جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودکاروني (تطبیقي) ژبپوهنه په څه شي بحث کوي؟

کاروني (تطبیقي) ژبپوهنه په څه شي بحث کوي؟

پوهیالی رحمت الله کټوازی، د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، کندهار پوهنتون 

ژبپوهنه ژبنی ساینس دی چې د ژبې د مختلفو داخلي او باندنیو اړخونو څېړنه کوي. په دې ژبني ساینس (ژبپوهنه) کې ژبه ، د ژبې کارونه او اړیکې له مختلفو ؛ چاپېریالي (Environmental)، ذهني(Cognitive) او جنیټیکي (Genetic) فکټورونو سره څېړل کېږي. ژبپوهانو ژبپوهنه په مختلفو څانګو او څانګوړو وېشلې ده چې د د وېشنې لپاره یې خپل بېلابېل دلایل وړاندي کړي. یو ډول وېشنه یې پر (Micro linguistics) او (Macro linguistics) څانګو سره شوې ده. د ژبپوهنې (Micro linguistics) څانګه د ژبې له داخلي جوړښتونو سره سر و کار لري، او تر ډېره د ژبې پر داخلي چوکاټ او سیستم بحث کوي؛ چې غږ پوهنه (Phonology)، ویي پوهنه (Morphology) ، غونډله پوهنه  (Syntax)، مانا پوهنه (Semantics) او کارونپوهنه (Pragmatics) ددې څانګې په څانګوړو کې راځي. د ژبپوهنې (Macro linguistics) څانګه د ژبې له داخلي جوړښتونو او دنني ژبني سیستم ور هاخوا، ژبه، د ژبې کارونه او اړیکې یې له نورو دماغي (Neural)، ټولنیزو (Social)، سایکولوجیکي (Psychological)، تطبیقي (Applied)، تاریخي (Historical) او نورو فکټورونو سره څېړي چې د ژبې خورا ارت سایکل (کړۍ) تشکیلوي.

ژبپوهانو د ژبپوهنې بله وېشنه په الواکي ژبپوهنه (Theoretical Linguistics) او کاروني ژبپوهنه (Applied Linguistics) سره کړې ده. الواکي ژبپوهنه (Theoretical Linguistics) له کاروني ژبپوهنه (Applied Linguistics) سره جوت توپیر لري ،چې لومړۍ هغه یې د ژبو متعلق د عمومیاتو پر څېړلو تمرکز کوي چې دغه تمرکز ممکن صرف تر یوې ژبې پورې منحصر نه وي، بلکه د نړۍ پر عمومي ژبو د تطبیق کېدو وړ وي او دوهمه هغه بیا د الواکي ژبپوهنې له خوا وړاندي شوې نظریې په واقعي نړۍ کې پلي کوي. د ژبپوهنې له یادو شویو څانګو نه زموږ د بحث تمرکز پر کاروني ژبپوهنه (Applied Linguistics) راټول دی چې په دې لیکنه کې به هڅه وشي چې لوستونکي له پېژند (تعریف)، د تمرکز له ساحې، په ننۍ ژبپوهنه کې ځای او نورو اړوندو مسئلو خبر شي.

لکه څنګه چې وړاندې ذکر شول، په نظري ژبپوهنه کې د ژبې اړوند مختلفې نظریې شتون لري چې تر ډېره د یوې نظریې په شکل کې وي او یادې نظریې د نړۍ په نورو ژبو کې هم د کاروني او تطبیق وړ وي. اما کاروني ژبپوهنه د ژبپوهنې هغه څانګه ده چې د نظري ژبپوهنې له خوا وړاندي شوي نظريې په عمل کې پلي کوي. یعني د تاریخ په اوږدو کې، کاورنې ژبپوهنه د تیوري او پرکټیس (عمل) تر منځ د پیوستون یوه برخه پاته شوې ده. مانا دا چې د یادې څانګې ژبپوهانو هڅه کړې ده چې یوه ژبنیزه نظریه (Theory) څرنګه په عمل (Practice) کې پلي کړي، او یا یې هم د پلي کېدو جوګه وګرځوي. یاني دا چې هغه نظریې Theories)) چې د ژبې د مسئلو مطعلق  رامنځ ته شوې وي، د کاروني ژبپوهنې (Applied Linguistics) له خوا د ژبې په واقعي نړۍ کې پلي کېږي. د ژبې دغه عملي کېدل صرف د ژبې اړوند تر نظریې پورې محدود نه وي، بلکه کاروني ژبپوهنه او د یادې ژبې ژبپوهان ورسره نور تړلي: ټولینز، کلتوري، اروايي، ذهني… فکټورونه او له دې فکټورونو سره د ژبې اړیکې څېړي او هڅه کوي چې د ژبې نظریې ته ټول یادشوي چوکاټونه برابر کړي تر څو د ژبې نظریه یا نظریې په سمه توګه عملي کړل شي.

دا چې کاروني ژبپوهنه (Applied Linguistics) د ژبې له الواکي (تیوریکي) اړخ سره نه، بلکه له عملي (Practical)  اړخ سره کار لري، نو د ژبپوهنې یاده ساحه تر ډېره دا څېړي چې ژبه د اړیکو، ټولنیزې کاروني، او د یوه خاص ټولینز ګروپ وګړو تر منځ څرنګه صورت نیسي او یا هم څرنګه باید چې صورت ونیسي. مانا دا چې که چېرته د ژبې عملي اړخ په سمه توګه عملي کېدو کې خنډونه شتون ولري، نو د کاروني ژبپوهنې ژبپوهان ورته مناسبې لارې چارې لټوي تر څو ژبه په عملي ډول سره د ټولنیزو اړیکو او ټولنیزې کاروني لپاره سمه وکارول شي.

میلر (۲۰۰۳) د کاروني ژبپوهنې (Applied Linguistics) د تاریخي شالید په هکله لیکلي، چې د ژبپوهنې د یادې برخې تاریخ شاوخوا ۱۹۴۰مو  کلونو ته رسېږي، چې هغه وخت کې په امریکا کې ژبپوهانو د ژبې د عملي ستونزو (د ګرامري جوړښتونو د تولید په وخت کې) او د ژبې د زده کړې لپاره د موادو د تیارولو په وخت کې تحلیلي میتودونه او تګلارې پر لاره واچولې (عملي کړې). نوموړی وړاندي وایي چې د ژبپوهنې دغه اصطلاح په خپل تاریخي شالید کې د ژبې له تدریس نه را پیل شوه، چې په ۱۹۴۰ کلونو کې د امریکا د میچیګن پوهنتون په تطبیقي ژبپوهنه (Applied Linguistics)کې یو پروګرام پیل کړ چې له طریقه یې د ژبې استادان روزل، او تر هغې وروسته یې د (Language Learning: A Quarterly Journal of Applied Linguistics) تر نوم لاندې یو ربعه وار ژورنال هم چاپاوه، چې تر ډېره پکې د لومړۍ او دوهمې ژبې د تدریس اړوند مقالې خپرېدې.

کرامش (۲۰۰۰) په خپله څېړنیزه مقاله کې د کاروني ژبپوهنې په اړوند لیکلي، چې د ژبپوهنې یاده څانګه په اروپا کې په شاوخوا ۱۹۵۰ کلونو کې د ژبپوهانو او مربیانو (روزونکو) له خوا پیل شوه، چې د نوموړې په اند، دغه پیل یې څوبعدي پیل وو. مانا دا چې کاروني ژبپوهنې ته د یو پراخ فیلډ په ډول کتل کېدل چې د ژبې د تطبیق (عملي کېدا) ټول اړخونه یې په بر کې نیول. نوموړې وړاندي وایي، چې په دې څو بعدي فیلډ کې صرف د لومړنۍ او دوهمه ژبې د زده کړې متعلق مسئلې شاملې نه وي، بلکه؛ ژبه او رسنۍ، ژبه او حقوق، د ژبې پلان او پالیسي، ترجمه او ژباړه (شفاهي او لیکلې)، ژبه او ټیکنالوژي، نغوت-ژبه (Sign language)… او نورې برخې هم په دې څو بعدي چوکاټ کې  شاملې وې. کرامش (۲۰۰۰) وړاندي په خپله څېړنیزه لیکنه کې ذکر کړي، چې په کال ۱۹۵۹ کې په واشنټن کې د کاروني ژبپوهنې د مرکز او د امریکا د کاروني ژبپوهنې د ټولنې (American Association for Applied Linguistics, AAAL) تر ایجاد وروسته د ژبپوهنې یادې څانګې ته په امریکا کې هم کار پیل شو.

ویډووسن (۱۹۹۰) چې د ژبې د تدریس د خورا نوي، موثر او ډېر کارېدونکي مېتود (Communicative Language Teaching) بنسټ ګر هم بلل کېږي، د کاروني ژبپوهنې (Applied Linguistics) په اړوند وایي، “ زما په اند کاروني ژبپوهنه (Applied Linguistics) له هغو کړنو او فعالیتونو څخه عبارت ده ،چې د ژبې له تدریس او زده کړې سره سر و کار لري او دا هغه کړنې دي چې د مشخصو کړنلارو او یا هم پیداګوژیکي قواعدو په عمل کې د پلي کېدا لټه کوي.”  نوموړی وړاندي دې ته اشاره کوي چې د ژبې تیوري څرنګه کولای شو چې د تدریس او زده کړې له طریقه په عمل کې پلي کړل شي، چې د ژبې د مختلفو نظریو (تیوري ګانو) د پلي کېدلو لپاره د تدریس او زده کړې مخلتف میتودونه او کړنلارې پر لاره اچول شوي دي ،چې ژبه څنګه په عملي توګه سره صورت ونیسي، چې ځیني کړنلارې یې د ژبې د زده کړې په برخه کې ډېرې ګټورې واقع شوي دي او ځیني یې بیا ډېرې ګټورې نه دي واقع شوي: نو ځکه هم د ژبې د تدریس او زده کړې پخوانیو میتودونو او کړنلارو نویو هغو ته خپل ځای پرېيښی او دغو نویو میتودونو او کړنلارو د ژبې د زده کړې او تطبیق په برخه کې خپل ځان ته ځای ته پيدا کړی. مانا دا چې په کاروني ژبپوهنه کې د ژبې د تدریس او زده کړې له طریقه ددې هڅه کېږي چې څرنګه ژبه په   واقعي محیط کې د واقع کېدو او عملي کېدو جوګه وګرځوي.

کاروني ژبپوهنه له پیله تر اوسه،لکه د ژبپوهنې د نورو څانګو او څانګوړو په څېر، له مختلفو پړاوونو تېره شوې ده او د اوسني انکشاف ساحې یې تر مختلفو پړاوونو له تېرېدلو وروسته دومره لویي شوي دي. لیډي کوټ (۲۰۱۰) په خپله څېړنیزه لیکنه کې ذکر کړې، چې په (۱۹۵۰ مو) کلونو کې د ژبپوهنې یاده ساحه د دوهمې ژبې د زده کړې له مرحلې سره کارېده، چې په لږه اندازه تمرکز یې د لومړنۍ ژبې پر زده کړې او د ژبې پر نورو اړخونو وو. خو په ( ۱۹۷۰مو) کلونو کې بیا د ښوونې او روزنې موضوعات هم ورباندې ګډ شول چې د کاروني ژبپوهنې د تمرکز ساحه یې نوره هم پراخه کړه. ددې تر څنګ، کارډر (۱۹۷۳) کاروني ژبپوهنه داسي ګڼي چې ګواکي تمرکز یې د ژبې پر تدریس دی، چې پر کلام (وینا) پوهاوی، ژباړه او د ژبې پالیسي (پلان) یې د تمرکز لویې نقطې جوړوي. خلاصه دا چې په کاروني ژبپوهنه کې د ژبې د کاروني (استعمال) متعلق زیاتره هغه ټولنیز، فردي، سایکالوجیکي… فکټورونه او د ژبې د کاروني اړیکې له یادو فکټورونو (عواملو) سره څېړل کېږي، چې د ژبې په عملي کارونه کې دخیل وي، او له څېړنې وروسته ژبه او د ژبې زده کړه په واقعي نړۍ کې پلي کوي او یا یې هم د پلي کېدا جوګه کوي.

پیني کوک (۲۰۱۰) بیا په خپله څېړنیزه لیکنه کې ذکر کړې، چې د کاروني ژبپوهنې تمرکز د ژبې له تدریس، ارزونې او د دوهمې ژبې له زده کړې نه یو څه نور هم ارت شوی، چې دده په اند، ژبې ته په ټولینز ژوند کې د یوه لوی ټولینز تصور په نظر باید وکتل شي. ډېویس (۱۹۹۹) د کاروني ژبپوهنې په اړوند په دې اند دی، چې د ژبپوهنې یاده ساحه د ژب-ساپوهنې (Psycholinguistics) او ژب-ټولنپوهنې (Sociolinguistics) له نظریو (Theories) سره په اړیکو هم تمرکز کوي، چې یادې دوې ساحې د ژبې له زده کړې او په مختلفو بڼو او حالاتو کې د ژبې له کاروني (استعمال) سره اړیکه لري. مانا دا چې کاروني ژبپوهنه او ساحه یې صرف دې ته نه محدودېږي چې د ژبې له مسئلو سره سر و کار ولري، بلکه په دې بهیر کې باید نور ساپوهیز او ټولنیز بعدونه هم په مشترکه توګه سره وڅېړل شي، چې د ژبې په واقعي نړۍ کې د واقع کېدو په وړاندي ټول خنډونه له مېنځه یوړل شي او ژبه په اسانه توګه سره د عملي کېدا (زده کړې) جوګه کړل شي.

د کاروني ژبپوهنې تر چتر لاندې نورې ډېرې څانګې/څانګوړې هم راتلای شي چې  لیډي کوټ (۲۰۱۰) یې د لاندي هغو یادونه کړېده، چې د نوموړي په اند: تعلیمي ټیکالوژي او د ژبې زده کړه، د ماشومانو او ځوانانو د ژبې زده کړه، ترجمه او ژباړه (شفاهي او لیکلې)، ژبه او سوداګري، ژبه او رسنۍ، ژبه د خاصو اهدافو لپاره (LSP)، د ژبې پلان (پالیسي)، ژب-ساپوهنه (Psycholinguistics)، نغوتژبه (Sign language)، د دوهمې ژبې زده کړه  (Second Language Acquisition)… هغه څانګې دي چې د کاروني ژبپوهنې تر چتر لاندي راځي، چې ددې مانا دا ده چې یادې ساحې په یو نه یو ډول سره د ژبې له عملي برخې سره سر و کار لري، چې ژبه څنګه په عمل کې پلي کړل شي. ذکر شوی د کاروني ژبپوهنې د نړېوالې ټولنې (International Association of Applied Linguistics) له لورې هغه لیست دی چې د کاروني ژبپوهنې اړوند څانګې او څانګوړې یې په کې شاملي کړې دي او ليډي کوټ یې په خپله څېړنیزه لیکنه کې یادونه کړېده.

په اوسني عصر کې، انګلیسي ژبه د کاروني ژبپوهنې (Applied Linguistics) لپاره ډېر ستر پروګرامونه او کاري ساحه لري، او د یادې ژبې ژبپوهان د  انګلیسي ژبې او ژبپوهنې متعلق په نویو څېړنو کې دې برخې ته ډېر پام کوي. په دې برخه کې د (TESL), (TESOL) او (TEFL) یادونه اړینه ده چې انګلیسي د دوهمې ،باندنۍ ژبې په توګه او انګلیسي ژبه د نورو ژبو ویونکو ته د تدریس کولو لارې چارې پکې ښوودل او څېړل کېږي. تر ټولو د پام وړ برخه یې د دوهمې ژبې زده کړه (Second Language Acquisition) ده چې له نویو نظریو سره سره یې، د تدریس او زده کړې نوي میتودونه او نوې کړنلارې هم وړاندي کړي دي تر څو زده کړیالان وکولای شي چې دوهمه او یا هم باندنۍ ژبه له نویو میتودونو سره سمه زده کړای شي. په دې جریان کې د ژبې د تدریس او زده کړې لپاره له (Grammar-Translation) میتود نه را په دې خوا، چې په ۱۸ او ۱۹ پېړیو کې د باندنیو ژبو (لکه: یوناني، او لاتیني ژبو) د ادبیاتو د زده کړې په موخه کارول کېده، بیا تر اوسني (Communicative Language Teaching ) پورې مختلف میتودونه او کړنلارې وړاندي شوي دي چې تر څو وکولای شي د ژبې زده کړه په عملي ډګر کې اسانه کړي. د ژبې د تدریس په پخوانیو مېتودونو کې تر ډېره تمرکز پر ګرامر او ویکابولاري باندې کېده چې په روستیو هغو کې بیا د ژبې پر ټولو مهارتونو تمرکز کېږي. خو د (Communicative Language Teaching) تمرکز خاص پر دې دی چې ژبه نه یواځي دا چې سمه زده کړلای شي، بلکه مهمه دا ده چې په ټولنیزو اړیکو کې د زده کړیالانو له خوا سمه وکارول شي چې تر څو وکولای شي ژبه په ټولنیزو اړیکو او ټولنیز ژوند کې سمه وکارول شي.

په پایله کې دا ویلی شو چې د کاروني ژبپوهنې (Applied Linguistics) اوسنی تمرکز ډېر د ژبې پر تدریس او زده کړه را چورلي، چې ددې هڅه کېږي چې د یوې ژبې زده کړیالان څنګه وکولای شي، چې (لومړۍ او یا هم دوهمه) ژبه نه یواځي څرنګه زده کړلای شي، بلکه څرنګه یو زده کړیال ددې وړتیا پیدا کړي چې ژبه په خپل واقعي ژوند او واقعي نړۍ کې د اړیکو لپاره سمه وکارولای شي، چې تر څو د افهام او تفهیم وړ وسیله وبلله شي. یاني کاروني ژبپوهنه د تیوري ګانو (نظریو) منځته راوړونکې څانګه نه ده بلکه د جوړو شویو تیوري ګانو کاروونکې څانګه ده. ددې تر څنګ، هغه نظریې چې د ژبې اړوند په الواکي (نظري) ژبپوهنه کې منځ ته راځي، د کاروني ژبپوهنې له خوا په عملي ډول سره پلي کېږي او هم په کاروني ژبپوهنه کې د ژبې د کاروني په وخت کې د را پیدا شویو یا را پيداکېدونکو ستونزو پلټنه کېږي چې کارونکي یې په اړیکو او زده کړه کې د کاروني پر وخت ورسره مخ کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب