په اړه ډېر فکر کاوه. د کلمې مانا يې د ژبې له مهمو ځانګړنو څخه ګڼله او دا د دې سبب کېده چې ژبه د دې وړتيا پيدا کړي څو ګڼ شمیر غوښتنو ته ځواب ووايې. دوی ویل موږ د هغو شرایطو په نظر کې نیولو سره مانا زده کوو چې ویل شوي کلمې د جملو په بڼه وکارول شي او همدارنګه د مشرانو او ښوونکو له خوا کله چې دوی د ځانګړو کلمو کارونه تشریح کوي. دوی وايې دا ستونزمنه ده چې د کلمو په ریښتینې کارونه باندې محدودیتونه ولګول شي چې دا بیا اصلا د کلمې په نورو ماناو باندې د محدودیتونو وضع کول دي د کلمې کارول د ځانګړو کلمو سره په ځانګړي ترکیب کې د دې لامل کیږي چې موږ د دې کلمې ځینې ماناوې نه شو ټاکلی که چېرې موږ یوازې دا کلمه وګورو نو البته ذکر شوي مانا د هغې سره تړاو لري. د مثال په توګه د سنسکرت  دنوه (dhenuh) کلمه که یوازې په نظر کې ونیول شي د (اسپې) او (غوا) دوې ماناوې لري خو همدغه کلمه که د ساواتسا دنوه (savatsa dhenuh) کلمې په بڼه په پام کې ونیول شي نو یوازې د (غوا) مانا ورکوي. هندیانو به ویل چې د یوې کلمې لومړۍ مانا هغه ده چې لومړی ذهن ته راځي او د کلمې مجازي ماناوې هغه دي چې په ورځنيو خبرو کې یې وایو.

یوه ستونزه چې نن هم نه ده حل شوې او موږ د هغې له وروستي حل څخه لیرې یو؛ ستونزه د جملې او کلمو د مانا په تړاو ده چې د یوې جملې برخې جوړوي. دا یقیني ده چې د جملې ټولګه د هغو کلمو له ټولګې څخه ډېره ده کله چې یو بل سره تنظیم شي او دا هغه وخت سمه ده چې موږ جمله د ماناپوهې، ګړپوهې او غونډله پوهې له اړخه وګورو. په لرغوني لويديځ کې اصلي تمايل دا و چې کلمې ته ډېر  پام واړول شي او کلمه د مانا وړوکی واحد او جمله د کلمو د يوځاى کېدو حاصل وګڼل شي. افلاطون او ارسطو ډېری وخت مانا د کلمو په چوکاټ کې وړاندیز او تشریح کوله او کلمې یې په دې منځ کې جلا او تجزیه شوي واحدونه ګڼل. ارسطو د کلمې په ماناییز کمښت او ماناییزې خپلواکي ډېر ټینګار کاوه.

په هرصورت هندي ژبپوهانو د کلمې لومړيتوب د جملې د لومړیتوب په وړاندې ټول تر پوښتنې لاندې راوست.  د هندي مفکرینو یوې ډلې د یوې نظریې دفاع وکړه چې د لوېدیزوالو له چلند سره ورته وه دوی ویل جمله د کلمو په یوځای کولو سره رامنځته کېږي او هره کلمه د جملې په عمومي مانا کې مرسته کوي. خو بلې ډلې د دې نظریې مخالف نظر درلود. دوی په دې باور وو چې جمله د وینا یوه واحده او نه بېلیدونکې برخه ده او د وینا دا برخه یو وخت خپله مانا بیانوي (۵: ۲۹۴ – ۳۰۰ مخونه).

لیکوال: عبدالحنان آرمل. د کابل پوهنتون پښتوڅانګې د ماسټري د دویم ټولګي محصیل.

اخځلیکونه

  • انټرنیټ.
  • جاوید، فقید: نګاهی به تاریخ ادبیات پارسی دری. ariaye.com.
  • حکیمی، مطیع الله: تاریخ زبان شناسی، انتشارات ګنج، تخار، ۱۳۹۸ هـ ش ۱۱ – ۲۰ مخونه.
  • حمیدزی، راحله: نظریه های زبان شناسی،انتشارات سمون، کابل، ۱۴۰۲ هـ ش ۴۴ ـ ۴۶ مخونه.
  • روبینز، آر. ایچ: تاریخ زبانشناسی مختصر، (ژباړه: علی محمد حق شناس)، انتشارات چاپ غزال، تهران، (۱۳۸۱ هـــ ش)، ۲۹۴ ـ ۳۰۰ مخونه.
  • غوربندی، میراجان: د پښتو ژبې تاریخ درسي لیکچر، کابل، ۱۳۹۰ ل.ل ۲۰ ـ ۲۲ مخونه.
  • غوربندی، میراجان: د ژبپوهنې بنسټونه، درسي لیکچر، کابل ۱۳۹۲ ل. ل ۳، ۸، ۲۸ مخونه.
  • لاریمی، رضا کریمی او پارسایی، داکتر حسین: تاریخچه مطالعات زبانی، رشد آموزش زبان و ادب پارسی (مجله)، ایران ۱۳۹۸ هـ ش، ۲ ګڼه ۷۶ مخ.

2 COMMENTS

  1. پانینی هیچ ربط به هند نه دارد و نه هم متون ویدی اثار هندی بوده اند. گرامری پانینی در گندهارا که ناحیه از اریایی های مرکزی استند نگاشته شده است.
    هند از اول تا به حال در بخش زبانشناسی هیچ تحقیقات نه دارد بلکه محقیقن راجع به زبانهای هند ارایه نظر کرده اند.

    • د مقالې عنوان که په ځيرتيا سره ولولئ دا به درته جوته شي چې د څېړنې موخه څه ده؟ ما په لرغوني هند کې د ژبپوهنې په اړه ليکنه کړې چې چا او څنګه کار کړی.
      دا مې نه دې ويلې چې پانيني هندی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب