د غوچۍ شړل
د مني،
ساړه باد،
او د ژمي،
يخني،
د بڼ،
له هرې ونې،
او دکور،
له هر دالان نه،
يوه يوه،
غوچۍ،
– په ډېره بېرحمۍ –
بهر ته،
وشړل.
د ګل سره د ګل مينه
په پسرلي کې،
د سهارني نسيم ارمان،
په بڼ کې،
د ښکلو ګلانو غوړول دي،
کوم چې يو ګل په بل،
لوړوالی نه پېژني،
- o
د نسيم په څېر،
شاعر هم غواړي،
چې يو انسان بل ته،
په مينه وګوري.
د ماشوم پورټريټ
تور سکور،
او د اور لګيت،
خاشه،
تل،
ګاونډي وو،
- o
سکاره،
د دېوال په جګه تنه کې،
توره کرښه وکښل :
تر دغه ځايه بس دي،
سوځل،
- o
اورلګيت،
مخکښ شو،
د اور لمبو هرڅه وسوځل،
پرده،
کړکۍ،
او په دېوال،
د ماشوم،
ځوړند،
((پورټريټ ))
د ماشوم تصوير
د کوټې،
په دېوال،
د ښکلي ماشوم تصوير،
– چي تېرکال د جذام،
ناروغۍ وواژه –
ځوړند و،
بورې مور يې،
درسته ورځ سترګې،
پر ښخې کړې وي،
او،
د لېونۍ په څېر،
ورته ګډه وي،
- o
بې له هيڅ ږغ نه،
بې له يوې،
کليمې نه.
د مرګ خوب
د شپې،
تر تور،
بړستن لاندې،
د ځمکې مور،
تل،
د خپلو بچو،
د مرګ خوبونه ويني،
ربه!
چېرته دي،
صبحدم؟
ربه!
کله به وي،
رڼا؟
د ښاغلې فدا شعرونه می ډیر خوښ دی
ستر څښتن مو مل
ستاسو شعرونه چی لوستم ما ته هم کله کله شعر الحام شی
اور یا هور
ـ————-
ته څومره
څپیسلی یی
اوره
هر ناوړه
شی خوراک
پاکوی
ناپاکه
اوبه
ناپاکه
غوښه
هر نا پاکه
شی یره کوی
تیاره رڼا کوی
د ژمی شپه
می ګر موی
————–
مننه