د پښتو څلوريځې عمر څه دپاسه پينځو پېړيو ته رسېږي، د پټې خزانې له مخې د پښتو لومړۍ څلوريځه د سلطان بهلول لودي (١٤٥١م- ١٤٨٩م) د دربار شاعر خليل خان نيازي ليکلې ده، په دې حساب نو پښتو څلوريځه تر پښتو غزل شاوخوا يوه پېړۍ کشره ده، چي بنسټګر يې اکبر زمينداورى دى او ژوند يې د ده له خپلو شعرونو د مغول باچا ګوډ تېمور (۱۳۳۶- ۱۴۰۵) په زمانه کې تثبيت شوى دى. د پښتو غزل شپږسوه کلن او څلوريځې پينځه سوه کلن مزل ته چي و ګورو، دواړه په پښتو ادب کې اوږده سابقه لري، خو د محبوبيت په لحاظ څلوريځه تر غزل کمه ليکل شوې ده. د دې سبب هم څرګند دى، هغه دا چي پښتو ته غزل د پارسي په لاره راغلې، نو څنګه چي په پارسي کې هم غزل د خپل وخت يو محبوب ژانر وو او شاعرانو يې د غزلو مردف دېوانونه لرل، نو ورسره دا دود هم پښتو ته راغى او لومړنيو غزلبول شاعرانو په پښتو کې هم د څلوريځې پر ځاى د غزل ډېوه زياته روښانه و ساتله، خو ورسره په څنګ کې د پښتو اکثر کلاسيک شاعرانو پښتو څلوريځې هم وليکلې، چي په دې برخه کې ستر افغان شاعر خوشال خان خټک د ځانګړې يادونې وړ دى او له هغه څخه شاوخوا پينځلس سوه څلوريځې را پاته دي.
له خليل خان نيازي تر استاد محمدصديق پسرلي پورې د پښتو اکثر څلوريځې په لس سېلابيز وزن کې ليکل شوې دي، چي هره مسرۍ يې پر پينځه سېلابه درېږي. ځينې ادبي څېړونکي په دې خاطر چي څلوريځه د عربي د رباعي ژباړه يا معادله بڼه ده، د څلوريځې ژانر هم د پارسي په لاره له عربي راغلى بولي او ځينې بيا په دې نظر دي چي دا په اصل کې د پارسي دوبيتي ده او له پارسي څخه عربي ته تللې ده، نو پښتو ته يې هم مستقيماً له پارسي راغلې بولي، خو دا چي پښتو شاعري سېلابي او عربي و پارسي شاعري عروضي ده، نو د عربي او پارسي رباعي لپاره ټاکل شوى وزن »لاحول ولاقوة الابالله« د پښتو څلوريځې له لس سېلابيز وزن سره اړخ نه لګوي، اوس نو چي پښتو څلوريځه له پيله تر اوسه په يوه ټاکلي وزن کې ليکل شوې ده، بيا دا خبره هم د تامل وړ ښکاري، چي څلوريځه دي له پارسي يا عربي ژبې راغلې وي، ځکه چي د پښتو څلوريځې دا لس سېلابيز وزن مخکې له مخکې د پښتو په فولکلوري شاعري کې موجود دى. فولکلوري شعري او نثري ژانرونه لکه کلتوري دودونه ډېر لرغوني وي، ځکه نو زما ادعا دا ده چي څلوريځه که په بشپړ ډول د پښتو خپل ژانر نه وي، خو د پښتو څلوريځې لس سېلابيز وزن د پښتو له هغو ولسي سندرو اخيستل شوى، چي د سوهېلي پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې يې ناوې په واده کې له خپلې پلارګنۍ څخه د شکايت او فرياد په ډول په ژړا- ژړا کې وايي او خپل ارمانونه پکې بيانوي، چي په بېلابېلو سيمو کې په چيغيانو، انګيو او متلونو نومول کېږي او د دې وزن کټ مټ همدغه د څلوريځو وزن دى، دلته يوه انګۍ سره لولو چي يوه ناوې له خپل ولاته په لرې سيمه کې د ودېدو فرياد پکې کوي :
ادکې لاړم دورې به مړه سم
پېرمينه نه يم چي به ښکاره سم
نه به د خور په ديدن مړه سم
نه به د وروڼو تر څنګ ويده سم
سره له دې چي څلوريځې هم د غزل غوندې په پښتو ادب کې پېړۍ- پېړۍ مزل را وهلى، خو هغه شاعران چي څلوريځو ته يې ځانګړې توجه کړې وي او يا يې د څلوريځو بشپړه ټولګه ترتيب کړې وي، نسبتاً ډېر لږ او مالوم شاعران دي، په کلاسيکه دوره کې خو يې يو علت دا څرګندېږي چي د غزلو د مردفو دېوانونو دود وو او هر شاعر هڅه کړې، چي مردف دېوان ولري او بل دا چي د اوس غوندې غزل ته تمايل زيات وو، ځکه نو څلوريځې د محبوبيت په لحاظ هغه مقام نه دى خپل کړى، چي له هر شاعره دي د غزلو غوندې د څلوريځو دېوان هم را پاته وي، خو د شلمې پېړۍ له دويمې نيمايي را په دې خوا او د يوويشتمې پېړۍ له پيل سره چي په پښتو کې ازاد شعر، په تېره بيا په اوسنيو څو کلونو کې د لنډکيو ازادو شعرونو ليکل دود شوي دي، نو ځينو ځوانو شاعرانو د څلوريځو ليکلو ته هم توجه کړې ده، هغه ځکه چي څلوريځه هم پخپل ځان کې د يوه کوچني لنډکي نظم حيثيت لري او د دغو څلورو مسريو په لوښي کې د تخيل او تفکر مچۍ ښه ډېر شات را يو ځاى کولاى شي.
د پکتيکا خاوره ښايي د شاعرۍ په لحاظ پخوا دومره سمسوره نه وه، لکه په اوسني وخت کې چي څومره د پښتو شعر په خوږبويي معطره ده، په تېره بيا چي په دې سيمه کې د رزم او حماسې زړي را و ټوکېدل، نو د «ښرنې» په سپېره زړه کې د ژوند، پاڅون او انقلاب ګلونه و غوړېدل، د استاد سليمان لايق «د چونغر ترانې» چي د پکتيکا په غرونو کې ازانګه شوې او د خيال محمد کټوازي «د رڼا بهير» چي د دې سيمې پر وچو ډاګونو يو نوى پسرلنى سباوون راووست، نو له مودو راهيسې په درانه خوب ويده ژوند را ويښ شو او په هر زړه او ذهن کې د خاورې، ولس او د ژوند د مينې نوي زړي په ټوکېدو شول، دغه زړي چي په ګلونو بدل شول او هر لوري ته يې خوږبويي خپره کړه، د څنګلوري کاله خزان ځپلى روح يې را و پاراوه او د دغو ګلونو خوږبويي يې پر ماغزو بده ولګېده، بيا نو له هماغې ورځې په يوه بله پلمه پر دغو ګلونو زهر پاشي او وژني يې، خو دا خاوره- چي له شاوخوا دوه زره کلونو راهيسې د رزم او حماسو مور پاته شوې- نور نور خوږبويه ګلونه را ټوکوي او د وطن فضا معطره ساتي، «ريحان» هم د همدې خاورې د ادب پر خاوره يو را ټوکېدلى ګل دى، چي په لږ وخت کې يې د شعر خوږبويي د وطن په هر کونج کې خپره شوې ده.
خالد ريحان د پښتو شعر د ګلبڼ هغه ګل دى، چي له نيژدې مي ليدلى نه دى، خو د شعر خوږبويي يې دومره تېزه وه، چي د فېسبوک په ويړه نړۍ کې يې هم لاسونه را و غزول او زما روح يې و تخناوه، د شاعرانو په دومره ګڼه ګوڼه کې- چي هر دويم کس مو د شعر په نامه يو څه ليکي- د ښه شعر ليکلو سليقه زده کول، ښه شعر پېژندل او د شعر اوسني معيار ته په پام سره له نورو جلا او نوې شاعري کول واقعاً ګران او زړخوږى کار دى، خو خالد په ريښتيا هم د خپلې شاعرۍ ونې ته د زړه وينې ورکړي او لکه ريحان (ببري ګل) ځان ته بېله خوږبويي لري. نه پوهېږم چي ريحان به شاعري کله پيل کړې وي، خو زه يې که پر غزل پېښ شوى يم، پر پابند يا ازاد نظم او که پر څلوريځه ټول يې له شاعرانه خوږلت، نويو ترکيبونو او نويو خبرو ډک راته ښکاره شوي دي.
«غړوندي» د ښاغلي ريحان د څلوريځو ټولګه ده، چي شاوخوا دوه سوه دېرش څلوريځې لري، ما تر اوسه په پخوانيو او اوسنيو شاعرانو کې د ډېرو څلوريځې لوستې دي، په ځانګړي ډول په معاصرو کې مي د استاد محمدصديق پسرلي «پسته اور»، د استاد سليمان لايق «سپرغکې»، د مولانا قيام الدين خادم «نصوص الحکم»، د برملا خان برمول د څلوريځو ټولګه او د ځينو ځوانو شاعرانو رحمت زلمي مندوخېل، حافظ رحمت نيازي، شهيم کاکړ او عابد لويال متفرقې څلوريځې مي لوستې دي، خو د ريحان څلوريځه که بېخي جلا نه وي، د دوى له څلوريځو د ژبې، تصويرونو، موضوعاتو او د جوړښت په لحاظ ضرور څه نه څه جلا ده. د ريحان څلوريځې هم د پښتو په مشهور لس سېلابيز وزن کې دي، خو څنګه چي په څلوريځه کې يواځې درې مسرۍ- لومړۍ دويمه او څلورمه- مقفى وي، نو ده په ځينو څلوريځو کې دومره نادرې قافيې په دومره مهارت کارولې دي، چي پر شعري هنر حاکم مالومېږي او سړى په دې قانع کوي چي ګواکې شعر يې بې مهاره نه دى.
د ريحان څلوريځې چي څوک لولي، دومره ژوندي تصويرونه لري، لکه د پښتنو د کوچياني او کليوالي ژوند، د ګران افغانستان د تېر څلوېښت کلن ناورين او د افغانانو د کډوالۍ بېلابېلې تابلوګانې او انځورونه چي ګوري، د ده څلوريځې د خپل وطن، ولس او چاپېريال منظوم تاريخ ته ورته دي، چي د افغان ملت هر وګړى خپل ځان او تېر ژوند په هره بڼه پکې ليدلاى شي. په وروسته پاته ټولنو کې خلک د خپل ژوند ناوړه حالت، دربدريو، ټولنيزو ناخوالو او تيارو ته ژر نه متوجه کېږي، خو شاعر- چي د فکر او احساس څښتن وي- تر عادي خلکو زيات بينا او حساس وي او خلکو ته د هغوى د ژوند تصويرونه د شعر په بڼه وړاندې کوي، ريحان هم دا کار په برياليتوب سره کړى دى:
دوی په زامنو ډېره خوښي کي
ډول ته ګډیږي نارې شپېلي کي
لور غواړي نه خو، د دې لپاره
چې چا تې ورکړي بس په بدي کې
له بده مرغه د لور پر زوکړه اوس هم مور ملامته او سپېره ده، خو د زوى زوکړه وياړ او د خوشالۍ سبب ده، خو شاعر مو چي دې حالت ځورولى او په ټولنه کې مو د دې جنسي توپير تاوان ته متوجه شوى، شعر يې پرې ليکلى او خلک مو چي خپل دغه عيبونه په دې هينداره کې وويني، ضرور به يې د بدلون لپاره لاس په کار کېږي. کله چي له نړۍ سره د ګډ سفر کولو تابيا کوو، نو دا ګډ سفر په نيم وجود نه، په بشپړ وجود کېږي او د ښځې او نارينه دواړو عقل و عمل چي سره شريک نه شي، د نېکمرغۍ لمر به مو له تروږميو را ونه وځي او د ريحان غوندې ځوانان به مو له وطنه ورک او د ژوند ملګرې به يې تور سرونه په بېلتانه کې ورته سپينوي:
د بېلتانه له جوره ستمه
زړګی مې چوي له ډېره غمه
ټولې همزولې راپورې خاندي
سپېره وېزه دې شه ترۍ تمه
ادب په ټولنه کې د بدلون لپاره کار کوي، خو دا بدلون د انقلاب غوندې ناببره نه، د يوې ارتقايي مرحلې په نتيجه کې د ټولنې زاړه دودونه، د خلکو خويونه، د مينې او دوښمنۍ په اړه ذهنيت او د ژوند ټول ارزښتونه ورسره بدلېږي، خو دا په دې شرط چي هغه ادب په ځان کې د بدلون تومنه ولري، د کومې ژبې ادبيات چي خلک ژوند ته نه شي را بللاى او له بد حالته د را ايستلو شعور نه شي ورکولاى، هغه ادب تش خيالي خبرې بللاى شو، خو ژوندى ادب هغه وي، چي ولسونه د پېړيو- پېړيو له تياره دوزخه د علم او روڼا تر جنته و رسوي، پښتو شعر په دې برخه کې ډېر مزل را وهلى، خو په ادب کې مو د نقد د نشتوالي له امله لا ډېر مزل پاته دى، چي پښتو شعر او په مجموع کې ټول پښتو ادب مو د يوه ژوندي ادب غوندې د نړۍ له پرمختلليو ادبياتو سره پخپلو پښو سفر وکړي. د ريحان څلوريځې چي خپلې ټولنيزې ناخوالې راته بيانوي، کوچيانى ژوند راته انځوروي، د جنګ خونړۍ څېره را ښکاره کوي، د کډوالۍ او بل وطنۍ درد راته ژاړي، پر پاکه مينه د لګېدليو بنديزونو له بدمرغۍ مو خبروي، نو په واقعيت کې غواړي چي ټولنه مو له دغو ټولو بدمرغيو او وچ ولاړ حالته را ووځي او خلک مو داسې ژوند وکړي، چي غاړې ته يې د ناوړه دودونو اغزن طوق نه، له مينې د ډک کلتور ګلورين «غړوندي» ور لوېدلي وي.
په سر یې بار وي د غمو پنډه
ژوند یې تېریږي لکه ملنډه
زموږ د کلي دغه رواج دی
په دوو زامنو ناسته وي کونډه
د کلاسيکو شاعرانو څلوريځې اکثر له نصيحتونو ډکې دي، په هغه زمانه کې چي اکثر شاعرانو به ديني علوم هم لوستي وو، تر ډېره يې له شعره هم د اخلاقي روزنې د وسيلې په توګه کار اخيست، خو په اوسنۍ ټوله شاعري کې، خصوصاً په څلوريځو کې فلسفي پوښتنو، وطني مينې، سياسي حالاتو، ټولنيزو بدمرغيو او عشقي تمايلاتو هم ځاى نيولى دى. د ريحان څلوريځې هم له همدغو ځانګړنو برخمنې دي، دغه څلوريځه يې د طبيعت څومره کره انځور دى:
څړمنی راغی موسم بدلیږي
د ساړه ژمي ټغر ټولیږي
د غره او واورې ژړا ته ګوره
چې یو له بله نه جلا کیږي
د ريحان څلوريځې د ده د غزلو او نظمونو غوندې له ګڼو کليوالي تشبيهاتو، علامتونو او شاعرانه ترکيبونو ډکې دي، «د ارمانونو بزګر، د خيال پلونه، د مينې يوې (قلبه)، د نظر لښته، د نظر زرک، د تروږمۍ کميس، د وړانګو لاسونه، د سترګو رمې، زيارتي حسن، د شونډو خوړده، د زړه پټى، د مرګ لمونځ، د لمر تنور، د واورو اوړه، د پرخې غمي او د اوښکو سويان» دومره نوي، معقول او آهنګين ترکيبونه دي، چي زه يې د ده د تخيل ميراث بولم او د بل کوم معاصر شاعر په شاعرۍ کې مي نه دي ليدلي. دلته يې يوه علامتي څلوريځه هم سره لولو:
شپونه را درومه، رمه دې داړي
ژوند یې ولاړ دی، د ګور له غاړي
لېوان دي کېړ ته، را رسېدلي
وزې او مېږې، وهي رمباړي
په پورتنۍ څلوريځه کې له رهبره د شپون، له ولسه د رمې او له دوښمنه د لېوه د علامت يا سمبول په توګه کار اخيستل شوى دى، کله چي يوه سياسي خبره هم د هنر په ژبه وشي، شعار هم په شعر بدل شي او اغېز يې زيات شي. شاعري د علامتونو، تشبيهاتو، استعارو او د خيالي ترکيبونو په مرسته د غيرمعمولي خبرو يو هنر دى، کومه شاعري چي دغه اجزا ونه لري او د معمول خبرې يې د رديف، قافيې او وزن په قفس کې بند کړي وي، شاعر ته به يې ناظم ووايو، خو شاعر ورته ويل به شاعرانه اصول تر پښو لاندې کول وي.
د افغانانو لر او بر وطن له پرېمانه مځکنيو معدني وسايلو ډک دى، خو څه خپلې ناپوهۍ دوى له خپلو نعمتونو بې برخې کړي او څه د څنګلوريو او د نړۍ وږې سترګې له دغو وسايلو نه اوړي او دوى ته يې خپل جنتي وطن په دوزخ بدل کړى، ځکه يې نو په ميلينونو وګړي بې کوره دي او ګل- ګل ځوانۍ يې د پرديو په وطنونو کې په مزدوريو و سوځولې، ريحان هم د تاريخ دې جبر له خپل غني وطنه په تېلو شتمن عربستان ته مسافر کړى دى، ډېر به په مذهبي عقيدت کې د ژوند هره شېبه او حتى مرګ هم د دې وطن پر مقدسه خاوره غواړي، خو ريحان ته د نبي د روضې له څنګه هم د خپلې پکتيکا د «سروضې» بوى ورځي او روح يې پخپل وطن کې دى:
له دنیا ښکلی د سروضې کلی
زما له ازله په زړه لیکلی
چې پردېس خیال ته مې کله راشي
روح مې تازه شي پرې غلی غلی
له پورتنۍ پرته نورې هم ډېرې څلوريځې شته، چي له وطن سره د ريحان ريښتينې مينه پکې ليدلاى شو، وطن چي له سولې او خوشالۍ ډک وي او خلک يې له لوږې او د جنګ د بلا تر بدمرغه ژامو لاندې نه مري هم په پردېس کې د سړي له خيالونو او خوبونو نه وځي، د پردېسو افغانانو به خپل ګران وطن څنګه له ياده ووځي، چي ماشومان يې د مور د الاهو په سندرو کې د خوب پر ځاى شپه ورځ د بمونو او الوتکو په درنو ږغونو کې ساه اخلي، د داسې ټپي- ټپي وطن يو شاعر نو که داسې شعر نه ليکي، څوک به يې ليکي:
په هغه ورځ لا، له وینو ډک شو
چې په سېزني کې ويښ په ټوپک شو
مرګ لکه سیوري راسره ګرځي
جنګ کې زلمي شوو، زاړه شوو، ورک شوو
هغه ټولنې چي خلکو يې لا ذهني وده نه ده کړې او په ژوند کې د هر بدلون تر شا سبب په غيرطبيعي عناصرو قياسوي، هلته لا د لومړنيو انسانانو اسطوروي داستانونو، کرکو او کږنو ته د ريښتينو واقعاتو په نظر کتل کېږي، د اردو ژبې لوى مفکر او د فلسفې استاد علي عباس جلالپوري پخپل يوۀ کتاب (خردنامۀ جلالپوري) کې وايي: “کږنه هغې عقيدې يا عمل ته وايي چي اساس يې ناڅرګنده او پټه ويره وي او هيڅ علمي توجيه او تفسير ونه لري. اکثره کږنې له جادو، بد نظر، غيب ليدنې او سپېره و بختور سره تړلې دي او د لرغوني انسان له هغو ذهني هڅو او پلټنو يادګار را پاته دي چي هغه لا د سبب او مسبب له قانونه (هر مسبب لازماً يو سبب لري) ناخبره وو، د طبعي نندارو او غيرعادي پېښو توجيه به يې په ماشومانه قياسونو کوله، هغوى ته پخپل چاپېريال کې هر څه له رمز او اسراره ډک ښکارېدل”، پښتني ټولنه لا هم له داسې بې شمېره کرکو او کږنو ډکه ده، په لوېديځو ادبياتو کې پخوا هم او اوس هم له اسطورو څخه ډېره استفاده کېږي، پښتو ادب هم له دا ډول اسطوروي تلميحاتو تش نه دى، د ريحان په ځينو څلوريځو کې يې څرک وينو، يوه له هغوى څخه دغه ده:
چې کښېنم سترګه مې په رپا شي
نو ځکه وایم چې یار به راشي
له کوړګي غلی لارې ته ګورم
کله دروغ شي کله رښتیا شي
ځينې شاعران له دې امله څلوريځه نه ليکي، چي ګومان کوي څلوريځه پخوانيو ليکله نو که دوى يې اوس ليکي، شاعري به يې د کلاسيک سبک او بې نوښته و ګڼل شي، خو زه فکر کوم چي د شعر هر قالب- که غزل وي، که نظم، که څلوريځه، لنډۍ يا غاړه- له ځان سره خپلې خبرې راوړي، کوم شات چي د څلوريځې په کوچنۍ پياله کې څومره خوند کوي، د غزل او نظم په لوښي کې بدخونده کېږي، ريحان هم ښايي د غزل او نظم ليکلو تر تجربې وروسته په دې پوهېدلى وي، چي د څلوريځو لپاره ساتلي خيالونه او فکرونه بايد ضايع نه کړي او د لنډکي ازاد شعر پر ځاى يې په همدې لنډکۍ څلوريځه کې ووايي او دا دى چي ويې ويل ډېر ښه يې ويلي دي، زه په دې باور يم چي د څلوريځو دا «غړوندي» به د ډېرو ځوانانو د تخيل غاړو ته ور ولوېږي او څلوريځه به بيرته په داسې ډول را ژوندۍ شي، چي د يوويشتمې پېړۍ ټول شاعرانه نوښتونه به پخپله تنګه ځولۍ کې ځاى کړي. ذهنونه مو په دغو څلوريځو کې د ريحان په خوږبويۍ معطر غواړم.
بارکوال مياخېل
٢٥ اکتوبر ٢٠١٥م کال
کاکړ ټاون، سمنګلۍ سړک- کوټه