دوشنبه, مې 13, 2024
Homeداسې هم شتهد چاکلېټ ګټې، ښځې دې یې نه لولي

د چاکلېټ ګټې، ښځې دې یې نه لولي

تاند- په هالنډ کې له یوې څېړنې سره سم چاکلېټ، چې تل د غاښونو دښمن بلل شوي، ډېرې ګټې هم لري.

د دې څېړنې پراساس چاکلېټ د مخ ګونځې له منځه وړي او مرسته کوي چې انسان زوړ ښکاره نه شي.

د طبي څېړونکو په وینا په یوه ټاکلې اندازه د چاکلېټو خوراک نه یوازې د لمر د وړانګو د لګېدو په وجه پر مخ د ګونځو مخه نیسي بلکې دا امکان هم لري چې د پوستکي له سرطانه یې وساتي.

د دوی په باور په میاشت کې له درې تر څلور واري پوري د چاکلېټ خوراک د انسان پر بدن مثبت اغېز لري، له بدخلقۍ یې ساتي او غوسه یې کموي.

طبي څېړونکي چاکلېټ د زړه لپاره هم ګټور بولي.

پخوا په یوه څېړنه کې ثابته شوې وه چې چاکلېټ د ماشومانو د استعداد له غوړولو سره مرسته کوي.

هالنډي څېړونکي وايي، د زیات عمر خاوندان، چې چاکلېټ خوري، عموماً یې د وینې فشار ټیټ وي او د زړه د رګونو د بندېدا امکان یې لږ وي.

په څېړنه کې دا هم ویل شوي، هغه کسان چې په اوونۍ کې څو وارې چاکلېټ خوري، نسبت هغو ته چې کله – کله یې خوري، لږ چاغ وي.

6 COMMENTS

  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    به دغه مطلب کې ښې موضوع ته نغوته شوې ده، مګر چاکليت افغانان (افغاني مينو او نورو خوږو ته وايي) خو په بهرني، څېړنو کې د «شوکالاد» چاکلېټ ته نغوته شوط ده، چې د انرژي له زېرمې سره ځيني درمليز او سينګاري ځانکړتيآوې هم لري، خو داسې نه شي، چې افغانان ګوړې، نکول، افغان کوش او نورو پټاسو ته بند شي او خولې ترې ډکې کړي! پّ شوکولاد کې هم سپين، خړ او تور رنکي دي، چې په مشخصو چاکليټونو کې له نورو توکيو سره هم ګډ وي، خو بورې ته سپين مرګ ويل شوي، چې د مالګې تر څنګ د رګونو او زړه ناروغۍ ګواښونو لري.
    د معلومات مسؤل دې، مشخص کړيو چې موخه يې له کومو چاکليتونو دهو پرته له هغې داسې نيمګری معلومات کولی شي، خلک له نورو ننګونو سره مخامخ کړي!
    معه سلاموکوم الاهلول فنون
    ملا ميوند آخوند

    • خلک په غلطه شیرني او پتاسو … ته چاکلېټ وايي. چاکلېټ هماغه خواږه دي چې فرانسویان او ایرانیان یې شوکولات بولي

  2. په عکس کې چې دې نجلۍ په غاښو نيولي دې ته خو دلته په افغانستان کې موږ که کاو وایو،ستاسو مطلب هم ککا و دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب